حضرت موسی ﵇
د الهي ملاقات خېمه
د سفر په جريان کې به چې بني اسراييلو هر چېرې واړول، نو موسی ﵇ به يوه ځانګړې خېمه له نورو خېمو څخه يو څه لرې ودروله. دا خېمه د الهي ملاقت خېمه يادېدله، ځکه چې خلکو به په دې خېمه کې الهي مشوره تر لاسه کوله. کله چې به موسی ﵇ د خېمې په طرف ورروان و، ټول خلک به د خپلو – خپلو خېمو په دروازو کې تر هغه وخته ولاړ وو، چې دی ﵇ به خېمې ته دننه شو. بيا به هغه د پايې په شکل ورېځ د خېمې په دروازه کې ودرېدله. له دې وروسته به دننه ﷲ ﷻ له موسی ﵇ سره خبرې پيل کړې. کله چې به خلکو د خېمې پر دروازه باندې ورېځ وليده، نو په سجده به پرېوتل. ﷲ ﷻ به له موسی ﵇ سره داسې مستقيمې خبرې کولې، لکه څنګه چې يو ملګری يې له بل ملګري سره کوي. کله چې به موسی ﵇ له خېمې څخه راستون شو، نو د ده ﵇ ځوان مرستندوی يوشع بن نون ﵇ به له خېمې سره پاتې شو.
يوه ورځ موسی ﵇ ﷲ ﷻ ته عرض وکړ: يا خدايه! تا خو ما ته حکم راکړ چې دا خلک وعده کړل شوې ځمکې ته بوزه، مګر زه دې په دې نه يم پوهولی، چې په دې سفر کې له ما سره څوک ملګری کوې. تا خو پخپله فرمايلي وو، چې ته مې خاص منتخب يې او پر تا باندې زما د پېرزوينې نظر دی. که ستا د پېرزوينې نظر په رښتيا راباندې وي، نو خپله اراده راته څرګنده کړه، تر څو دې ښه وپېژنم او د پېرزوينې نظر دې راباندې پاتې شي او دا هم په نظر کې ونيسه، چې دا دې منتخب قوم دی.
ﷲ تعالی په ځواب کې وفرمايل: سمه ده، موسی! له تاسې سره به زما د ذات جلال ملګرتيا کوي او تا ته به سکون درکوي.
موسی ﵇ عرض وکړ: يا خدايه! که په دې سفر کې ستا د ذات د جلال ملګرتيا له موږ سره نه وي، نو دلته مو پرېږده. که ستا ملګرتيا راسره نه وي، نو خلک به څنګه پوه شي چې ستا د پېرزونې نظر پر ما او ستا پر منتخب قوم باندې دی؟ دا ستا حمايت او ملګرتيا ده چې ما او ستا منتخب قوم له هغو ټولو نورو قومونو څخه ځانګړي کوي، چې د ځمکې پر مخ اوسېږي.
ﷲ تعالی وفرمايل: ستا غوښتنه مې قبوله کړه! ځکه چې زه پر تا باندې د پېرزونې نظر لرم او ته مې خاص منتخب يې!