حضرت موسی

د امامانو د لباس په اړه د خدای  فرمان

له بني اسراييلو څخه دې خپل ورور هارون او زامن يې ناداب، ابيهو، ايلعازر او ايتامار ځان ته وغواړه، تر څو دوی د امامانو په توګه زما خدمت ته وقف کړل شي. د دې وظيفې لپاره هارون ته داسې سپېڅلې جامې جوړې کړه چې شان او ښايست ولري. هغو صنعتګرانو او هنرمندانو ته چې ما استعداد ورکړی دی، ورته ووايه چې هارون ته سپېڅلې جامې جوړې کړي، تر څو هغه په تقدس سره زما د عبادت لپاره د امامت دنده تر سره کړي.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست