حضرت موسی ﵇
موسی ﵇ د بني اسراييلو لپاره شفاعت غواړي
په بله ورځ موسی ﵇ خلکو ته وفرمايل: تاسې لويه ګناه کړې ده. نو زه به ستاسې د شفاعت لپاره د خدای ﷻ حضور ته ورشم، چې ګوندې ګناه مو دروبخښي.
بيا موسی ﵇ د ﷲ تعالی په حضور کې حاضر شو او عرض يې وکړ: يا خدايه! دې خلکو لويه ګناه تر سره کړې ده. ځانونو ته يې له سرو زرو څخه معبود جوړ کړی. هيله کوم چې ته د دوی ګناه وروبخښې او که نه، نو زما نوم د حيات له کتابه لرې کړه.
ﷲ تعالی وفرمايل: نه! د هغه چا نوم به لرې کړم، چې زما پر وړاندې يې ګناه کړې ده!
په پای کې ﷲ تعالی خلک په يوه لويه بلا اخته کړل، ځکه چې دوی د سخوندر په شکل د هغه بت عبادت کړی و.
ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: تا خو د بني اسراييلو قوم له مصر څخه راوايست. اوس يې هغې ځمکې ته بوزه چې په اړه يې ما ابراهيم، اسحاق او يعقوب ته قسم کړی و، چې زه يې اولادې ته ورکوم. زه به ستاسې له قافلې مخکې يوه ملايکه ولېږم او هغه به ستاسې له رسېدو وړاندې هلته مېشت کنعانيان، اَموريان، هيتيان، پَرزيان، خِويان او يبوسيان له هغې ځمکې څخه وشړي. تاسې دغې له نعمتونو ډکې ځمکې ته روان شئ، چې شيدې او شات پکې پرېمانه دي. په دې سفر کې به زما د ذات جلال ستاسې ملګرتيا نه کوي، ځکه چې تاسې سرزوري او سرکښه خلک ياست. داسې نه شي چې په لاره کې تاسې زما د غضب ښکار شئ او زه مو هلاک کړم. اوس د ماتم لپاره خپلې ټولې ګاڼې وباسئ او لرې يې واچوئ. بيا به زه وګورم چې له تاسې سره څه وکړم.
بني اسراييلو چې دا بد خبر واورېد، نو ماتم يې شروع کړ. په هماغه ورځ يې خپلې ټولې ګاڼې لرې واچولې او بيا يې پر تن نه کړې.