حضرت ابراهيم ﵇
د اسماعيل ﵇ پيدايښت
په کنعان کې د اِبرام ﵇ تر مېشتېدو وروسته لس کاله ووتل، خو دی ﵇ لا تر اوسه له اولاده بې برخې و، ځکه چې سارای نه حامله کېده. هغې يوه مصرۍ وينځه لرله، چې هاجره نومېده. سارای اِبرام ﵇ ته وويل: زما حال ته وګوره! تر اوسه پورې ﷲ ﷻ زه د اولاد له نعمته بې برخې کړې يم. ته زما وينځه وکړه. کېدای شي، چې د هغې په وسيله زموږ نسل پيدا شي.
اِبرام ﵇ د هغې خبره ومنله. نو سارای خپله مصرۍ وينځه هاجره اِبرام ﵇ ته وروبخښله، تر څو واده ورسره وکړي.
هاجرې حمل واخيست. کله چې په خپل حمل پوه شوه، نو خپلې مالکې سارای ته يې په سپکه سترګه کتل. سارای اِبرام ﵇ ته په شکايت ورغله او ويې ويل: ما خپله وينځه ستا غېږې ته درواستوله، خو له هغه وخته، چې په خپل حمل پوهېدلې ده، ما ته په سپکه سترګه ګوري او په دې کې ټوله ملامتيا ستا ده! خدای به زموږ تر منځ فيصله وکړي چې څوک ملامت دی!
اِبرام ﵇ وفرمايل: ای ښځې! دا ستا وينځه ستا په واک کې ده. څه چې دې زړه غواړي، هماغسې ورسره وکړه.
نو سارای له هاجرې سره بد چلند پيل کړ. دومره يې وځوروله، چې په پای کې هاجره ځينې وتښتېدله.
هغه په بيابان کې يوې چينې ته ورسېده، چې د شور پر لاره پرته وه. په دې وخت کې ﷲ ﷻ پرې د رحم نظر وکړ او ورته ويې فرمايل: ای هاجرې، د سارای وينځې! له کوم ځايه راغلې يې او کوم ځای ته روانه يې؟
هاجرې وويل: زه مې له بادارې سارای څخه راتښتېدلې يم.
ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: بېرته دې خپلې بادارې ته وروګرځه او اطاعت يې وکړه. زه به دې نسل او اولادونه دومره زيات کړم، چې له حسابه به وتلي وي. اوس ته حامله يې. ستا به يو زوی پيدا شي او نوم به پرې اسماعيل ږدې. (اسماعيل يعنې ﷲ ﷻ يې اوري)، ځکه چې اورېدونکي ذات ستا له غمه ډک فرياد اورېدلی دی. ستا زوی به خپلواک او آزاد وي. د ده لاس به د هر چا پر خلاف پورته وي او د هر چا لاس به د ده پر خلاف پورته وي او له خپلو وروڼو څخه به جلا اوسېږي.
هاجرې خپل رب ته حمد او ثنا پيل کړه او ويې ويل: ليدونکيه ذاته! بې شکه چې ته هر څه وينې! آيا ما رښتيا د هغه چا ديدار کړی دی، چې پر ما يې نظر دی؟
نو په دې خاطر دغه چينه «د ليدونکي او ژوندي خدای چينې» په نامه مشهوره شوه، چې د قادِش او بِرِد تر منځ وه.
هاجره بېرته ولاړه او د حمل موده چې يې پوره شوه، نو يو زوی يې وزېږاوه او اِبرام ﵇ پرې اسماعيل نوم کېښود. د اسماعيل د پيدايښت پر مهال اِبرام ﵇ شپږ اتيا کلن و.