حضرت موسی

د خېمة ﷲ د جوړېدلو په اړه د خدای  فرمان

ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته امر وکړ: بني اسراييلو ته ووايه چې ما ته نذرانې راوړي. که د چا زړه غواړي چې څه ورکړي، نو ترې راټول يې کړه. نذرانې بايد په دې ډول وي:

سره زر، سپين زر، برونز
شنه، جيګري او سور رنګه تارونه
نازک کتاني رختونه او وژغنې
د مږانو سره شوي پوستکي او نورې ښې – ښې څرمنې
د اکاسي لرګي
د څراغونو لپاره د زيتونو تېل
د تقديس د تېلو لپاره او د خوشبويي د دودولو لپاره خوشبوداره توکي.
د لوی امام د خاصې جامې او د سينې د پوښ لپاره سليماني عقيق او نورې قيمتي ډبرې.

له دې توکو څخه به زما لپاره يو مقدس استوګنځای جوړ کړئ، چې زما حضور به پکې اوسي. دا سپېڅلې خېمه او لوازم به يې د هغې نقشې له مخې جوړوئ، چې زه به يې دروښيم.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست