حضرت يوسف ﵇
د يعقوب ﵇ وفات
بيا يې دوی ټولو ته وصيت وکړ، چې زما مرګ رانږدې دی. تاسې به مې جسد کنعان ته وړئ او هلته به مې د مَکفيلې په غار کې ښخوئ، چې مَمري ته نږدې پروت دی او ابراهيم ﵇ زموږ د کورنۍ لپاره د بني هيتو له عفرون بن صوحر څخه په بيه اخيستی و. په هغه غار کې ابراهيم ﵇، د هغه مېرمن ساره ﵂، اسحاق ﵇ او د هغه مېرمن رفقه ښخ شوي دي. ما خپله مېرمن ليا هم همالته ښخه کړې ده.
تر دغو خبرو وروسته يعقوب ﵇ وروستي نفسونه وکښل او له دې فاني دنيا څخه يې سترګې پټې کړې.
يوسف ﵇، په داسې حال کې چې ژړل يې، ځان د خپل پلار پر مبارک جسد باندې ورټيټ کړ او ښکل يې کړ. بيا يې خپلو طبيبانو ته امر وکړ چې جسد موميايي کړي. طبيبانو هم د يوسف ﵇ امر پر ځای کړ. دغه کار څلوېښت ورځې دوام وکړ، ځکه چې د موميايي کولو لپاره د مصريانو په دود او دستور کې څلوېښت ورځې په کار وې. د يعقوب ﵇ د وفات په مناسبت د اوياوو ورځو لپاره په مصر کې ماتم جوړ شو.
يوسف ﵇ او وروڼو يې د خپل پلار له وصيت سره سم د هغه جنازه کنعان ته يووړه او له خپلو پلرونو سره يې يو ځای دفن کړ.