حضرت موسی

په سره سمندرګي کې د بني اسراييلو پورې کېدل

بيا ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: نور د مرستې نارې مه وهه. بني اسراييلو ته ووايه چې مخ ته ولاړ شي. لکړه دې د سمندرګي خوا ته ونيسه، چې اوبه په منځ چاودې شي او د وچې ځمکې يوه لاره جوړه شي. وروسته دې بني اسراييل پر دغه وچه لاره د سمندرګي هغې بلې غاړې ته پورې شي. هغه وخت به زه د مصريانو زړونه سخت کړم، تر څو په تاسې پسې درروان شي، خو فرعون او د هغه ګاډۍ چلوونکي او سپاره لښکريان به مات کړم، چې په نتيجه کې به يې زما نوم او شان وځلېږي. بيا به هغه وخت ټول مصريان پوه شي، چې زه قادر ﷲ يم!

په دې وخت کې د خدای ﷻ لخوا هغه ملايکه چې د بني اسراييلو د کاروان په مخ کې يې د خلکو لارښوونه کوله، د دوی شا ته ولاړه او هغه د پايې په شکل ورېځ هم د دوی شا ته انتقال شوه او د مصريانو او بني اسراييلو تر منځ حايل او پرده شوه. کله چې د شپې تياره خپره شوه، هغه ورېځ په اور بدله شوه او رڼا يې کوله. په دې شپه مصريان بني اسراييلو ته نه شول رانږدې کېدای.

موسی ﵇ خپله لکړه د سمندرګي خوا ته ونيوله او ﷲ ﷻ له شرق څخه يو تېز باد راوالوزاوه. باد ټوله شپه وچلېد، چې په پايله کې يې د سمندرګي اوبه چاودې شوې او په منځ کې يې يوه وچه لاره پيدا شوه. په داسې حال کې چې پر دواړو خواوو يې اوبه د دېوال په شان درېدلې وې، بني اسراييل پر دغه وچه لاره له سمندرګي تېر شول.

په دې وخت کې فرعون له خپلو ټولو ګاډۍ چلوونکو او سپرو لښکريانو سره په دوی پسې سمندرګي ته ورننووت. تر سپېدو مخکې د پايې په شکل د شعله ورې ورېځې له منځه ﷲ ﷻ پر مصري لښکر باندې د قهر نظر واچاوه او ګډوډي يې پکې واچوله. د ټولو ګاډيو عرابې يې وربندې کړې، تر څو ګاډۍ په ډېرې سختۍ سره مخ ته ولاړې شي. د دې حالت په ليدو سره مصريانو يو بل ته وويل: راځئ بني اسراييل پرېږدو او له دې ځايه پښې سپکې کړو! لکه چې ﷲ پخپله زموږ پر خلاف د دوی لپاره جنګېږي.

په دې وخت کې ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: بيا دې لکړه د سمندرګي خوا ته ورونيسه، چې اوبه بېرته خپل حالت ته وګرځي او د مصر ګاډۍ چلوونکي او سپاره لښکريان پکې غرق شي.

موسی ﵇ هم د لمر خاته پر مهال خپله لکړه د سمندرګي خوا ته ونيوله او اوبه بېرته سره ورغلې. مصريانو ډېرې هلې ځلې وکړې چې ځان وژغوري، خو ﷲ ﷻ دوی په اوبو لاهو کړل. په دې اوبو کې فرعون او د هغه ټول ګاډۍ چلوونکي او سپاره لښکريان غرق او هلاک شول. يو کس يې هم ژوندی پاتې نه شو. خو بني اسراييل ټول خوندي وو، ځکه چې ﷲ ﷻ د سمندرګي اوبه پر دواړو خواوو د دېوال په شان درولې وې او دوی پر وچه لاره تر سمندرګي پورې وتلي وو. په دې ډول په هغه ورځ باندې ﷲ ﷻ بني اسراييل د مصريانو له منګولو څخه خلاص کړل او بني اسراييلو د سمندرګي پر غاړه د مصريانو مړي پراته وليدل. بني اسراييلو چې وليدل، ﷲ ﷻ په خپل قدرتمن لاس څنګه مصريان له منځه يووړل، نو په زړونو کې يې د ﷲ ﷻ وېره پيدا شوه او پر خدای ﷻ او د خدای ﷻ پر خدمتګار موسی ﵇ باندې يې يقين وکړ.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست