حضرت موسی ﵇
موسی ﵇ بني اسراييلو ته د خېمة ﷲ د جوړولو په اړه د خدای ﷻ حکمونه بيانوي
بيا موسی ﵇ هغه دوې ډبرينې تختې، چې د عهد او تړون احکام پرې کښل شوي وو، په لاسونو کې واخيستلې او له سينا غره څخه راښکته شو. له ﷲ ﷻ سره د همکلامه کېدو په سبب يې مبارک مخ په الهي نور ځلېد، مګر دی ﵇ پرې نه و خبر. کله چې هارون ﵇ او بني اسراييلو د موسی ﵇ نوراني او ځلېدونکی مخ وليد، نو له دې څخه ووېرېدل چې هغه ﵇ ته نږدې ورشي. خو موسی ﵇ هارون ﵇ او قومي مشرانو ته غږ وکړ. دوی هم راغلل او موسی ﵇ ورته خبرې پيل کړې. بيا نور ټول بني اسراييل هم ورته راغلل او ده ﵇ دوی ته هغه ټول حکمونه ورسول، چې ﷲ ﷻ ورته په سينا غره کې ورکړي وو.
موسی ﵇ بني اسراييلو ته وفرمايل: ای خلکو، د ﷲ تعالی حکم واورئ چې فرمايي: خلک دې په خپله خوښه ﷲ ﷻ ته ډالۍ راوړي او دا ډالۍ به په دې توګه وي:
سره زر، سپين زر، برونز
شنه، جيګري او سور رنګه تارونه
نازک کتاني رختونه او وژغنې
د مږانو سره شوي پوستکي او نورې ښې – ښې څرمنې
د اکاسي لرګي
د څراغونو لپاره د زيتونو تېل
د تقديس د تېلو لپاره او د خوشبويي د دودولو لپاره خوشبوداره توکي
د لوی امام د خاصې جامې او د سينې د پوښ لپاره سليماني عقيق او نورې قيمتي ډبرې.
بيا دې ټول ماهر هنرمندان راشي او ټول هغه څه دې جوړ کړي چې ﷲ ﷻ فرمايلي دي.
د دې اعلان له اورېدو څخه وروسته ټول خلک د خپلو خېمو په طرف ولاړل او د هغو کارونو لپاره چې امر يې ﷲ ﷻ د موسی ﵇ په واسطه کړی و، هر چا چې زړه غوښتل، که نارينه و او که ښځينه، خپلې ډالۍ يې راوړې او په خپله خوښه يې ﷲ ﷻ ته وړاندې کړې.
بيا موسی ﵇ بني اسراييلو ته وفرمايل: ﷲ تعالی د يهودا له ټبر څخه بِزَليل بن اوري بن حور په خاص ډول ټاکلی دی او په خپل قدرت يې نازولی دی او د پوهې، حکمت، هنرونو او بېلابېلو مهارتونو خاوند يې ګرځولی دی. هغه په سرو زرو، سپينو زرو او يا برونزو کې نقشونه ايستلای شي او د ډبرو او لرګيو د تراشلو هنرونه يې زده دي. لنډه دا چې په ټولو هنرونو باندې پوهېږي. همدارنګه ﷲ تعالی د دان له ټبر څخه اُهولياب بن اخيسَمَک ته هم دا مهارتونه ورزده کړي دي. بِزَليل او اهولياب دواړو ته يې د دې استعداد ورکړی دی، چې دغه هنرونه نورو ته هم ورزده کړي. دوی دواړه يې ښه هنرمندان ګرځولي دي، تر څو د تراشلو، د نقش جوړولو، په کتانو کې په شنو، جيګري او سرو تارونو باندې د ګلدوزي او د اوبدلو کارونه تر سره کړي.
اوس دې بِزَليل او اُهولياب او هغه نور ټول کسان چې ﷲ تعالی هنرونه ورښودلي دي، خپل هنرونه د ﷲ تعالی له فرمان سره سم د مقدسې عبادتګاه په جوړولو او ښايسته کولو کې په کار واچوي.
لنډه دا چې بني اسراييلو خېمة ﷲ په هماغه بڼه جوړه کړه، چې موسی ﵇ ته ﷲ ﷻ حکم کړی و. کله چې موسی ﵇ وليدل ټول کارونه له الهي حکم سره سم تر سره شوي دي، نو خلکو ته يې د خير دعا وکړه.