حضرت موسی ﵇
د پنا د اختر لمانځل او د مصريانو د لومړيو پيدا شوو زامنو د وژل کېدو عذاب
له مصره د بني اسراييلو تر وتلو مخکې ﷲ ﷻ موسی او هارون ﵇ ته وفرمايل: له دې وروسته به دا مياشت ستاسې بني اسراييلو لپاره د کال لومړنۍ مياشت وي. نو ټولو بني اسراييلو ته دا حکم ورسوئ: د دغې مياشتې په لسمه نېټه به هره کورنۍ د قربانۍ لپاره يو وری يا يو سېرلی راواخلي. که د کومې کورنۍ شمېر کم وي، نو له يوې بلې ګاونډۍ کورنۍ سره دې شريک شي. وری يا سېرلی بايد دومره غټ وي، چې غوښه يې د دواړو کورنيو هر کس ته ورسېږي. وری يا سېرلی بايد نر، يو کلن او بې عيبه وي. هره کورنۍ به خپل وری يا سېرلی د دې مياشتې تر څوارلسمې ورځې پورې ساتي. د دې ورځې د لمر لوېدو پر مهال دې ټول بني اسراييل دغه وري او يا سېرلي حلال کړي. بيا دې هره کورنۍ له دغو وينو څخه لږې وينې واخلي او د خپل کور د دروازې د چارچوب پر پورتني او ولاړو تيرانو باندې دې وشيندي. په همدې شپه دې د قربانۍ دغه غوښه پر اور کباب کړي، له پتيرې ډوډۍ او ترخو سبزيو سره دې يې وخوري. غوښه به اومه او يا په اوبو کې پخه شوې نه خوري، بلکې ټوله غوښه به له سر، پښو او له لړمون سره پر اور کباب کړي او ټوله به د همدې شپې تر سهاره پورې خوري. که کومه برخه پاتې شوه، هغه به په اور کې سوځوي. تر خوړو مخکې بايد هر کس سفر ته ملاتړلی واوسي. څپلۍ به په پښو کوي. خپله لکړه به په لاس کې نيسي او بيا به په بېړې سره خوراک کوي. دا د پنا اختر دی چې زما لپاره ادا کېږي. په همدې شپه به زه پر مصر د قهر او عذاب نظر وکړم او د مصريانو ټول لومړي پيدا شوي زامن او د دوی د څارويو لومړي نر بچيان به ووژنم. په دې سره به زه د مصر له خدايانو سره حساب او کتاب وکړم. زه يوازېنی خدای ﷲ يم. کومې وينې چې تاسې بني اسراييلو د کورونو د دروازو پر چارچوب پاشلې دي، دا به يوه نښه وي. د دې وينو په ليدلو سره به زه د هغه کور غړي په خپله پنا کې ساتم او له دې څخه به تېرېږم، چې پر يادو کسانو دا ويرانوونکی عذاب نازل کړم، لکه پر مصريانو چې يې نازلوم. دا ورځ به هر کال ستاسې لپاره يوه يادګاري ورځ وي، نسل پر نسل به يې د اختر په توګه زما لپاره لمانځئ. دا به يو هميشنی قانون وي.
موسی ﵇ د بني اسراييلو ټول مشران راغونډ کړل او دا هدايت يې ورته وکړ: هره کورنۍ دې د قربانۍ لپاره يو وری يا سېرلی وټاکي او د پنا د اختر لپاره دې يې حلال کړي. د کورنۍ غړي دې د حيوان وينې په يوه لګن کې واچوي او بيا دې د بوټو يوه ګېډۍ راواخلي. په وينو کې دې يې ووهي او د کور د دروازې د چارچوب پر پورتنيو برخو او ولاړو تيرانو دې وينه وپاشي. خبردار، چې تر سهاره پورې څوک د کور تر دروازې دباندې ونه وزي! دا ځکه چې هغه شپه به ﷲ ﷻ پر مصر د قهر او عذاب نظر وکړي. کله چې د کوم کور پر چارچوب باندې دغه وينه وويني، نو هغه کورنۍ به په خپله پنا کې وساتي او ملک الموت ته به اجازه ورنه کړي، چې ورننوزي او په عذاب يې ووهي. دغه لارښوونه ستاسې لپاره يو حکم او قانون دی چې تل به يې تاسې او ستاسې اولادونه تر سره کوي. کله چې ﷲ ﷻ تاسې هغې ځمکې ته بوزي، چې د ورکولو وعده يې زموږ قوم ته کړې ده، نو هر کال به د دې ورځې په ياد د پنا اختر لمانځئ. کله چې ستاسې اولادونه درڅخه پوښتنه وکړه، چې د دې اختر څه مقصد دی؟ نو تاسې ورته وواياست: موږ د پنا د اختر قربانۍ ﷲ ﷻ ته د شکرانې په توګه کوو، ځکه چې په دغه شپه ﷲ ﷻ د مصريانو لومړي پيدا شوي زامن ووژل، خو زموږ کورنۍ يې په خپلې پنا کې وساتلې او له دې عذاب څخه يې نجات راکړ.
د دې خبرو په اورېدو سره بني اسراييل ﷲ ﷻ ته په سجده پرېوتل. بيا ولاړل او هماغه کارونه يې تر سره کړل، څه چې موسی او هارون ﵇ د ﷲ ﷻ لخوا ورته فرمايلي وو.
په نيمه شپه کې ﷲ ﷻ د فرعون له مشر زوی څخه نيولې، چې پر تخت ناست و، د هغه بندي تر مشر زوی پورې چې په بندي خانه کې پروت و، د ټولو مصري کورنيو لومړي پيدا شوي زامن ووژل. حتی د مصريانو د څارويو لومړي نر بچيان يې هم مړه کړل. د دې مصيبت په شپه فرعون، درباريان او د مصر ټول خلک راويښ شول او له ډېره غمه يې لوړې چيغې پيل کړې، ځکه چې په مصر کې داسې مصري کورنۍ نه وه، چې په کور کې يې مړی نه و شوی.