حضرت سليمان 

د سبا ملکه د سليمان  حضور ته راځي

څه موده وروسته د سبا ملکې ته خبر ورسېد چې ﷲ ﷻ سليمان ﵇ ته خاص حکمت او دبدبه ورکړې ده او د ده ﵇ په لاس بيت المقدس هم جوړ شوی دی. نو تصميم يې ونيو چې ورشي او د سختو سختو موضوعاتو په اړه د هغه ﵇ حکمت وازمويي. په دې خاطر له ډېرو نوکرانو او د اوښانو له کاروان سره چې خوشبوګانې، ډېر سره زر او قيمتي ډبرې پرې بار وې، يروشلم ته راغله او هره پوښتنه چې يې په ذهن کې وه، له سليمان ﵇ څخه يې وکړه. سليمان ﵇ هم د هغې ټولې پوښتنې ځواب کړې. د هېڅ پوښتنې ځواب ورته سخت نه و.

د حضرت سليمان  حکيمانه خبرې

صادقان او فاسدان

د صادقانو کرکه له خرابکارانو څخه راځي
     او د فاسدانو کرکه له راستکارانو

صادقان له درواغو کرکه لري
     خو فاسدان ذليل او بې شرمه کارونه کوي

د صادقانو خوله د آب حيات چينه ده
     خو د فاسدانو په خبرو کې خشونت پټ دی

د صادقينو جايزه مبارک ژوند دی
     خو د فاسدانو جايزه د دوی د ګناهونو سزا ده

له ﷲ ﷻ څخه وېره د ژوند ورځې ډېروي
     خو د فاسدانو د ژوند ورځې به کمې کړل شي

راستکاري د نېکانو لاره خوندي کوي
     خو بدکاري فاسدين رانسکوروي

مصيبتونه په ګناهکار پسې دي
     خو د راستکارانو انعام نېکمرغۍ وي

د پوه انسان زړه د پوهې طلب کوي
     خو د نادان خوله په جهالت څرېږي

ساده لوحه انسان په هره خبره باور کوي
     خو هوښيار انسان خپل هر ګام په فکر سره پورته کوي

د حکمت خاوند احتياط کړي او په بدو نه وردرومي
     خو ناپوه ځان ته مغرور وي او بې باکه مخ ته درومي

په څه ډول چې سپی خپل قي ته ستنېږي او څټي يې
     همدارنګه بې عقل خپله بې عقلي تکراروي

د بې عقل ژوند د ده د بې عقلۍ له وجې تباه شي
     او بيا په زړه کې ﷲ ﷻ ته په قهر وي

نادان ته پوهه خوند نه ورکوي
     بلکې د خپل زړه حال څرګندول يې خوښېږي

حکيم انسان پر خپله ژبه واک لري
     او پوه انسان له سړې سينې څخه کار اخلي

پوه انسان ته د اصلاح يوه خبره ډېره کاري ده
     خو بې عقل ته سل ګوزاره اثر نه کوي

په زړه کرکه په خوله مينه چې کوي دا درواغجن دی
     څوک چې په نورو پسې خبرې کوي، بې عقل دی

اولادونه د خدای ﷻ لخوا نعمت دی!
د الهي انعام غوندې!

د ځوانۍ د ورځو اولادونه داسې وي
 لکه غشي د ځواکمن په لاس کې

نېکمرغه هغه کس دی چې کڅوړه يې ځينې ډکه وي!
هغه به هېڅکله د خپل مدعي په وړاندې کم رانه شي

د بوډاګانو لپاره خپل لمسيان د سر تاج وي
     او اولادنه په خپل مور او پلار افتخار کوي

ماشوم په سمې لارې باندې تربيه کړه
     بيا به د عمر تر پايه له دغې لارې وانه وړي

د ماشوم د اصلاح کولو لپاره هغه په لښته ووهه، دا کار هغه ته حکمت ورکوي
     که ماشوم اصلاح نه کړې، دا کار يې د مور نوم ته ذلت ورکوي

که ماشوم مو سم تربيه کړ، دا ستاسې د آرامۍ سبب کېږي
     چې دې ته په ليدو سره به ستاسې زړه له خوښۍ څخه غوړېږي

د خپل اولاد په اصلاح کې کمی مه راوله
     هغه په لښتې له وهلو څخه نه مړ کېږي

څوک چې د اصلاح لپاره خپل ماشوم په لښته نه وهي
     هغه له خپل اولاد سره مينه نه لري

څوک چې له خپل اولاد سره مينه لري
     هغه د خپل اولاد په اصلاح کولو کې ناغېړي نه کوي

د ژوند هدف

زه ستاسې لارښود په يروشلم کې پر ټولو بني اسراييلو باندې پاچا پاتې شوی يم. دې ته مې زړه کړی و چې د خدای راکړي حکمت په وسيله د آسمان لاندې د ټولو تر سره شوو کارونو تحليل او څېرنه وکړم. دې نتيجې ته ورسېدم چې خدای ﷻ پر بني آدميانو باندې ډېر دروند بوج اچولی دی. هر هغه څه ليدلي مې دي چې په دې ځمکه کې تر سره کېږي. ټول يې داسې بې ګټې او عبث دي، لکه څوک چې په باد پسې منډې وهي.

له ځان سره مې وويل: راشه د عيش او عشرت خوند وګوره چې ښه دی او که نه. خو راته ثابته شوه چې دا هم بې ګټې او عبث دی. نو ومې ويل: یوازې په خندا او ساعتیرۍ ژوند تېرول، يو حماقت دی او له عيش او عشرت څخه څه لاس ته نه راځي. بيا مې په داسې حال کې چې د حکمت تر لارښوونې لاندې وم، د ميو د مستۍ په باره کې ډېر ژور فکر وکړ، چې دا پر انسان باندې څه تاثير کوي او د حماقت انجام به څه وي؟ په دې کې مې هدف دا و چې دا معلومه کړم چې په دې دنيا کې د بني آدميانو د څو ورځو په ژوند کې څه کارونه ګټور دي. نو په لويو کارونو مې لاس پورې کړ. ځان ته مې کورونه او د انګورو باغونه جوړ کړل. نور باغونه او شنه ځايونه مې هم جوړ کړل، چې په هغو کې مې د هر ډول مېوو ونې وکرلې. د اوبو ذخيرې مې هم جوړې کړې تر څو ونې ترې خړوبې شي. د هغو غلامانو سربېره چې زما په کور کې پيدا شوي وو، نور نارينه او ښځينه غلامان مې هم واخيستل. د دومره ډېر مال او مواشيو خاوند شوم، چې له ما څخه مخکې د يروشلم په ټول تاريخ کې تر دې اندازې پورې چا نه درلودل. ډېر سره او سپين زر مې هم لاس ته راوړل، چې په دې کې داسې قيمتي شيان وو چې له نورو پاچاهانو او حاکمانو څخه مې اخيستي وو. خپل حضور ته مې نارينه او ښځينه بيت زمزمه کوونکي راوستل او په خپل حرم کې مې ښځې ډېرې کړې. د بني آدميانو له ټولو لذتونو څخه برخمن وم. لنډه دا چې له هغو ټولو کسانو څخه چې له ما څخه مخکې يې په يروشلم کې ژوند تېر کړی و، لوړ شخص او شتمن شوم، او حکمت له ما سره مل پاتې شو. زما سترګو چې به د کوم شي غوښتنه وکړه، هغه به مې له هغو څخه نه سپماوه. خپل زړه به مې له هېڅ لذت څخه نه بې برخې کاوه. دغو ټولو هڅو مې زړه خوشحاله کړی و، ځکه چې دا ټول زما د هڅو انعام و. خو کله چې مې د خپل لاس کارونو ته او ورسره خپل کښلي زحمت ته وکتل، نو دې نتيجې ته ورسېدم چې دا ټول شيان داسې بې ګټې او عبث دي، لکه څوک چې په باد پسې مڼدې وهي. په دې دنيا کې داسې هېڅ شی نشته چې انسان ته ګټه ورسوي.

نو انسان ته له دې ټول زحمت څخه څه لاس ته ورځي؟ ما هغه دروند بوج ليدلی دی چې ﷲ ﷻ پر بني آدميانو اچولی دی. خدای ﷻ هر څه داسې پيدا کړي دي چې په خپل مقرر وخت کې مناسب واوسېږي. د انسان په زړه کې يې دا پوهه هم اچولې ده، چې له دې فاني دنیا بغیر ابديت هم شتون لري، خو د انسان تر عقله لوړ دي چې په دې پوه شي، له ازله تر ابده خدای ﷻ کوم کوم کارونه مقرر کړي دي. نو په پای کې په دې پوه شوم چې په ژوند کې د انسان لپاره تر دې ښه شی نه دی، چې خوشحاله واوسي او خپل ساعت تېر کړي. يعنې دا چې بايد خوراک او څښاک وکړي او له خپل زحمت څخه خوند واخلي، ځکه چې دا ټول شيان د خدای ﷻ له خوا ورکړل شوي نعمتونه دي. په دې هم پوه شوم چې هر هغه څه چې خدای ﷻ تر سره کوي، تل تر تله تغيير نه مننونکي دي. څوک پکې نه څه ورزياتولای شي او نه څه ترې کمولای شي. خدای ﷻ هر څه همداسې منظم کړي دي، تر څو خلک ترې ووېرېږي.

بيا مې د انسانانو ټول هغه زحمتونه چې د کاميابۍ تر لاسه کولو لپاره يې باسي، تر نظر تېر کړل. دا هم يوازې او يوازې يو له بل سره حسادت کول دي. نو دا ټول بې ګټې او عبث او په باد پسې منډې وهل دي.

لکه څرنګه چې انسان د خپلې مور له رحم څخه لوڅ لغړ دنيا ته راځي، هماغسې به له دې دنيا څخه بېرته ځي، او له خپلو ايستل شوو زحمتونو څخه څه له ځان سره نه شي وړلای.

يقيناً! په دنيا کې داسې صالح کس نشته چې يوازې نېکي وکړي او خطا هېڅ وخت ترې ونه شي.

زه په دې باندې پوه شوی يم، چې خدای ﷻ په پيل کې انسان پر سمې لارې روان کړی و، مګر انسان په خپل زړه او فکر سره خپله لاره وسنجوله.

بې شکه چې هېڅوک په راتلونکې نه پوهېږي. همدارنګه بل څوک يې هم نه شي خبرولای چې څه پېښېدونکي دي. هېڅوک په خپل روح اختيار نه لري چې څه وخت به ووزي او د خپل مرګ ورځ نه شي ټاکلای. لکه څرنګه چې د جنګ په ميدان کې چا ته رخصتي نه ورکول کېږي، نو همداسې بدعمله کس په خپلې بدعملۍ سره له سزا نه خلاصېږي.

امکان لري يو خطاکار سل ځله خطا وکړي او بيا اوږد عمر ولري، خو په دې پوهېږم چې نېکمرغي د هغه کسانو په نصيب کېږي چې له خدای ﷻ څخه وېره لري. د بدکارانو لپاره هېڅ خير نشته، ځکه چې له خدای ﷻ څخه نه وېرېږي. د دوی د ژوند ورځې به د سيوري په شان ژر تېرې شي.

لکه څرنګه چې ته د باد په مسير نه پوهېږې چې کومې خوا ته روان دی 
     او نه هم په دې چې د ښځې په رحم کې د ماشوم هډوکي څنګه شکل اخلي،

نو د ټول خلقت د خالق په کار
     به څه پوه شې.

سهار خپل تخم وشينده او تر ماښامه دې لاس ته آرام مه ورکوه،
     ځکه نه پوهېږې چې کوم کار به دې حاصل ورکړي.

شايد له يوه څخه ګټه وکړې او يا له بله،
     او شايد هم له دواړو.

خپل حاصلات دې د اوبو له لارې ولېږه،
     چې يوه ورځ به يې په بدل کې ګټه تر لاسه کړې.

په دې ټولو خبرو تر غور وروسته زه دې نتيجې ته ورسېدم: له خدای ﷻ څخه ووېرېږه او احکامو ته يې تابع اوسه، ځکه چې دا هغه څه دي چې پر هر انسان فرض دي. خدای ﷻ به د پټو اعمالو په ګډون د هر عمل حساب وکړي، که هغه ښه وي او که بد.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست