حضرت موسی ﵇
بني اسراييل د خدای ﷻ عهد قبلوي
په بله ورځ موسی ﵇ سهار وختي راپاڅېد. د ﷲ ﷻ امر يې پر ځای کړ او د سينا د غره په لمن کې يې د قربانيو د وړاندې کولو ځای جوړ کړ. هلته يې د بني اسراييلو د دوولسو ټبرونو لپاره دولس څلي ودرول او يو څو ځوانان يې ولېږل، چې څو خوسکي د خدای ﷻ لپاره د سوځېدلې قربانۍ او د سولې نذرانې په ډول وړاندې کړي. موسی ﵇ د قرباني شوو حيواناتو نيمه وينه په لوښو کې واچوله او نيمه نوره يې د قربانۍ پر ځای وپاشله. ورپسې يې د خلکو په مخ کې الهي احکام تلاوت کړل. خلکو په يوه غږ وويل: ﷲ ﷻ چې هر څه فرمايلي دي، موږ به يې عملي کړو.
بيا موسی ﵇ په لوښو کې جمع شوې وينه راواخيسته. پر خلکو يې وپاشله او ويې فرمايل: په دې وينو باندې هغه عهد او تړون تصديق او ثبت شو، چې ﷲ ﷻ د دې احکامو په راکولو سره له موږ او تاسې سره قايم کړی دی.