حضرت موسی

د چونګښو عذاب

له دې وروسته ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: ای موسی! فرعون ته ورشه او ورته ووايه چې ﷲ ﷻ فرمايلي دي: زما منتخب قوم بني اسراييل پرېږده چې ولاړ شي تر څو زما عبادت وکړي. که دې دا ځل هم انکار وکړ، نو ستا پر ټول ملک به د چونګښو عذاب نازل کړم. د نيل سيند به له چونګښو دومره ډک شي چې له اوبو څخه به وچې ته راووزي او ستا قصر، بلکې ستا د خوب ځای او بسترې ته به هم درورسېږي. چونګښې به ستا د درباريانو او خلکو په کورونو کې هم خپرې شي. ستاسې تنورونو او ښانَکونو ته به درورسېږي. تر دې حده به ډېرې شي چې ستا او ستا د خلکو او درباريانو پر بدنونو به دروخېژي.

ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: هارون ته ووايه چې خپله لکړه دې سيندونو، ويالو او ډنډونو ته ورونيسه، تر څو چونګښې له اوبو څخه ځمکې ته راووزي.

هارون ﵇ هم د مصر د اوبو په طرف لکړه ونيوله او له اوبو څخه چونګښې راووتلې او د مصر ټوله ځمکه يې پر سر واخيسته. د مصر جادوګرانو هم خپل جادو په کار واچاوه او ويې کړای شول، چې ځمکې ته له اوبو څخه چونګښې راوباسي. فرعون موسی او هارون ﵇ راوغوښتل او ورته ويې ويل: تاسې ﷲ ته دعا وکړئ چې دا د چونګښو بلا زما او زما د خلکو له سره لرې کړي. بيا به بني اسراييلو ته اجازه ورکړم چې ولاړ شي او ﷲ ته قربانۍ وکړي.

موسی ﵇ ورته وفرمايل: سمه ده. ووايه چې زه ستا او ستا د درباريانو او خلکو لپاره څه وخت دعا وکړم، چې خدای ﷻ د چونګښو عذاب درڅخه پورته کړي او چونګښې به تاسې او ستاسې کورونه خوشې کړي او يوازې به په سيند کې پاتې شي.

فرعون وويل: سبا يې وکړه.

موسی ﵇ وفرمايل: سمه ده! غوښتنه دې قبلېږي. چونګښې به تا، ستا کورونه، ستا درباريان او ستا خلک پرېږدي او يوازې به په سيند کې پاتې شي. بيا به ته پوه شې چې زموږ رب ﷲ ﷻ ساری او سيال نه لري!

بيا موسی او هارون ﵇ د فرعون له درباره ووتل. موسی ﵇ ﷲ ﷻ ته دعا وکړه چې د چونګښو عذاب د فرعون له سره پورته کړي. ﷲ ﷻ د موسی ﵇ دعا قبوله کړه. په کورونو، حويليو او کښتونو کې ټولې چونګښې مړې شوې. مصريانو دغه مړې شوې چونګښې راټولې کړې او په غټو امبارونو کې يې سره کوټه کړې. په ټول مصر کې ډېر بد بوی راپورته شو. کله چې فرعون وليدل چې عذاب لرې شوی دی، نو خپل زړه يې سخت کړ او لکه څنګه چې ﷲ ﷻ فرمايلي وو، د دوی ﵇ خبرو ته يې غوږ ونه نيو.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست