حضرت ابراهيم ﵇
ابراهيم ﵇ د سدوم د خلکو شفاعت کوي
له دې وروسته درې مېلمانه راپورته شول، تر څو د سدوم ښار ته روان شي. ابراهيم ﵇ بدرګه کړل او يو څه فاصله ورسره ولاړ. په دغه وخت کې ﷲ ﷻ وفرمايل: زه به خپل مقصد له ابراهيم څخه پټ نه کړم، ځکه چې د ده له نسله به يو لوی او قدرتمند قوم جوړ کړم او د دنيا ټول قومونه به د ده په وسيله برکت پيدا کړي. ما ابراهيم لارښود مقرر کړی دی، تر څو دی خپل اولادونه او نسل سمې لارې ته هدايت کړي او هغوی په انصاف او راستکارۍ سره زما فرمانبرداري وکړي. بيا به د ابراهيم لپاره خپله وعده پوره کړم.
له دې وروسته ﷲ تعالی ابراهيم ﵇ ته وفرمايل: ای ابراهيمه! د سدوم او عمورې ښارونو د خلکو ګناهونه ډېر زيات شوي دي او پر خلاف يې ناره زما حضور ته رارسېدلې ده. ما پرېکړه کړې، تر څو له دوی سره له نږدې حساب او کتاب وکړم.
بيا هغه کسان د سدوم پر لوري روان شول، خو ابراهيم ﵇ د ﷲ تعالی په حضور کې پاتې شو. ابراهيم ﵇ ﷲ تعالی ته عرض وکړ: يا ﷲ، آيا ته به راستکاران له ګناهکارانو سره يو ځای له منځه يوسې؟ که په هغه ښار کې پنځوس کسه راستکاران موجود وي، آيا ته يې خرابوې او که د هغو پنځوسو کسانو په خاطر تر عذاب نازلولو تېرېږې؟ که دې داسې کار وکړ، نو خرابکار او راستکار ته به دې په يوه سترګه کتلي وي. آيا امکان لري، چې د ټولې نړۍ قاضي له انصاف څخه کار وانه خلي؟
ﷲ تعالی وفرمايل: نه! که هلته پنځوس راستکاران موجود وي، نه يې تباه کوم. د دوی په خاطر به عذاب نه نازلوم.
بيا ابراهيم ﵇ وويل: ای زما ربه! د خپل خاکسار او سپېره بنده جرات معاف کړه، خو زه لا لږ نور څه ويل هم غواړم. که چېرې هلته د پنځوسو پر ځای يوازې پنځه څلوېښت راستکاران موجود وي، څه کوې؟ آيا ټول ښار په دې خرابوې چې پنځه کسان کم وي؟
ﷲ ﷻ وفرمايل: نه! که پنځه څلوېښت راستکاران هم پکې موجود وي، نه يې خرابوم.
بيا ابراهيم ﵇ وويل: که چېرې يوازې څلويښت راستکاران موجود وي، څنګه؟
ﷲ ﷻ وفرمايل: نه، د څلويښتو په خاطر يې هم نه خرابوم.
بيا ابراهيم ﵇ وويل: ای ربه! زما د ډېرو خبرو سپينسترګيتوب معاف کړه! که يوازې دېرش راستکاران وي، خرابوې يې؟
ﷲ ﷻ وفرمايل: نه، د دېرشو راستکارانو په خاطر يې هم نه تباه کوم.
بيا ابراهيم ﵇ وويل: يا ربه! زما د ډېرو خبرو کولو ګستاخي معاف کړه! که چېرې يوازې شل راستکاران وي، تباه کوې يې؟
ﷲ تعالی وفرمايل: نه! د شلو راستکارانو په خاطر يې هم نه تباه کوم.
يو ځل بيا ابراهيم ﵇ وويل: ای زما ربه، چې له خبرو څخه مې په قهر نه شې. که چېرې يوازې لس راستکاران هلته موجود وي، بيا يې تباه کوې؟
ﷲ ﷻ وفرمايل: که يوازې لس راستکاران هم موجود وي، نو نه يې هلاکوم.
دغه خبره چې ﷲ ﷻ وکړه، نو الهي ديدار پای ته ورسېد او ابراهيم ﵇ بېرته خپلې خېمې ته ستون شو.