حضرت سليمان ﵇
د سبا ملکه د حضرت سليمان﵇ حکيمانه خبرو ته حيرانېږي
کله چې د سبا ملکې د سليمان ﵇ دغه حکيمانه خبرې واورېدې، ډېره حيرانه شوه. بيا چې يې د ده ﵇ قصر، د شاهي دسترخوان خوراکونه، د خدمتګارانو تنظيم او د هغوی شانداره لباسونه، د دربار ساقيان او په بيت المقدس کې وړاندې کېدونکې قربانۍ وليدلې، نو بيخې ورته سربداله شوه. سليمان ﵇ ته يې وويل: ما چې کله په خپل ملک کې ستاسې د لاس ته راوړنو او حکمت آوازه واورېده، نو باور مې نه پرې راته. خو اوس چې راغلې يم، راته معلومه شوه چې دا هر څه رښتيا وو، ځکه چې په خپلو سترګو مې وليدل. حتی د دغه نيمايي يې راته نه وو ويلي. څومره نېکمرغه دي ستاسې کسان! ستاسې نوکرانو ته څومره د افتخار ځای دی، چې هره ورځ مو په حضور کې ولاړ دي او حکيمانه خبرې مو اوري. ستاسې رب ﷲ ﷻ ته دې حمد وي، چې د بني اسراييلو تخت و تاج يې درپېرزو کړی دی. دا چې خدای ﷻ له بني اسراييلو سره تلپاتې مينه لري، نو په همدې خاطر يې تاسې پاچا مقرر کړي ياست چې په عدل او انصاف سره حکومت ورباندې وکړئ.
بيا د سبا ملکې سليمان ﵇ ته څلور زره کيلو سره زر، ډېرې قيمتي ډبرې او په پرېمانه کچه خوشبوګانې ورډالۍ کړې. دغه خوشبوګانې دومره ډېرې وې، چې وروسته په دومره کچه اسراييلو ته نه دي راوړل شوي. سليمان ﵇ هم د خپل شاهانه کرم له مخې هغې ته ډېر سوغاتونه ورکړل او پر دې سربېره يې هر هغه څه ورکړل چې هغې ورڅخه وغوښتل. له دې وروسته ملکه له خپلو خدمتګارانو سره بېرته خپل ملک ته ستنه شوه.
لنډه دا چې سليمان پاچا د حکمت او شتمنۍ له پلوه د نړۍ تر ټولو پاچاهانو مخکې و. د ځمکې له ګوټ – ګوټ څخه به خلک سليمان ﵇ ته راتلل، تر څو ورسره وويني او له خدای ورکړي حکمت څخه يې ګټه واخلي. هر کال به دغو خلکو د سوغات په ډول د سرو او سپينو زرو وسايل، چپنې، وسلې، خوشبوګانې، آسونه او کچرې ورکولې.
د حضرت سليمان ﵇ پندونه او نصيحتونه
د سپينو زرو پر ځای زما لخوا روزنې ته ترجيح ورکړه
او پوهې ته تر سرو زرو ترجيح ورکړه
ځکه چې حکمت تر قيمتي ياقوتو غوره دی
او ټول ښه خوندونه او شيان حکمت ته نه شي رسېدای
د حکمت پيل له خدای ﷻ څخه وېره ده
د بصيرت او پوهې پیل، د پاک ذات پېژندنه ده
د خبرو او اترو طريقه
په مناسب وخت کې مناسبه خبره داسې ښايسته ده
لکه د سپينو زرو په لوښي کې د سرو زرو مڼه
څوک چې پاک زړی وي او خوږ لحن ولري
هغه به د پاچاهانو په دربار کې ځای پيدا کوي
هر څوک چې خپله ژبه په ولکه کې وساتي
خپل ځان به يې ژغورلی وي
که يو څوک خپله ژبه په ولکه کې ونه ساتي
خپل ځان به يې هلاک کړی وي
ډېرې خبرې کول سړی ګناه ته ورټېل وهي
هوښيار هغه دی، چې ژبه يې په خپل واک کې وي
صادق کس له ځواب ورکولو مخکې فکر کوي
مګر د فاسق له خولې د شرارت خبرې بادېږي
له احمق سره بحث مه کړه
که نه ته به هم احمق شې
څوک چې نه اوري پوره خبر او ورکړي ځواب
شي د حماقت ثبوت او شي د سرټيټۍ سبب
څوک چې ژر او بې له فکره ځواب ورکوي
هغه له يوه احمق څخه هم خراب وي
څوک چې قهر کې صابر اوسي هوښيار وي
خو بې صبره د احمق په ډول خوار وي
نرم ځواب غصه کموي
او سخت ځواب غصه ډېروي
شتمن او غريب
د شتمن سړي پيسې د هغه ځان له خطره ساتي
مګر غريب سړي ته هېڅ خطر متوجه نه وي
کمه شتمني چې له خدای ﷻ څخه وېره ورسره وي
غوره ده له هغې ډېرې شتمنۍ څخه چې تشويشونه ورسره وي
پر چا چې ګران يې له هغه چا سره د سابو خوړل ښه دي
نسبت له هغه چا سره د غوښې خوړل چې درڅخه کرکه لري
له دې چې انسان شتمن وي او ټګمار وي
ښه دا ده، چې انسان غريب وي خو راستکار وي
هغه شتمني چې له ناسمې لارې څخه لاس ته راغلې وي، ډېر ژر له لاسه ځي
مګر هغه شتمني چې په زحمت او هڅو سره راټوله شي، ورو ورو زياتېږي
په خپل کار کې ماهر شخص وګورئ
هغه به د عامو خلکو لپاره نه بلکې د پاچا لپاره کار وکړي
ټمبل کس بهانې لټوي او وايي:
دباندې زمری غورېږي، که ورووزم نو وبه مې خوري
ټمبل انسان ته يوازې په غوښتلو سره څه شی لاس ته نه ورځي
مګر زحمتکښ انسان خپلو هيلو ته رسېږي
هغه کس چې په کار کې ټمبلي کوي
هغه داسې دی لکه د تخريبکار ورور
که لټ يې نو فقير به يې
که فعال شې نو امير به يې
څوک چې زحمت باسي هغه به ګټه وکړي
څوک چې يوازې خبرې کوي هغه به فقير پاتې شي
ﷲ ﷻ نه پرېږدي چې راستکار کس دې لوږه تېره کړي
او دا هم نه پرېږدي چې خرابکار کس دې خپلو هيلو ته ورسېږي
ته چې له غريب سره مرسته کوې دا داسې ده لکه خدای ﷻ ته چې قرض ورکوې
بېشکه چې خدای ﷻ به د هغه قرض په بدل کې تا ته پوره پوره اجر درکړي
هغه څوک چې د بېوزلو فرياد نه اوري
کله چې په ده سخته ورځ راشي، د ده فرياد به هم څوک نه اوري
د الهي غضب په ورځ به نه راځي په خير دې شتمني
خو صداقت سړی له مرګه شي ژغورلای سم صحيح
له نورو سره چلند
که ستا په وس کې وي
له مسکين سره د مرستې کولو څخه مه شا ته کېږه
که پيسې دې په جيب کې وي
غوښتونکي شخص ته مه وايه چې صبا راشه بيا به درسره مرسته وکړم
فقيرانو ته په سپکه سترګه کتل ګناه ده
بختور دي هغه خلک، چې پر هغوی رحم وکړي
سخي کس به موړ کړل شي
اوبه ورکوونکي ته به اوبه ورکړل شي
د چا کور ته هره ورځ مه ورځه
هسې نه ستا له ډېرو ورتللو څخه بېزاره شي او کرکه درڅخه وکړي
هغه ډبرې د خپلې ګټې لپاره مه بې ځايه کوئ
چې ستاسې پلرونو او نيکونو د ځمکې د سرحدونو په خاطر ايښې دي
څوک چې له نورو سره په سپکه لهجه خبرې کوي نادان دی
دانا هغه شخص دی، چې خپله ژبه په واک کې ولري
چې له بل چا سره شخړه حل کوې
د درېيم ګړي راز به نه را اچوې
په دې کار سره دې ځان رسوا کوې
دا بدنامي به تل له ځان سره ګرځوې
آيا کېدای شي چې څوک دې په لمنه کې اور يوسي
او لمنه يې پرې ونه سوځي؟
يا پر سرو سکروټو وګرځي
او پښې يې تڼاکې نه شي؟
همدا ډول دی هغه کس چې د بل چا له ښځې سره زنا وکړي
هغه به بې سزا پاتې نه شي
له دښمنانو سره چلند
که دښمن دې وږی وي نو ډوډۍ ورکړه
که دښمن دې تږی وي نو اوبه ورکړه
دا عمل به دې هغه خپل وجدان ته وشرموي
او ﷲ ﷻ به تا ته اجر درکوي
څاه د بل په لار کې مه کنه
ځکه ته به په همدې څاه کې ګذار شې
څوک چې غټه ډبره په بل چا رغړوي
هغه بېرته په ده راځي
د بدو په بدل کې د بدو اراده مه کوه
بلکې خدای ﷻ ته يې وسپاره او ورته په طمع شه، چې انصاف درسره وکړي
کله دې چې دښمن په ستونزو کې و، مه پرې خوشحاله کېږه
د هغه پر ماته مه ښادېږه
هسې نه چې ﷲ ﷻ يې وويني او له تا څخه خفه شي
او بيا له هغه څخه خپل غضب کړي لرې
د بدکارانو له وجې مه په غصه کېږه
پر خوښيو د هغوی زړه خفه نه کړې
ځکه نشته خرابکار لره راتلونکې
او څراغ د فاسقانو به مړ کېږي
کله دې چې ګناهکاران په خوشحالۍ کې ليدل حسادت مه ورسره کوه
بلکې هر وخت په زړه کې له خدای ﷻ څخه وېره ولره
د زړه سکون بدن ته سلامتيا ورکوي
مګر حسادت د انسان هډوکي پوچوي
د خدای ﷻ د رضایت لار
له عقل څخه پرته يوازې په احساساتو کې عمل سم نه دی
ځکه څوک چې په بېړه پرېکړه کوي، اشتباه ترې کېږي
داسې لارې شته چې د سړي په نظر سمې ښکاري
مګر په پای کې سړی د مرګ خولې ته وراچوي
د زړه له کومې پر خدای ﷻ توکل وکړه
او پر خپل عقل او پوهه تکيه مه کوه
په هره معامله کې خدای ﷻ ياد کړه
او خدای ﷻ به ستا لارې درمستقيمې کړي
مينه او وفاداري ولره، خدای ﷻ به دې ګناهونه وبخښي
له ﷲ ﷻ څخه وېره ولره، چې په دې سره به دې له ګناه ځان لرې کړی وي
هر څوک چې خپله ګناه پټه کړي
هغه به بريالی نه شي
مګر هغه کس چې په خپلې ګناه اعتراف وکړي او لاس ترې واخلي
پر هغه به رحم وشي
له درواغجنې ژبې څخه د ﷲ ﷻ کرکه راځي
مګر ريښتينی کس د ﷲ ﷻ خوښېږي
خپل زړه او ذهن دې په پوره توګه له بدو څخه وساته
ځکه له هغه څخه د ژوند سرچينه راوزي
خرابې خبرې دې په خوله مه راوله
پر دروغجنو خبرو دې شونډې مه ښوروه
د انسان هره کړنه خدای ﷻ څاري
او هر قدم يې په پام کې نيسي
څوک چې په نورو ملنډې وهي، خدای ﷻ به هغه د مسخرو کړي
څوک ښکاره چې تواضع کړي خدای ﷻ به خپل رضايت ورته پېرزو کړي
خدای ﷻ د بدکارانو نه اوري
مګر د نېکو خلکو دعا قبلوي