حضرت آدم ﵇
د انسان لومړنۍ خطا
ﷲ ﷻ چې دا ټول وحشي حيوانات خلق کړي وو، د هغوی له جملې څخه مار تر ټولو چالاک او هوښيار و. يوه ورځ مار ښځې ته راغی، په مکر سره يې وويل: آيا په رښتيا خدای فرمايلي دي، چې تاسې د باغ له ټولو ونو مېوې نه شئ خوړلای؟
ښځې وويل: نه! موږ د باغ له ونو مېوې خوړلای شو، پرته د يوې ونې له مېوې، چې د باغ په منځ کې ده. خدای ﷻ فرمايلي دي، چې د دغې ونې مېوه ونه خورئ بلکې لاس هم ورنه وړئ. که نه، نو په نصيب کې به مو مرګ وليکل شي.
مار په فرېب سره وويل: نه! نه! مرګ به درته په هېڅ وجه را نه شي، بلکې خدای پوهېږي، په هغه ورځ چې تاسې د دې ونې مېوه وخورئ، نو سترګې به مو خلاصې شي او د هغه په څېر به ښه او بد وپېژنئ.
ښځه په فکر کې شوه، چې دغه ونه ډېره ښايسته ښکاري، نو حتمي به يې مېوه خوندوره وي او بله دا چې د دغې مېوې په خوړلو سره به پوهه هم تر لاسه کړم!
نو له دې ونې څخه يې مېوه راوشکوله او ويې خوړله. بيا يې خپل مېړه ته ورکړه او هغه هم وخوړله. په همدې سره د دوی سترګې خلاصې شوې او احساس ورته وشو، چې موږ لوڅ يو. نو د عورت د پټولو لپاره يې د اينځر له پاڼو څخه پوښونه جوړ کړل.
ماښام مهال چې سوړ شمال چلېد، آدم ﵇ او ښځه يې متوجه شول، چې د ﷲ ﷻ حضور په باغ کې دی. نو ځانونه يې ترې په ونو کې پټ کړل. د ﷲ ﷻ له خوا پر آدم ﵇ غږ وشو: ای آدمه! ولې راڅخه پټ يې؟
آدم ﵇ وويل: کله چې ما احساس وکړ، چې ته په باغ کې يې، ووېرېدم، ځکه چې لوڅ وم. نو پټ شوم.
ﷲ ﷻ وفرمايل: چا خبر کړې، چې لوڅ يې؟ آيا تا د هغې ونې مېوه خوړلې ده، چې ترې منع کړی مې وې؟
آدم ﵇ وويل: ملامتي د دغې ښځې ده، چې تا زما ملګرې کړې ده! دې ما ته دغه مېوه راکړه او ما هم وخوړله.
ﷲ ﷻ ښځې ته وفرمايل: دا دې څه کړي دي؟
ښځې وويل: زه مار تېرايستلم او مېوه مې وخوړله.
ﷲ ﷻ مار ته وفرمايل: ای ماره! د دې ناوړه کړنې سزا دې دا ده، چې ته به سر له ننه تر ټولو اهلي او وحشي ځناورو ملعون يې! پر سينه به څښېږې او د عمر تر پايه به دې سر په خاورو لړلی وي. زه به ستا او ښځې، بلکې ستا د نسل او د هغې د نسل تر منځ دښمني واچوم. د ښځې نسل به ستا سر تر پښو لاندې کوي او ته به يې پونده چيچې.
بيا ﷲ ﷻ ښځې ته وفرمايل: زه به ستا د حمل موده درباندې سخته کړم. په درد او تکليفونو سره به اولاد زېږوې. ته به غواړې، چې پر خپل مېړه واک وچلوې، خو هغه به پر تا غالب وي.
بيا ﷲ ﷻ آدم ﵇ ته وفرمايل: له دې کبله چې د خپلې ښځې خبره دې ومنله او د هغې ونې مېوه دې وخوړله، چې ترې منع کړی مې وې، نو ستا له خاطره به ځمکه تر لعنت لاندې راشي. ته به د ژوند تر پايه پورې له هغې څخه په ډېر زحمت سره خپله نفقه حاصلوې. سر له ننه به له ځمکې ځوزان او اغزي راشنه کېږي او ته به د ځمکې له بوټو څخه ځان مړوې. تر هغه وخته به د تندي په خولو ځان ته روزي برابروې، تر څو چې بېرته هغو خاورو ته وګرځې، له کومو چې پيدا شوی يې. په ياد يې لره چې له خاورو جوړ يې او بېرته به خاورو ته ځې.
له دې وروسته آدم ﵇ د خپلې ښځې نوم حوا يعنې «د حيات مور» کېښود. *
ﷲ ﷻ د حيوان له پوستکي څخه آدم ﵇ او بي بي حوا ته کالي جوړ کړل او ور وايې غوستل، تر څو يې وجود پټ شي. اوس چې انسان لکه ﷲ ﷻ ښه او بد وپېژندل، نو خدای ﷻ نه غوښتل، چې انسان دې د حيات ونې ته لاس وراوږد کړي، مېوه يې وخوري او بيا تر ابده ژوندی پاتې شي. نو دوی يې د عدن له باغه وشړل، تر څو هماغه شان خاوره وکري، له کومې چې جوړ شوي وو. ﷲ ﷻ له باغه د دوی تر شړلو وروسته د باغ شرقي خوا ته يوه اور لرونکې توره ځای پر ځای کړه، چې پرله پسې څرخېدله او د محافظو ملايکو يوه ډله يې مقرره کړه، تر څو د حيات د ونې لاره بنده کړي.
*په عبري ژبه کې (حوا) او (حيات) له يوې ريښې څخه دي، چې په پښتو کې د ژوند معنی ورکوي.