حضرت موسی

پر څارويو د وژونکي مرض عذاب

بيا ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: ای موسی! فرعون ته ورشه او ورته ووايه، چې د بني اسراييلو رب ﷲ ﷻ فرمايلي دي: زما منتخب قوم پرېږده چې ولاړ شي او زما عبادت وکړي. که دې بيا د دوی له تلو څخه انکار وکړ او خپلې منګولې دې پرې ښخې وساتلې، نو ﷲ ﷻ به په خپل قدرتمن لاس سره ستاسې ټول څاروي آسونه، خرونه، اوښان، غوايان، غواګانې، پسونه او وزې، په يوه وژونکې ناروغۍ اخته کړي. خو ﷲ ﷻ به د بني اسراييلو او مصريانو په څارويو کې دا فرق کېږدي، چې د بني اسراييلو څاروي به يو هم مړ نه شي. ﷲ ﷻ فرمايلي دي چې دا بلا به سبا پر مصر رانازله کړي.

په دا بله ورځ ﷲ ﷻ هماغسې وکړل. د مصر ټول څاروي مړه شول، خو د بني اسراييلو يو څاروی هم مړ نه شو. فرعون خپل کسان ګوشن ته د حال معلومولو لپاره ولېږل. دوی بېرته دا حال راووړ، چې د بني اسراييلو څاروي يو هم نه دی مړ شوی. خو بيا هم د دې خبرې له اورېدو سره – سره فرعون پر خپل ضد ټينګ ولاړ و او بني اسراييلو ته يې د تلو اجازه ورنه کړه.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست