حضرت موسی

د فرعون په مخکې موسی او هارون لکړه په مار بدلوي

ﷲ ﷻ وفرمايل: ای موسی! په ياد ولره چې ما ستا ورور هارون ستا وياند مقرر کړی دی. هغه به دې خبرې په هغه ډول فرعون ته رسوي، لکه څرنګه چې پيغمبران زما پيغام رسوي. هر څه چې زه درته وايم، ته به يې خپل ورور هارون ته وايې او هغه به فرعون ته وايي، چې بني اسراييلو ته اجازه ورکړي، تر څو له مصره ولاړ شي. خو زه به د فرعون په زړه کې سختي واچوم او هغه به ستا خبرې ونه مني. بيا به په مصر کې زيات شمېر نښې او معجزې تر سره کړم. په خپل قدرتمن لاس به مصريان په لويو – لويو عذابونو اخته کړم او خپل منتخب قوم بني اسراييل به له مصره وباسم. کله چې مصريان وګوري چې ما په خپل قدرتمن لاس بني اسراييل د دوی له منګولو څخه خلاص کړي دي، نو په زړه کې به يې تېر شي چې زه قادر ﷲ يم! فرعون به درڅخه وپوښتي: ما ته داسې يوه معجزه راوښيئ، چې د هغې په ليدلو سره زما يقين درباندې راشي. هغه وخت به ته هارون ته ووايې: خپله لکړه دې د فرعون مخې ته پر ځمکه وغورځوه او لکړه به په يوه لوی مار بدله شي.

موسی او هارون ﵇ هماغسې عمل وکړ، لکه څنګه چې ﷲ ﷻ ورته فرمايلي وو. په هغه وخت کې د موسی ﵇ مبارک عمر اتيا او د هارون ﵇ مبارک عمر درې اتيا کاله و.

لنډه دا چې موسی او هارون ﵇ د فرعون دربار ته ورغلل او الهي فرمان يې پر ځای کړ. هارون ﵇ خپله لکړه د فرعون او درباريانو مخې ته پر ځمکه وغورځوله او لکړه د يوه لوی مار په شکل بدله شوه. په دې وخت کې فرعون د مصر ټول پوهان او جادوګران راحاضر کړل. دوی هم د خپل جادو په زور همدا کار وکړ. خپلې لکړې يې پر ځمکه وغورځولې او ماران ځينې جوړ شول، خو هغه مار چې د هارون ﵇ له لکړې څخه جوړ شوی و، د جادوګرانو ماران يې تر ستوني تېر کړل. د دې معجزې له ليدو سره – سره د فرعون زړه هماغه شان سخت پاتې شو او لکه څنګه چې ﷲ ﷻ مخکې فرمايلي وو، د موسی او هارون ﵇ خبرو ته يې غوږ ونه نيو.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست