د اصطلاحاتو فهرست

د هجرت اختر
د بني اسراييلو د اتو ورځو مېله او اختر دی، چې هر کال په مني کې د ځمکې د حاصلاتو تر راټولولو وروسته لمانځل کېږي. دغه اختر د هغه وخت ياد تازه کوي، چې د بني اسراييلو نيکونو له مصر څخه تر وتلو وروسته څلوېښت کاله په بيابان کې سرګردانه او لالهانده ژوند درلود.

جرجاسيان
مخکې له دې چې بني اسراييل د کنعان ځمکه تر ولکې لاندې راولي، جرجاسيان هم يو له هغو قومونو څخه و، چې په کنعان کې مېشت و.

عمونيان
عمونيان د عمون اولادونه وو، چې هغه د لوط ﵇ زوی و. عمونيان د موآبيانو د ځمکې په شمالي خوا کې او د اُردن سيند په شرقي خوا کې اوسېدل. بت پرستان وو، چې د مولِک بت عبادت يې کاوه.

جبيل
دغه ښار د صور او صيدون ښارونو په شمال کې د مديترانې په ساحل کې موقيعت درلود. جبيل ښار د اوسني لبنان له ښارونو څخه شمېرل کېږي. دغه ښار د سيمې له تاريخي او تجارتي ښارونو څخه و.

بحرالميت
يعنې مړ سمندرګی، چې د مالګې سمندرګي په نوم هم مشهور دی. دغه سمندرګی د ډېرې مالګې درلودونکی دی، چې هېڅ ژوندی موجود پکې دايمي ژوند نه شي کولای. نو ځکه ورته د مړه سمندرګي نوم اخلي. دا سمندرګی د ننني اُردن او اسراييل تر منځ پروت دی. د ارُدن سيند ياد سمندرګي ته بهېږي.

سور سمندرګی
دغه سمندرګی د آسيا وچې په لوېديځ کې موقعيت لري. ختيځ ته يې سعودي عربستان او يمن هېوادونه پراته دي او په غربي خوا کې يې مصر، سودان او ايتوپيا هېوداونه پراته دي.

اِدوم
اِدوم يوه سيمه وه، چې د کنعان او موآب جنوب ته يې موقيعت درلود او لوېديځ ته يې د سينا ټاپو وزمه پرته وه. اِدوميان د عيص، چې د يعقوب ﵇ ورور و، اولادونه وو.

اَموريان
مخکې له دې چې بني اسراييل د کنعان ځمکه تر ولکې لاندې راولي، اَموريان هم يو له هغو قومونو څخه و، چې په کنعان کې مېشت و. دوی د اَمور بن کنعان اولاده وه.

اورِ کلده
د بين النهرين له لرغونو ښارونو څخه يو ښار و، چې د اوسني عراق په جنوب ختيځ کې موقيعت لري.

بين النهرين
يعنې، د دوو سيندونو تر منځ سيمه. دا هغه سيمه ده چې د دجلې او فرات سيندونو تر منځ پرته ده، چې په اوسني عراق او سوريې کې راځي.

بيت لحم
يو کوچنی ښار و، چې د يروشلم جنوب ته په لس کيلومترۍ کې پروت و. دغه ښار د حضرت داود ﵇ ټاټوبی و.

د قربانۍ د وړاندې کولو لپاره ځای (قربانګاه)
د مېز په بڼه له ډبرو جوړ يو ټوپی و، چې د ﷲ ﷻ لپاره به پرې قربانۍ تر سره کېدلې. په دې ډول قربانګاه چې ډبرې به پر يوې او بلې کېښودل کېدې، نوح، ابراهيم، اسحاق او يعقوب ﵇ استفاده کړې ده. دوی به حيوان ذبح کاوه او غوښې به يې پر دغو ډبرو کېښودې او بيا به يې د ﷲ ﷻ د رضا لپاره سوځولې. د موسی ﵇ په وخت کې خدای ﷻ بني اسراييلو ته امر وکړ، چې د خيمة ﷲ مخې ته له لرګيو څخه قربانګاه جوړه کړي. د بني اسراييلو لخوا به امامانو په خيمة ﷲ کې د قربانۍ د وړاندې کولو دنده پر مخ وړه. کله چې سليمان ﵇ په يورشلم کې د بيت المقدس عبادتګاه جوړه کړه، د عمومي دروازې په مخې کې يې يوه دايمي قربانګاه جوړه کړه.

لوی تشت
لوی تشت د خيمة ﷲ په انګړ کې د قربانګاه او سپېڅلې خونې تر منځ ايښودل شوی و، چې له برونزو څخه جوړ و. د دغه تشت په اوبو باندې به امامانو خپلې پښې او لاسونه مينځل، بيا به سپېڅلې خونې ته ننوتل. هغوی د حيث بن کنعان اولاده وه.

پَرزيان
مخکې له دې چې بني اسراييل کنعان تر واک لاندې راولي، د پَرزيانو قبيله يوه له هغو قبيلو څخه وه، چې په کنعان کې مېشته وه.

حَران
د بين النهرين په شمالي څنډو کې يو لرغونی ښار و، چې د اوسنۍ ترکيې او سوريې تر منيځ موقيعت لري.

خِويان
مخکې له دې چې بني اسراييل د کنعان ځمکه تر ولکې لاندې راولي، خِويان هم يو له هغو قومونو څخه و، چې په کنعان کې مېشت و.

خېمة ﷲ
خېمة ﷲ د موسی ﵇ له زمانې څخه د بيت المقدس تر جوړېدو پورې، چې له مېلاد څخه لس پېړۍ مخکې سليمان ﵇ جوړ کړی و، د يوازېني خدای لپاره د عبادت ځای و. خدای ﷻ بني اسراييلو او موسی ﵇ ته امر وکړ، چې خېمة ﷲ جوړه کړي، چې په جوړېدو سره به يې د ﷲ تعالی د ذات تجلا د بني اسراييلو په مينځ کې حضور ولري. د خېمة ﷲ په داخل کې د سپېڅلو په سپېڅلې خونه کې د عهد صندوق ايښودل شوی و. خېمة ﷲ د انتقالېدو وړ وه او بني اسراييلو به له ځانه سره له يو ځای څخه بل ځای ته وړله.

سپېڅلې خونه
دغه سپېڅلې خونه په خيمة ﷲ کې او وروسته په بيت المقدس کې د سپېڅلو له سپېڅلې خونې څخه د يوې پردې په وسيله جلا شوې وه. امامانو به خپل خدمت په دغې خونې کې تر سره کاوه. په سپېڅلې خونې کې يو مېز پروت و، چې د ﷲ ﷻ په نوم به ډوډۍ پرې ايښودل شوې وې. همدارنګه د سرو زرو يو څراغدان و، چې پر سر يې څراغ بل و او تر څنګ يې د خوشبويي سوځولو يو ځای و، چې شپه او ورځ به پکې خوشبويي سوځول کېده.

د سپېڅلو سپېڅلې خونه
په خېمة ﷲ کې تر ټولو سپېڅلی ځای و، چې وروسته بيا بيت المقدس جوړ شو په هغه کې هم تر ټولو سپېڅلی ځای بلل کېده. دغه ځای د يوې پردې په وسيله له سپېڅلې خونې څخه جلا شوی و. په هغه ځای کې به د عهد صندوق ساتل کېده، چې د ياد صندوق په شتون سره به د خدای ﷻ د ذات تجلا د بني اسراييلو په منځ کې موجوده وه. عادي خلکو، حتی د امامانو لپاره به ياد ځای ته د ورننوتلو اجازه نه وه. يوازې به په کال کې يو ځل لوی امام داخل ته ورتلای شو، چې د بني اسرييلو د ګناهونو لپاره خدای ﷻ ته کفارې وړاندې کړي.

د سولې نذرانه
په موسوي شريعت کې ﷲ تعالی په بېلا بېلو وختونو کې د بېلا بېلو کارونو لپاره د قربانۍ او نذرانې کولو امر ورکړی و، چې له هغو څخه يوه يې هم د سولې نذرانه وه. د دغې نذرانې مقصد د خدای ﷻ او د ده د منتخب قوم تر مينځ د عهد د تړلو په اړه د شکر ادا کول وو. په يادې نذرانې کې به د قربانۍ د حيوان وازدې پر قربانګاه سوځول کېدې او غوښه به يې پر خلکو وېشل کېده، چې ويې خوري.

د مږ ښکر
د موسيقۍ يوه آله وه، چې پوکول کېده. ډېری به په جنګ کې د جنګي اشارو لپاره کارول کېده او يا به په ځينو مهمو مذهبي مراسمو کې ترې کار اخيستل کېده.

د عهد صندوق
د عهد صندوق د جوړولو امر د خدای ﷻ لخوا موسی ﵇ او بني اسراييلو ته ورکړل شوی و. ياد صندوق له اکاسي لرګيو څخه جوړ و، چې په سرو زرو باندې پوښل شوی و. په هغه صندوق کې هغه دوې ډبرينې تختې ايښودل شوې وې، چې خدای ﷻ په خپله پرې د عهد احکام کښلي وو. د عهد صندوق د دې نښه بلل کېده، چې د خدای ﷻ د ذات تجلا د بني اسرييلو په منځ کې شتون لري.

صوغر
سدوم او عمورې ښارونو ته نږدې يو کوچنی ښار و، چې د مړه سمندرګي تر څنګ يې موقيعت درلود. کله چې د سدوم او عمورې پر ښارونو باندې د ﷲ ﷻ عذاب نازلېده، نو د لوط ﵇ لپاره خدای ﷻ دغه ښار تباه نه کړ.

سوځېدلې قرباني
په موسوي شريعت کې ﷲ تعالی په بېلا بېلو وختونو کې د بېلا بېلو کارونو لپاره د قربانۍ کولو امر ورکړی دی، چې له هغو څخه يوه يې هم سوځېدلې قرباني وه. دغه قرباني په لومړي ځل نوح ﵇ تر سره کړې وه. په دغه ډول قربانۍ کې به د حيوان غوښه په بشپړه توګه پر قربانګاه باندې سوځول کېده.

مَديَن
د عربستان د ټاپو وزمې په شمال لوېديځ او د سره سمندرګي د عقبه خليج په ختيځ کې يوه سيمه وه. په دغه سيمه کې د مَديَن، چې د ابراهيم ﵇ او قطورې زوی و، اولاده اوسېده.

کنعان
په منځني ختيځ کې يوه سيمه وه، چې بت پرستو کنعانيانو د ابراهيم ﵇ له وخته نيولې د يوشع بن نون تر وخته پورې پکې ژوند کاوه. هغوی د کنعان بن حام بن نوح ﵇ له اولادې څخه وو. هغه ځمکه چې کنعانيان پکې اوسېدل، د اوسني فلسطين ټولې برخې او د اوسني لبنان ځينې برخې پکې راځي. خدای ﷻ له ابراهيم ﵇ سره ژمنه کړې وه، چې ياده ځمکه به د ده اولادونو ته ورکوي.

قربانګاه
د خيمة ﷲ او وروسته د بيت المقدس په حرم شريف په مخکې له برونزو څخه جوړ يو ساختمان و، چې امامانو به د بني اسرييلو قربانۍ پرې خدای ﷻ ته وړاندې کولې.

موآب
موآب يوه سيمه وه، چې د مړه سمندرګي په ختيځ او د اِدوم په شمال ختيځ کې يې موقيعت درلود. موآبيان د موآب اولادونه وو، چې د لوط ﵇ زوی و.

هيتيان (بني هيت)
مخکې له دې چې بني اسراييل د کنعان ځمکه تر ولکې لاندې راولي، هيتيان هم يو له هغو قومونو څخه و، چې په کنعان کې مېشت و. دوی د هيت بن کنعان اولاده وو.

يِبوسيان
مخکې له دې چې بني اسراييل د کنعان ځمکه تر ولکې لاندې راولي، يِبوسيان هم يو له هغو قومونو څخه و، چې په کنعان کې مېشت و.

يترون
يترون د موسی ﵇ خسر و، چې ځينو مفسرينو لکه سعيد بن جبير ويلي، چې يترون د شعيب ﵇ ورور و. ابن عباس هم ويلي دي، چې يترون د شعيب ﵇ ورور و، خو په قرآن کې د موسی ﵇ د خسر نوم نه دی ذکر شوی او دا هم نه دي ويل شوي، چې هغه شخص د شعيب ﵇ ورور او يا په خپله شعيب ﵇ و.

فيليستينيان
فيليستينيان يو لرغونی قوم و، چې د کنعان په جنوب لوېديځ کې اوسېدل. دوی بت پرست وو او د داجون بت عبادت يې کاوه. کله چې بني اسراييل په کنعان کې استوګن شول، نو فيليستينيانو يې په وړاندې جنګونه کول. د فيليستينيانو مهم ښارونه، غزه، اشقلون، اشدود، عقرون او جات وو.

شيلوه
يو ښار و، چې د يروشلم په شمالي خوا کې تقريباً په پنځوس کيلومترۍ کې پروت و. کله چې بني اسراييل په کنعان کې ځای پر ځای شول، نو خېمة الله يې په شيلوه کې ودروله او خلک به کال په کال د زيارت او قربانۍ لپاره ورتلل. خېمة الله تقريباً سل کاله په شيلوه کې پاتې شوه.

د امامت خاصه جامه
يوه خاصه جامه وه، چې امامانو به الله ﷻ ته د خدمت په وخت کې اغوسته. کله به چې کوم چا غوښتل چې د خدای ﷻ لخوا لارښوونه تر لاسه کړي، نو له دې جامې څخه به يې استفاده کوله.

افرايم
افرايم د حضرت يوسف ﵇ کشر زوی و. د بني اسراييلو له دوولسو ټبرونو څخه د يوه ټبر نوم افرايم دی. دغه ټبر د بني اسراييلو په شمالي ټبرونو کې ډېر مطرح ټبر شو.

لاوي
لاوي د حضرت يعقوب ﵇ له دوولسو زامنو څخه يو زوی و، چې په همدې خاطر د بني اسراييلو له دوولسو ټبرونو څخه يو ټبر يې د لاوي ټبر په نوم يادېږي. د بني اسراييلو امامان د لاوي له ټبر څخه وو.

بعل
بعل د کنعانيانو يو بت و، چې د دوی په باطلو خدايانو کې تر ټولو لوی معبود و.

عشتاروت
د کنعانيانو باطله الهه وه. د دوی په عقيده عشتاروت د فصل د حاصلخېزۍ او د اولادونو د زېږولو په برخو کې برکتونه ورکول.

مِصفه
د بنيامين ټبر په ځمکه کې يو ښار و، چې د يروشلم په شمالي خوا کې تقريباً په دوولس کيلومترۍ کې پروت و.

راما
د بنيامين ټبر په ځمکه کې يو ښار و، چې د يروشلم په شمالي خوا کې تقريباً په اته کيلومترۍ کې پروت و.

بير شبع
بير شبع د بني اسراييلو د ځمکې جنوبي سرحد ته نږدې يو ښار و.

بنيامين
بنيامين د حضرت يعقوب ﵇ له دوولسو زامنو څخه کشری زوی و، چې په همدې خاطر د بني اسراييلو له دوولسو ټبرونو څخه يو ټبر يې د بنيامين ټبر په نوم يادېږي.

بي بي راحيله
بي بي راحيل د حضرت يعقوب ﵇ مېرمن وه، چې له هغې څخه يعقوب ﵇ ته دوه زامن يوسف ﵇ او بنيامين پيدا شول.

د ﷲ  روح
دا د الهي ذات ماهيت دی، چې د ﷲ ﷻ د ذات جلال ته اړوند کېږي. دغه سپېڅلی روح د خدای ﷻ لخوا پر خلکو نازلېږي او هغوی ته د يو خاص کار لپاره ځانګړی قوت او الهام ورکوي.

روبين
روبين د حضرت يعقوب ﵇ په دوولسو زامنو کې مشر زوی و، چې په همدې خاطر د بني اسراييلو له دوولسو ټبرونو څخه يو ټبر يې د روبين ټبر په نوم يادېږي.

جاد
د حضرت يعقوب ﵇ له دوولسو زامنو څخه د يوه نوم جاد و. په همدې خاطر د بني اسراييلو له دوولسو ټبرونو څخه يو ټبر د جاد په نوم يادېږي.

يهودا
د حضرت يعقوب ﵇ په دوولسو زامنو کې د يوه نوم يهودا و، چې په همدې خاطر د بني اسراييلو له دوولسو ټبرونو څخه يو ټبر يې د يهودا ټبر په نوم يادېږي. څرنګه چې حضرت داود ﵇ له همدې ټبر څخه و، دغه ټبر ډېر مهم ټبر شو. د دغه ټبر ځمکه د بني اسراييلو د ځمکې په جنوب کې پرته وه.

عماليقيان
دغه قبيله د عماليق له نسله وه. عماليق د يعقوب ﵇ د ورور عيص لمسی و. دغه قبيله د مصر او کنعان تر منځ اوسېده او د بني اسراييلو دښمنان وو.

نذرانه شوې ډوډۍ
د بني اسراييلو امامانو به هره اونۍ د عبادت په ورځ دوولس ډوډۍ د خېمة الله په سپېڅلې خونه کې او وروسته د بيت المقدس په سپېڅلې خونه کې پر طلايي مېز باندې د الله ﷻ په حضور کې د نذرانې په توګه ايښودې. د دغې کړنې حکم په موسوي شريعت کې راغلی و. يوازې امامانو اجازه درلوده چې دغه ډوډۍ وخوري.

قعيله
قعيله د يهودا ټبر په ځمکه کې يو ښار و. دغه ښار د حبرون د شمال لوېديځ په تقريباً ديارلس کيلومترۍ او د يروشلم په جنوب لوېديځ کې تقريباً په نهه ويشت کيلومترۍ کې پروت و.

د فاران بيابان
د فاران بيابان د يهودا ټبر د ځمکې جنوبي خوا ته، د عدوم لوېديځ خوا ته او د مصر په شمالي خوا کې پروت و.

يزرعيل
د يزرعيل سيمه د بني اسراييلو د ځمکې په شمال کې وه او د ګليل او سامريې تر منځ پرته وه.

يابيش جلعاد
د بني اسراييلو يو ښار و، چې د اُردن سيند په ختيځ کې پروت و.

حبرون
حبرون د يهودا ټبر په ځمکه کې يو ښار و، چې د يروشلم په جنوبي خوا کې تقريباً په دېرش کيلومترۍ کې پروت و.

صهيون
په يروشلم کې يوه لويه غونډۍ ده. داود ﵇ هغه کلا فتحه کړې وه، چې په همدې غونډۍ باندې جوړه شوې وه.

صور
دغه ښار د بني اسراييلو د ځمکې په شمالي او لوېديځ اړخ کې د مديترانې په ساحل کې موقيعت درلود، چې په اوس وخت کې د لبنان يو ښار دی. په دغه ښار کې اوسېدونکي خلک په قوم فينيقيان او بت پرستان وو.

صيدون
دغه ښار د صور ښار په شمالي او لوېديځ اړخ کې د مديترانې په ساحل کې موقيعت درلود. صيدون ښار هم د اوسني لبنان له ښارونو څخه شمېرل کېږي. دغه ښار د سيمې له تاريخي او تجارتي ښارونو څخه و. د دغه ښار اوسېدونکي په قوم فينيقيان او بت پرستان وو.

د قدرون دره
د قدرون دره د يروشلم په ختيځ کې پرته ده، چې يروشلم ښار د زيتونو له غره څخه بېلوي.

آشوريان
آشوريانو د بني اسراييلو تر څنګ يوه لويه امپراتوري درلوده. دوی به د اشتار بت عبادت کاوه. د نينوا ښار د آشوريانو پايتخت و. دوی به تل له بني اسراييلو سره جنګونه کول، تر څو د بني اسراييلو خاوره تر خپل واک لاندې راولي.

نينَوا
نينوا ښار د آشوريانو پايتخت و، چې د اوسني عراق، د موصل ښار په شاوخوا کې موقعيت لري.

يافا
يافا د بني اسراييلو په ځمکه کې د سمندر په غاړه يو ښار دی.


فهرست