حضرت ابراهيم ﵇
د ابراهيم ﵇ وفات
د ساره ﵂ تر وفات وروسته ابراهيم ﵇ بيا واده وکړ. دغه ښځه يې قطوره نومېده او له هغې څخه د ابراهيم ﵇ شپږ زامن پيدا شول، چې نومونه يې دا دي: زِمران، يُقشان، مِدان، مَديَن، يِشباق او شُواح. ابراهيم ﵇ د خپل ټول جايداد، مال او دولت وارث اسحاق ﵇ وګرځاوه، خو تر خپل وفات مخکې يې خپلو نورو زامنو ته هم سوغاتونه ورکړل او مشرقي خوا ته يې واستول، تر څو له اسحاق ﵇ څخه جلا واوسېږي.
په پای کې ابراهيم ﵇ په يو سل او پنځه اويا کلنۍ کې رحلت وکړ. اسماعيل او اسحاق ﵇ يې مړی د مَکفيلې په غار کې دفن کړ. دا هماغه غار و، چې ابراهيم ﵇ له بني هيتو څخه اخيستی و او ساره ﵂ يې هم پکې ښخه کړې وه.
د ابراهيم ﵇ له وفات وروسته اسحاق ﵇ د ليدونکي او ژوندي خدای د چينې په شاوخوا کې استوګن شو او ﷲ ﷻ خپل رحمتونه او برکتونه ورباندې ورول.