حضرت ابراهيم ﵇
مصر ته د اِبرام ﵇ هجرت
دغه وخت په کنعان کې سخته کاختي راغله. له دې کبله اِبرام ﵇ مصر ته روان شو، تر څو هلته مهاجر شي. کله چې د مصر سرحد ته نږدې شول، اِبرام ﵇ خپلې ښځې سارای ته وويل: ای ښځې! زه پوهېږم، چې ته ډېره ښايسته يې. کله چې مصريان ستا ښايست وويني او په دې پوه شي، چې زه ستا مېړه يم، نو ما به مړ کړي او تا به ژوندۍ راڅخه بوزي. نو که يې زما په باره کې پوښتنه درڅخه وکړه، ته به ورته ووايه چې د هغه خور يم. نو هغوی به ستا په خاطر له ما سره ښه چلند وکړي او زما ژوند به په امان کې شي.
کله چې اِبرام ﵇ او سارای مصر ته داخل شول، مصريانو وليدل، چې سارای ډېره ښايسته ده. نو د پاچا درباريانو د هغې د ښايست احوال پاچا ته ورووړ. هغه خپل عسکر ورولېږل، چې دغه ښځه زما کور ته راولئ. دوی هم اِبرام ﵇ او سارای پاچا ته راوستل. پاچا له اِبرام ﵇ سره ډېره ښه رويه وکړه او د سارای په خاطر يې هغه ﵇ ته پسونه، غوايان، خره، اوښان، غلامان او وينځې ډالۍ کړې، خو دا چې پاچا له سارای سره د واده کولو تمه پيدا کړې وه، ﷲ ﷻ هغه او کورنۍ يې په سختو مصيبتونو اخته کړه. نو پاچا اِبرام ﵇ راوغوښت او په سخته لهجه يې ورته وويل: دا څه کار و، چې تا له ما سره وکړ؟ ولې دې راته ونه ويل، چې دا ستا ښځه ده؟ ولې دې هغه خپله خور راته معرفي کړه؟ ما خو له هغې سره د واده کولو اراده کړې وه! ځه! خپله ښځه دې واخله او ولاړ شه!
له دې وروسته پاچا يو څو عسکر مقرر کړل، تر څو اِبرام ﵇ او سارای له ټول مال او شتمنۍ سره له مصره رخصت کړي.