حضرت موسی

د قربانۍ د وړاندې کولو لپاره د خدای  فرمان

کله چې څوک ما ته د قربانۍ د وړاندې کولو اراده وکړي، نو د خپلو څارويو له رمو څخه دې يو حيوان د قربانۍ لپاره انتخاب کړي او رادې يې وړي. که څوک د خپلو ګناهونو د کفارې لپاره راځي، نو يو بې عيبه او نر څاروی دې د خېمة ﷲ دروازې ته راوړي، تر څو زه يې قبول کړم. هغه به د نيت کولو لپاره د حيوان پر سر لاس ږدي. له دې سره به زه دغه حيوان د ياد کس د سزا وړونکي په توګه قبول کړم او د هغه د ګناهونو کفاره به وشي. له دې وروسته دې حيوان زما په وړاندې حلال کړي او بيا دې د هارون زامن (امامان) دغه وينه د هغې قربانګاه پر څلورو څنډو وشيندي، چې د خېمة ﷲ د دروازې په مخې کې ده.

د ژوندي مخلوق ژوند په وينه کې نغښتی دی. نو زما حضور ته د وينو د وړاندې کولو حکم مې ځکه کړی دی، چې ستاسې د ګناهونو کفاره وشي. دا چې وينه د ژوند سرچينه ده، نو په همدې خاطر وينه د کفارې وسيله ګرځي.

بيا دې هغه کس د قربانۍ د حيوان پوستکی وباسي او غوښه دې ټوټې ټوټې کړي. بيا به د هارون زامن پر قربانګاه لرګي واچوي او اور به ورکړي. د غوښې ټوټې د سر او وازدې په ګډون به پر لرګيو باندې کېږدي، خو له سوځولو څخه مخکې به امامان د قربانۍ د حيوان پښې او لړمون په اوبو سره مينځي. بيا به يې ټوله غوښه پر قربانګاه باندې سوځوي. دې قربانۍ ته سوځېدلې قرباني وايي، چې زما په نزد خوشبويي لري او زما د رضايت سبب کېږي.

 << مخکې | وروسته >> 

 فهرست