حضرت موسی ﵇
په مصر کې د بني اسراييلو له کړاوونو ډک ژوند
د اسراييل يعنې يعقوب ﵇ د هغو زامنو نومونه، چې خپل اهل و عيال ته يې حرکت ورکړی و او مصر ته له خپل پلار سره راغلي وو، دا دي:
روبين
شمعون
لاوي
يهودا
يساکر
زبولون
بنيامين
دان
نَفتالي
جاد
اَشير.
مصر ته د داخلېدو په وخت کې د يعقوب ﵇ د اهل و عيال شمېر، د يوسف ﵇ د کورنۍ په ګډون، چې مخکې لا په مصر کې وو اويا کسان وو. د وخت په تېرېدو سره يوسف ﵇، وروڼه يې او د دوی د زمانې ټول خلک وفات شول، خو نسل يې ډېر اولادونه راوړل او د بني اسراييلو شمېر ورځ تر بلې زياتېده. له دې کبله له دوی څخه يو لوی قوت جوړ شو او په هغه ځمکه کې خپاره شول چې دوی ته ورکړل شوې وه.
ډېر کلونه وروسته يو نوی پاچا د مصر پر تخت کېناست، چې د يوسف ﵇ په قدر نه پوهېد. يوه ورځ پاچا خپلو وزيرانو او مشاورينو ته وويل: د بني اسراييلو شمېر تر موږ مصريانو ډېر دی او د دوی قوت نسبت موږ ته زيات شوی دی. نو بايد يوه لاره وسنجوو، چې د دوی د لا زياتېدو مخه ونيسو. داسې نه، چې د کومې جګړې په دوران کې دوی زموږ له دښمنانو سره يو ځای شي او زموږ پر خلاف جنګ وکړي. بيا به پر مصر قبضه وکړي.
په پای کې يې پرېکړه پر دې شوه، چې بني اسراييل خپل غلامان کړي. مصريانو هم بني اسراييل خپل غلامان کړل. پاچا پر دوی څارونکي مقرر کړل تر څو اجباري کارونه پرې وکړي. بېګار يې کړل چې د شاهي ذخيرو لپاره د رامسِس او پيتوم ښارونه جوړ کړي، مګر هر څومره چې به پاچا پر بني اسراييلو ظلمونه کول، په هماغه اندازه به دوی زيات او خپرېدل. په دې خاطر له بني اسراييلو څخه د مصريانو ډار او وېره ډېرېده.
نو مصريانو په ډېرې بې رحمۍ سره د بني اسراييلو پر اوږو د درنو کارونو پېټي وراچول. ژوند يې ورتريخاوه. د خښتو پخونې او د بزګرۍ سخت کارونه به يې پرې کول او ډېر ظالمانه چلند يې ورسره کاوه.
يوه ورځ پاچا د بني اسراييلو دوې قابلې راوغوښتلې، چې نومونه يې شِفره او فوعه وو او ورته ويې ويل: کله چې تاسې د ښځو د ولادت لپاره وبلل شئ وګورئ، که زوی و، نو ويې وژنئ او که لور وه، ژوندۍ يې پرېږدئ.
خو قابلې له ﷲ ﷻ څخه وېرېدې او د پاچا امر يې نه پر ځای کاوه. د بني اسراييلو نارينه ماشومان يې ژوندي پرېښودل.
پاچا چې په دې حال خبر شو، نو قابلې يې راوغوښتې او ورته ويې ويل: دا تاسې څه کار کړی دی؟ د بني اسراييلو نر ماشومان مو ولې ژوندي پرې ايښي دي؟
دوی وويل: ای پاچا! د بني اسراييلو ښځې تر مصري ښځو غښتلې دي. مخکې له دې چې کومې ښځې ته ورورسېږو، هغې لا د مخه ماشوم زېږولی وي.
دا چې قابلې له خدای ﷻ څخه وېرېدلې، نو خدای ﷻ هم ښېګڼه ورسره وکړه او په اولادونو يې ونازولې. په دې خاطر د بني اسراييلو شمېر نور هم مخ پر زياتېدو و او قوت يې ورځ تر بلې ډېرېده.
له دې وروسته پاچا خپلو کسانو ته امر وکړ، چې د بني اسراييلو نوي پيدا شوي زامن د نيل سيند ته وغورځوئ او لوڼې يې ژوندۍ پرېږدئ!