حضرت موسی

د خېمة ﷲ درول او پر هغې باندې د الهي تجلا رانازلېدل

د خېمې له جوړېدو وروسته ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته حکم وکړ: د لومړۍ مياشتې په لومړي تاريخ خېمه ودروه. بيا هارون او د هغه زامن د خېمة ﷲ دروازې ته راوله او په اوبو سره پرې د پاکوالي مراسم تر سره کړه. له هغې وروسته هارون ته د امامت سپېڅلې جامې ورواغونده. پر تندي يې د زيتونو تېل ومښلوه، تر څو زما د خدمت لپاره د امامت دندې ته وقف کړل شي. بيا د هغه زامنو ته هم د امامت کميسونه ورواغونده او د زيتونو په تېلو سره يې د خپل پلار په ډول د امامت دندې ته وقف کړه، تر څو دوی هم زما د خدمت لپاره د امامت دنده تر سره کړي. ما دوی د امامت لپاره ټاکلي او دا امامت به يې په نسلونو کې تر همېش پاتې وي.

موسی ﵇ هم د ﷲ ﷻ امر پر ځای کړ. له مصر څخه د هجرت په دويم کال د لومړۍ مياشتې په لومړي تاريخ خېمة ﷲ ودرول شوه.

تر دې وروسته پر خېمة ﷲ باندې ورېځ راغله او خېمه يې پټه کړه، ورپسې خېمه له الهي تجلا څخه ډکه شوه. د دې ورېځ او الهي تجلا له امله موسی ﵇ خېمې ته نه شوای داخلېدای.

د بني اسراييلو په بياباني سفر کې چې به کله له خېمې څخه ورېځ پورته شوه، نو دوی به خپل حرکت ته دوام ورکړ. تر څو چې به ورېځ د خېمې پر سر وه، دوی به حرکت نه کاوه. په دغه دوران کې به د ﷲ ﷻ حضور د ورځې له خوا پر خېمې د ورېځې په شکل موجود و او د شپې به د اور په شکل ورباندې ولاړ و او ټولو بني اسراييلو دا علامې په خپلو سترګو ليدلای شوې.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست