حضرت نوح ﵇
د طوفان راتګ
کله چې کښتۍ چمتو شوه، ﷲ ﷻ نوح ﵇ ته وفرمايل: بې له شکه، چې ته د دې زمانې په انسانانو کې يوازېنی صالح بنده يې، نو په دې سبب له خپلې کورنۍ سره کښتۍ ته پورته شه. په کښتۍ کې له الوتونکو او حلالو حيواناتو څخه اووه – اووه جوړې، يو نر او يوه ښځه او له حرامو حيواناتو څخه يوه – يوه جوړه درسره واخله، تر څو د ځمکې له سره يې نسل ورک نه شي.
اووه ورځې وروسته به يو طوفاني باران ووروم. دغه باران به څلوېښت شپې او ورځې دوام وکړي او ټول مخلوقات چې مې پيدا کړي دي، هغه به د ځمکې له سره نېست او نابود کړم!
نوح ﵇ هم خپله دنده هماغسې تر سره کړه، څرنګه چې ﷲ ﷻ ورته امر کړی و. د يادونې وړ ده، چې د طوفان د راتلو په وخت کې د نوح مبارک عمر شپږ سوه کاله و.
له طوفانه د نجات لپاره نوح ﵇ خپله ښځه، زامن او نږورګانې له ځان سره کښتۍ ته پورته کړې. څرنګه چې ﷲ ﷻ هغه ﵇ ته فرمايلي وو، د هوا مرغان او نور حلال او حرام ځمکني حيوانات هم جوړه – جوړه راغلل او کښتۍ ته پورته شول. بيا ﷲ ﷻ د کښتۍ دروازه پسې وتړله، تر څو خوندي پاتې شي. بالاخره په اوومه ورځ طوفان پيل شو، چې د دويمې مياشتې له اوولسم تاريخ سره برابر و. د ځمکې له نسه چينې راوخوټېدې او له آسمان څخه تېز باران پيل شو. څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې پرله پسې زورور بارانونه ورېدل.
د دې څلوېښتو ورځو دوامداره باران په جريان کې د اوبو سطحه لوړېده. د ځمکې له سطحې څخه د اوبو په لوړېدو سره کښتۍ هم د اوبو پر سر حرکت وکړ. په پای کې اوبه دومره زياتې شوې، چې حتی د لوړو لوړو غرونو له څوکو څخه هم تقريباً دېرش لوېشتې پورته شوې. له دې سره انسانان، الوتونکي، اهلي او وحشي ځناور او خزندې، لنډه دا چې د ځمکې پر سر ټول ژوندي موجودات غرق او هلاک شول. يوازې نوح ﵇ او له هغه سره په کښتۍ کې نورو سپرو نجات پيدا کړ.