حضرت نوح ﵇
په نړۍ کې د انسانانو فساد وروستي حد ته رسېدل
نوح ﵇ په خپله زمانه کې له ټولو خلکو نېک او صالح سړی و، چې د خدای ﷻ په حقه لار يې خپل ژوند تېراوه. هغه ﵇ درې زامن درلودل، چې نومونه يې سام، حام او يافِث وو. په هغه زمانه کې ټول بشر په فساد اخته و او زور زياتي ته يې مخه کړې وه. خدای ﷻ ليدل، چې ټول بشر له سمې لارې اوښتی دی. نو يې نوح ﵇ ته وفرمايل: ای نوحه! د ټول بشر ظلم او زياتی وروستي حد ته رسېدلی دی! نو زه به ټول ژوندي مخلوقات هلاک او د ځمکې له سره ورک کړم! ته د ځان لپاره له لرګيو يوه کښتۍ جوړه کړه! له داوړو خواوو يې په قير وپوښه، چې اوبه تېرې نه کړي. په داسې اندازه يې جوړه کړه، چې اوږدوالی يې شپږ سوه لوېشتې، پلنوالی يې سل لوېشتې او جګوالی يې شپېته لوېشتې وي. چت يې بايد د کښتۍ له دېوالونو دوې لوېشتې راوتلی وي. کښتۍ درې منزله جوړه کړه او په څنګ کې يې يوه دروازه پرېږده. زه د ځمکې د ټول بشر له منځه وړلو لپاره يو طوفان راولم، چې د ځمکې ټول سا لرونکي مخلوقات به پکې مړه شي، خو له تا سره عهد او تړون کوم، چې زه به له طوفانه تا او ستا کورنۍ ته نجات درکړم. نو ته دې له خپلې ښځې، زامنو او نږورګانو سره کښتۍ ته پورته شه، تر څو له طوفانه په امان واوسئ. د ځمکې پر سر چې څومره حيوانات ژوند کوي، له هر ډول څخه به يوه – يوه جوړه (نر او ښځه) هم کښتۍ ته درسره پورته کړې. زما په حکم به له هر ډول الوتونکو، ځناورو او خزندو څخه جوړه – جوړه ستا خوا ته درشي. ته بايد د خپلې کورنۍ او حيواناتو لپاره پوره خوراکي توکي هم درسره واخلې.
نوح ﵇ هم هماغسې وکړل، څه چې ورته ﷲ ﷻ فرمايلي وو.