حضرت يونس ﵇
د ماهي په نس کې يونس ﵇ د خدای ﷻ حمد وايي
د ﷲ ﷻ په امر يو لوی ماهی راغی او يونس ﵇ يې ژوندی تېر کړ. يونس ﵇ درې ورځې او درې شپې د ماهي په نس کې و.
يونس ﵇ د ماهي په نس کې خپل رب ﷲ ﷻ ته حمد وفرمايه:
مصيبت کې مې ﷲ ته ناره وکړه
ﷲ هم زما غوښتنه راپوره کړه
د مرګ له خولې مې د نجات په پار ناره کړه
تا زما همدغه هيله راپوره کړه
تا زه په ژورو اوبو کې غورځولی وم
تا زه د سمندر تل ته رسولی وم
هلته د اوبو ګرداب احاطه کړی وم
ستا په حکم به څپې زما پر سر رااوښتې
فکر مې وکړ چې نور مې په خپل دربار کې نه پرېږدې
ما ويل ستا د سپېڅلي کور ليدل نه رابخښې
تر اوبو لاندې مې د نفس وروستۍ سلګۍ وتې
ژورې اوبه مې له ټول ځانه تاوېدې
د سمندر د بوټو څانګې مې له سره تاوېدې
په سمندر کې د غرونو بېخونو ته ښکته کېدم
د مړو د عالم په زندان کې د تل لپاره زنداني کېدم
يا زما خدايه! له دې کندې دې کړم پورته
هغه وخت مې ﷲ ياد کړ، چې مې ژوند تسليمېده د اوبو زور ته
زما دعا ستا په دربار کې شوه قبوله
د بتانو پيروان ستا له رحمت بې برخې کېږي
خو زه تا ته شکرانې کې قربانۍ وړاندې کوم
کړې ژمنه خامخا پوره کوم
ځکه ته يوازينی ناجي، ﷲ يې!
له دې وروسته ﷲ ﷻ پر ماهي امر وکړ او ماهي يونس ﵇ د سمندر غاړې ته وغورځاوه.