حضرت موسی ﵇
د ملخانو عذاب
بيا ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: ما د فرعون او درباريانو په زړونو کې ځکه سختي اچولې ده، تر څو د دوی په منځ کې دا الهي نښې وروښيم او دا به ستا لپاره هم يو مثال وي، چې ما له مصريانو سره څنګه سخت چلند وکړ او خپلې نښې مې د دوی په منځ کې څنګه ښکاره کړې. دا خبرې به خپلو اولادونو او لمسيانو ته وکړې او تاسې به په دې ښه وپوهېږئ، چې قادر ﷲ زه يم! اوس فرعون ته ورشه!
موسی او هارون ﵇ هم فرعون ته ورغلل او ورته ويې فرمايل: پاچا صاحب! د بني اسراييلو رب ﷲ ﷻ فرمايلي دي: تر کله به زما په وړاندې له سر ټيټولو څخه انکار کوې؟ زما منتخب قوم پرېږده چې ولاړ شي، زما عبادت وکړي. که دې دا ځل انکار وکړ، نو سبا به ستا پر ملک باندې د ملخانو عذاب نازل کړم. ملخان به دومره ډېر او خپاره شي، چې د ځمکې مخ به درڅخه پټ کړي. کوم بوټي چې د ږلۍ په طوفان کې نه دي تخريب شوي او کوم نيالګي چې په دې شپو او ورځو کې تازه راشنه شوي دي، ملخان به يې ټول وخوري. ستا، ستا د درباريانو او خلکو کورونه به پر سر واخلي. داسې سخت آفت به وي، چې د مصر په تاريخ کې ستاسې پلرونو او نيکونو په سترګو نه وي ليدلی.
په همدې سره موسی ﵇ د فرعون له درباره ووت.
درباريانو فرعون ته وويل: پاچا صاحب! دا سړی به تر کله پورې زموږ لپاره مصيبت جوړېږي؟ د هغه د لاسه ټول مصر تباه او برباد شوی دی. بس دی نور! د هغه قوم پرېږده چې ولاړ شي او خپل رب ﷲ ته عبادت وکړي.
د دې په اورېدو سره فرعون موسی او هارون ﵇ بېرته راوغوښتل او ورته ويې ويل: تاسې بني اسراييل ولاړ شئ! خپل خدای ته عبادت وکړئ! خو دا راته وواياست، چې څوک – څوک به ځئ؟
موسی ﵇ وفرمايل: موږ بني اسراييل به ټول واړه او زاړه، له خپلو زامنو، لوڼو او رمو سره ځو، چې ﷲ ﷻ ته د قربانۍ اختر وکړو.
فرعون په قهر سره موسی ﵇ ته وويل: آيا تاسې دا تمه راڅخه لرئ، چې زه به ووايم: «ﷲ مو مل شه، درته اجازه ده. خپل عيال او بچيان درسره بوزئ.»؟ هېڅکله نه! ستاسې ناوړه اراده راته له ورايه ښکاري. يوازې نارينه وو ته اجازه ده، چې د عبادت لپاره ولاړ شي. نور نو څه غواړئ؟
تر دغو خبرو وروسته فرعون موسی او هارون ﵇ له درباره وشړل.
ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: لکړه دې پورته کړه تر څو په مصر کې د ملخانو سېل راشي. هغه ټول بوټي به وخوري چې د ږلۍ په طوفان کې له منځه نه دي تللي.
موسی ﵇ هم لکړه پورته کړه او د ﷲ ﷻ په قدرت سره پر مصر له شرق څخه يو باد راوالوت، چې ټوله ورځ او شپه وچلېد. کله چې سهار شو، باد له ځان سره ملخان راوړل. د مصر له يوه سره تر بل سر پورې ملخانو يرغل وکړ. په دومره زيات شمېر يې بريد وکړ، چې ساری يې د مصر په تاريخ کې نه و ليدل شوی او لا تر اوسه هم نه دی ليدل شوی. ملخانو د ځمکې سر وپوښاوه او ځمکه داسې ښکاره کېده، لکه رنګ يې چې تور وي. هغه بوټي او د ونو مېوې يې وخوړلې، چې د ږلۍ په طوفان کې له منځه نه وې تللې. په مصر کې يوه شنه پاڼه هم جوړه پاتې نه شوه.
فرعون د دې حال په ليدلو سره سمدستي موسی او هارون ﵇ وروغوښتل او ورته يې وويل: ما ستاسې او ستاسې د رب ﷲ پر وړاندې ګناه کړې ده. ای موسی! هيله کوم، زما دا ګناه راوبخښه او خپل خدای ته دعا وکړه، چې دغه هلاکوونکې بلا مې له سره لرې کړي.
موسی ﵇ د فرعون له درباره ووت او ﷲ ﷻ ته يې دعا وکړه. ﷲ ﷻ هم د باد لوری بلې خوا ته واړاوه، چې د غرب له خوا باد په چلېدو شو او دغه ټول ملخان يې سره سمندرګي ته يووړل، تر دې چې په مصر کې يو ملخ هم پاتې نه شو. مګر ﷲ ﷻ د فرعون په زړه کې سختي واچوله او فرعون بني اسراييلو ته بيا هم د تلو اجازه ورنه کړه.