حضرت موسی

د مصريانو د لومړيو پيدا شوو زامنو د وژل کېدو د عذاب اعلانېدل

فرعون يو ځل بيا موسی ﵇ ځان ته وروغوښت او ورته ويې ويل: ای موسی! تاسې بني اسراييل ولاړ شئ او ﷲ ته عبادت وکړئ. عيال او بچيان مو هم درسره بوزئ، خو خپل مال او څاروي به په مصر کې پرېږدئ.

موسی ﵇ وفرمايل: پاچا صاحب! داسې نه شي کېدای. د خپلو حيواناتو د بېولو اجازه هم راکړئ، تر څو وکولای شو خپل رب ﷲ ﷻ ته قربانۍ وکړو. زموږ ټول مالونه او څاروي به راسره ځي. يو به هم دلته پاتې نه شي. له هغو څخه به ځينې وټاکو، تر څو خپل رب ﷲ ﷻ ته يې قرباني کړو، خو تر هغې پورې چې منزل ته نه يو رسېدلي، موږ ته به نه وي معلوم، چې کوم حيوانات بايد ﷲ ﷻ ته قرباني کړو.

ﷲ ﷻ بيا هم د فرعون په زړه کې سختي واچوله او هغه بني اسراييلو ته د تلو اجازه ورنه کړه. موسی ﵇ ته يې په قهرجنه لهجه وويل: زما له مخې لرې شه! که بيا زما مخې ته راغلې، نو مړ به دې کړم!

موسی ﵇ وفرمايل: سمه ده، بيا به دې مخې ته رانه شم، مګر د ﷲ ﷻ دغه فرمان واوره! په نيمه شپه به زه ټول مصريان په خپل غضب اخته کړم او د فرعون له لومړي زويه نيولې، چې پر تخت ناست دی، د هغې نوکرې تر لومړي زوی پورې چې مېچنه چلوي، د ټولو مصري کورنيو لومړي پيدا شوي زامن به ووژنم. حتی د مصريانو د څارويو لومړني نر بچيان به هم مړه شي. په مصر کې به د غم دومره سختې چيغې او ژړاګانې واورېدل شي، چې ساری يې د مصر په ټول تاريخ کې نه وي اورېدل شوی او په راتلونکي کې به هم وانه ورېدل شي، خو د بني اسراييلو په سيمه کې به داسې آرامتيا او سکون وي، چې د سپي غپا به هم وانه ورېدل شي. بيا به وپوهېږې، چې دغه بلا چې ﷲ ﷻ پر مصريانو نازله کړې ده، بني اسراييل يې ترې خوندي کړي دي.

بيا موسی ﵇ زياته کړه: په هغه وخت کې به ستا ټول درباريان رامنډه کړي، زما په پښو کې به راولوېږي او په عذر او زاريو به راته ووايي، چې ای موسی! هيله کوو، له مصره ولاړ شه! خپل خلک هم درسره بوزه! اوس نو ولاړم!

په همدې سره موسی ﵇ په ډېر قهر سره د فرعون له درباره ووت.

ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: ای موسی! دا ځل به پر فرعون او مصريانو د وروستي ځل لپاره عذاب نازل کړم. له هغه وروسته به فرعون بني اسراييلو ته نه يوازې د تلو اجازه ورکړي، بلکې له دې ملکه به يې په زوره وشړي. بني اسراييلو ته ووايه چې له خپلو مصري ګاونډيانو څخه د سرو او سپينو ګاڼې او زېورات وغواړي.

ﷲ ﷻ مصريان پر بني اسراييلو مهربان کړل او موسی ﵇ هم د فرعون د درباريانو او نورو مصريانو پر وړاندې د قدر وړ شخصيت و.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست