حضرت سليمان ﵇
د بيت المقدس تجهيزات
همدارنګه سليمان ﵇ د ﷲ ﷻ د کور بيت المقدس ټول سامانونه او وسايل جوړ کړل، چې عبارت وو له:
د خوشبويۍ د سوځولو لپاره د سرو زرو مېز.
د سرو زرو هغه مېز، چې د ﷲ ﷻ په حضور کې به ډوډۍ ورباندې ايښودل کېدې.
له خالصو سرو زرو څخه جوړ شوي لس دانې څراغدانونه، چې د سپېڅلو د سپېڅلې خونې دباندې پراته وو، پنځه ښۍ خوا ته او پنځه کيڼې خوا ته.
د څراغدانونو د سينګار لپاره د ګلونو شکلونه.
څراغونه
د سکروټو د نيولو سامانونه
کاسې
د پلتو د پرې کولو لپاره قيچيانې
تشتونه
د خوشبودارو موادو لپاره لوښي
د سپېڅلو د سپېڅلې خونې د دروازو لپاره چپراسونه او د عبادتګاه د عمومي دروازو لپاره چپراسونه.
دا ټول شيان له سرو زرو جوړ شوي وو.
کله چې دا ټول کارونه تکميل شول، سليمان ﵇ ټول هغه سپين زر، سره زر او نور شيان چې پلار يې داود ﵇ د ﷲ ﷻ کور ته وقف کړي وو، راوړل او د بيت المقدس په خزانو کې يې واچول.