حضرت موسی ﵇
خدای ﷻ بني اسراييلو ته ترخې اوبه په خوږو اوبو بدلوي
تر دې وروسته موسی ﵇ د حرکت امر وکړ او بني اسراييل د سره سمندرګي له غاړې څخه د شور بيابان خوا ته روان شول. دوی په بيابان کې درې ورځې سفر وکړ، خو هېڅ اوبه يې پيدا نه کړې. په پای کې يو ځای ته ورسېدل، چې هلته اوبه وې، خو ډېرې ترخې وې او د څښلو وړ نه وې. په همدې خاطر هغه ځای ماره (تريخ) بولي.
خلکو موسی ﵇ ته شکايت وکړ، چې اوس به څه څښو؟
موسی ﵇ ﷲ ﷻ ته د مرستې ناره وکړه او ﷲ ﷻ په ځواب کې د ده ﵇ پام يوه لرګي ته ورواړاوه. ده ﵇ هغه لرګی اوبو ته ورواچاوه او اوبه خوږې شوې.
په ماره کې ﷲ ﷻ بني اسراييلو ته يو حکم وکړ، تر څو چې د دوی اطاعت او وفاداري امتحان کړي، ويې فرمايل: که تاسې د خپل رب فرمان ته ښه غوږ ونيسئ او هغه څه وکړئ چې زما په نظر ښه دي، که زما احکامو ته غاړه کېږدئ او پر ځای يې کړئ، نو تاسې به له ټولو هغو مصيبتونو څخه ساتم، چې پر مصريانو باندې مې نازل کړي دي. زه ﷲ ستاسې شفا درکوونکی رب يم!
بيا بني اسراييل له هغه ځايه ايليم نومې ځای ته ولاړل. هلته دوولس چينې او د خرما اويا ونې وې. دوی هلته د اوبو په څنګ کې واړول.