حضرت سليمان 

بني اسراييل د سليمان  تر سلطنت لاندې خوشحاله ژوند تېروي

لنډه دا چې د سليمان ﵇ پاچاهي پر ټول اسراييل باندې قايمه وه. د هغه ﵇ درباريان او مشاورين په لاندې ډول دي: عزريا بن اخيمعص بن صادوق، لوی امام و. د شيشا زامن اليحورف او اخيا شاهي کاتبين وو. يهوشافاط بن اخيلود شاهي تاريخ ليکونکی و. بنايا بن يهوياداع سرسالار و. صادوق او ابياتار امامان وو. عزريا بن ناتان د سيمه ايزو منصبدارانو مشر و. زابود بن ناتان هم امام و او هم د پاچا مشاور و. اخيشار د قصر مدير و او ادونيرام بن عبدا د بېګار پر چارو باندې مسوول و. پر دې سربېره سليمان ﵇ په ټول اسراييل کې دوولس واليان وټاکل. د هر والي مسووليت و چې د کال په يوه – يوه مياشت کې د پاچا د کورنۍ لپاره لازم توکي برابره کړي.

په هغو ورځو کې د يهودا د ټبر د خلکو او د بني اسراييلو د نورو ټبرونو د خلکو شمېر دومره زيات وو لکه د سمندر د ساحل رېګ. ټول خلک خوشحاله وو او په پرېمانه کچه يې خوراک او څښاک کاوه. د سليمان پاچا حکمراني په شمال کې د فرات له سيند څخه نيولې په جنوب کې تر فيليستيني ځمکو پورې، چې هلته له مصر سره سرحد و، پراخه وه. يعنې له تِفسَح ښار څخه تر غزې ښار پورې يې ټوله ځمکه په لاس کې وه او ټول هغه مملکتونه چې د سليمان ﵇ په قلمرو کې پراته وو، ده ﵇ ته يې باج ورکاوه او تر څو چې دی ﵇ ژوندی و، دغو مملکتونو به يې خدمت کاوه. د سليمان ﵇ په ټوله دوره کې د بني اسراييلو پر ټولو ټبرونو باندې سوله او امنيت حاکم وو. په شمال کې له دان څخه په جنوب کې تر بير شبع پورې هرې کورنۍ د انګورو د تاکونو او د اينځر د ونو تر سيوري لاندې د آرامۍ ژوند درلود.

واليانو به هر يوه په خپل نوبت سره يوه – يوه مياشت سليمان ﵇ ته خوراکي توکي برابرول او نه به يې پرېښودل چې پر شاهي دسترخوان باندې کوم کمی راشي. پر دې سربېره يې د آسونو لپاره په لازمه اندازه اوربشې او پروړې هم راوړلې.

 << مخکې|  وروسته >> 

 فهرست