حضرت موسی

د امامانو لپاره د پښو او لاسونو د وينځلو تشت

له برونزو يو لوی تشت او يوه پايه ورته جوړ کړه. دغه تشت د خېمة ﷲ او قربانګاه تر منځ کېږده او له اوبو څخه يې ډک کړه. له دې مخکې چې هارون او زامن يې خېمة ﷲ ته داخل شي او يا قربانګاه ته نږدې شي، تر څو زما په خدمت کې سوځېدلې قربانۍ وړاندې کړي، نو لومړی بايد خپلې پښې او لاسونه په دغو اوبو ومينځي. که نه، نو له مرګ سره به مخامخ شي. د پاکوالي دغه حکم به د هغوی نسل تل تر تله ساتي!

زه دغه خېمة ﷲ او قربانګاه تقديسوم. هارون او زامن يې هم تقديسوم، تر څو ما ته د امامت خدمت وکړي. په دې ترتيب به زما حضور له بني اسراييلو سره وي او زه به يې رب يم. دوی به وپوهېږي، چې زه ﷲ د دوی رب يم چې دوی مې له مصره راوايستل، تر څو زما حضور يې تر منځ واوسېږي.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست