حضرت موسی ﵇
ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته د نجات وعده ورکوي
ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: اوس به ته وګورې چې زه له فرعون سره څه کوم. په خپل قدرتمن لاس به يې مجبور کړم چې نه يوازې بني اسراييلو ته د تلو اجازه ورکړي، بلکې په زوره به يې له مصره وشړي. په ياد يې وساته چې زه ﷲ يم. پخوا چې مې کله ابراهيم، اسحاق او يعقوب په خپل ديدار مشرف کړل، د قادر مطلق خدای په نوم مې ځان ورمعرفي کړ، خو دا خپل نوم مې، قايم او دايم ﷲ ورته ونه ښود. ما له دوی سره عهد او تړون کړی و، چې زه به د کنعان ځمکه ورکوم، چېرې چې دوی د مهاجرت شپې او ورځې تېرې کړې وې. ما د بني اسراييلو د مرستې نارې سورې اورېدلي دي، چې دوی د مصريانو تر غلامۍ لاندې کړې دي او دغه عهد او تړون مې په نظر کې نيولی دی.
ای موسی! ته بني اسراييلو ته زما دغه پيغام ورسوه، چې زه ﷲ يم او د مصريانو له ظلمونو څخه به مو خلاصوم او له غلامۍ څخه به مو آزادوم. په خپل قدرتمن لاس به مصريان په لويو – لويو عذابونو اخته کړم او تاسې ته به نجات درکړم. تاسې به خپل منتخب قوم وګرځوم او زه به مو خدای يم. بيا به وپوهېږئ چې زه مو خدای ﷲ يم، چا چې د مصريانو له غلامۍ څخه خلاص کړي ياست. هغې ځمکې ته مو بيايم چې ما يې د ورکولو قسم له ابراهيم، اسحاق او يعقوب سره کړی و او دا به تل ستاسې ملکيت وي. زه ﷲ يم.
موسی ﵇ هم د ﷲ ﷻ دغه پيغام بني اسراييلو ته ورورساوه، خو څرنګه چې بني اسراييل د سختو کارونو له فشار څخه په تنګ راغلي وو او روحيه يې له لاسه ورکړې وه، نو د موسی ﵇ خبرو ته يې غوږ ونه نيو.
په دې وخت کې ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: فرعون ته ورشه او ورته ووايه چې بني اسراييلو ته اجازه ورکړي، تر څو له مصره ولاړ شي.
موسی ﵇ وويل: يا زما ربه! که بني اسراييل زما خبره نه مني، نو فرعون به يې څنګه ومني؟ او بله دا چې زما ژبه فصيحه او روانه نه ده!