حضرت سليمان ﵇
د بيت المقدس د وقف لپاره د سليمان ﵇ دعا
بيا سليمان ﵇ د ټولو راغونډ شوو بني اسراييلو په حضور کې د قربانګاه په مخامخ په زنګنو شو. خپل دواړه لاسونه يې د آسمان خوا ته پورته کړل او دا دعا يې وکړه: يا ﷲ، د بني اسراييلو ربه! ستا غوندې خدای نه په آسمانونو کې شته او نه په ځمکه کې! ته خپل عهد او تړون له خپلو هغو بنده ګانو سره ساتې چې د زړه له کومې دې د لارې پيروي کوي او په خپله مينه او ښېګنه يې نازوې. کوم قول چې دې زما له پلار داود ﵇ سره کړی و، نن دې په خپل قدرت سره تر سره کړی دی.
يا ﷲ، د بني اسراييلو ربه! اوس خپل هغه قول هم پوره کړه چې زما له پلار سره دې کړی و. ورته فرمايلي دې وو: «که اولادونه دې نسل په نسل ستا په څېر زما د لارې پيروۍ ته ادامه ورکړي، نو زه به تل ستا له خاندانه يو کس د بني اسراييلو پر تخت ټينګ ساتم.»
يا ربه، آيا ستا حضور به رښتيا په ځمکه کې واوسېږي؟ کله چې ټول آسمانونه ستا ګنجايش نه لري، نو دغه بيت المقدس لا څه دی، چې ما جوړ کړی دی؟ يا ﷲ، زما خدايه! د خپل بنده دغه دعا قبوله کړه چې نن يې ستا له لوی دربار څخه غواړي. تا خو فرمايلي دي چې په دغه کور کې به زما حضور وي. نو شپه او ورځ پر دغه کور خپل پام وساته. هر وخت چې زه او يا ستا منتخب قوم بني اسراييل مخ د دغې قبلې په طرف کوو او دعاوې کوو، نو له خپل مقام لوړ عرش څخه مو دعاوې قبولې کړه او ګناهونه مو راوبخښه.
د دې وخت به خامخا راشي چې په دې ځمکه کې ډول – ډول مصيبتونه پېښ شي، لکه کاختۍ، ناروغۍ، د حاصلاتو مرضونه، د ملخانو سېل او يا د دښمنانو له خوا حملې او محاصرې. مصيبت چې هر ډول وي، که ستا منتخب قوم دغه کور قبله وګرځوله او تا ته يې د دعا لاسونه پورته کړل، نو د خپل مقام لوړ عرش څخه يې دعا قبوله کړه او بخښنه ورته وکړه. يوازې ته د هر چا د زړه په حال پوهېږې. نو هر چا ته د خپلو اعمالو بدله ورکړه. بيا به خلک په دې ځمکه کې چې تا زموږ پلرونو او نيکونو ته ورکړې ده، د ژوند تر پايه درڅخه وېره ولري.
کله چې ستا د نوم او شان آوازه پرديو ته ورسېږي، چې په خپل قدرتمند لاس دې څه – څه کارونه تر سره کړي دي، نو هغوی به هم له لرې – لرې ځايونو څخه راشي او د دغه بيت المقدس پر خوا به دعاوې وکړي. هغه وخت ته له خپل مقام لوړ عرش څخه د هغوی دعاوې هم قبولې کړه او غوښتنې يې ورپوره کړه، تر څو د ځمکې پر مخ ټول قومونه ستا د منتخب قوم بني اسراييلو په څېر تا وپېژني او په زړونو کې يې ستا وېره پيدا شي او په دغه بيت المقدس کې چې ما جوړ کړی دی، ستا د حضور شتون درک کړي.
يا ربه! انسان له خطا څخه خالي نه دی. نو د دې وخت به هم راشي چې ستا منتخب قوم به دې پر خلاف خطا وکړي. ته به پرې په قهر شې او د دښمنانو لاس ته به يې ورتسليم کړې او دښمنان به يې، که نږدې وي او که لرې، خپلو ملکونو ته اسيران بوزي. بيا به ستا منتخب قوم د اسيرۍ په حالت کې په خپلو کړنو پښېمانه شي، تا ته به توبه وکړي او د رحم داسې دعا به وکړي چې يا ﷲ، موږ خطا کړې ده، ګمراه شوي وو او بد مو کړي دي. کله چې يې په ټول زړه او وجود سره تا ته رجوع وکړه او دغې ځمکې ته چې د دوی پلرونو او نيکونو ته دې ورکړې او دغه ستا منتخب ښار او دغه سپېڅلي کور ته يې مخ کړ او دعا يې درته وکړه، نو له خپل مقام لوړ عرش څخه يې دعا قبوله کړه او مرسته ورسره وکړه. د خپل منتخب قوم ټولې هغه خطاوې او نافرمانۍ وروبخښه، چې ستا پر خلاف يې کړي دي او د اسير کوونکو په زړونو کې نسبت هغوی ته د رحم اوبه ورتوی کړه، ځکه چې دا قوم ستا خاص قوم دی چې په مصر کې له سختو کړاوونو سره مخ و، خو تا نجات ورکړ او له مصره دې راوايست.
کله چې سليمان ﵇ دا دعا خلاصه کړه، بيا راولاړ شو. په لوړ غږ يې ټولو بني اسراييلو ته د برکت دعا وکړه او ويې فرمايل: ﷲ ﷻ ته دې حمد وي، چې له خپلې وعدې سره سم يې خپل منتخب قوم بني اسراييلو ته امنيت او آرامي ورکړې ده. ټولې هغه د ښو وعدې چې د موسی ﵇ په واسطه يې له موږ سره کړې وې، يوه – يوه يې تر سره کړې ده. څرنګه چې زموږ رب ﷲ ﷻ زموږ له پلرونو او نيکونو سره مل او ملګری و، نو له موږ سره دې هم واوسي. موږ دې هېڅکله له خپلې ملتيا څخه بې برخې نه کړي او يا مو دې يوازې پرېنږدي. خدای ﷻ دې زموږ زړونه ځان ته مايل کړي، تر څو په پوره ډول يې د لارې پيروي وکړو او ټول هغه احکام او فرمانونه يې پر ځای کړو چې زموږ پلرونه او نيکونه يې پرې مامور کړي وو. زموږ رب ﷲ ﷻ دې تل زما دغه دعاوې په نظر کې وساتي او هره ورځ دې د ضرورت په کچه له ما او له خپل منتخب قوم بني اسراييلو سره مرسته وکړي. بيا به د ځمکې پر سر ټول قومونه پوه شي چې يوازېنی خدای ﷲ ﷻ دی او له ﷲ ﷻ پرته بل خدای نشته! ای خلکو، د زړه له اخلاصه زموږ د رب ﷲ ﷻ د لارې پيروي وکړئ او احکام او فرمانونه يې دغسې عملي کړئ، لکه نن چې يې عملي کوئ.
له دغو دعاګانو وروسته سليمان پاچا او ټولو راغونډو شوو بني اسراييلو ﷲ ﷻ ته بيا قربانۍ وړاندې کړې.
په دغه وخت کې له آسمانه اور رانازل شو او قربانۍ يې وسوځولې او يو ځل بيا الهي تجلا ټول بيت المقدس پټ کړ. د دې الهي تجلا له خاطره امامان بيت المقدس ته نه شول داخلېدای. د دې رانازل شوي اور او الهي تجلا په ليدلو سره ټول خلک پر سجده پرېوتل او د ﷲ ﷻ صفت او ستاينه يې وکړه. ويې ويل: خدای ﷻ ډېر ښه دی! مينه او ښېګڼه يې تل تر تله پايي!