حضرت داود ﵇
د داود ﵇ وفات
دا د داود بن يِسی ﵇ وروستنی حمد دی، کوم شخص چې د يعقوب ﵇ رب سرلوړی کړ او د پاچاهۍ لپاره يې غوره کړ او د اسراييل د قادر خدای ﷻ نازولی و:
دغه خبرې د ﷲ ﷻ روح زما په واسطه فرمايلي دي
د ﷲ ﷻ کلمات زما پر ژبه جاري دي
د اسراييل رب او ساتونکي راته وفرمايل:
هغه واکمن چې په صداقت او د خدای ﷻ له وېرې واکمني کوي
مثال يې د لمر په شان دی چې په روښانه سهار کې راخېژي
او يا د هغه صاف آسمان په څېر دی چې رڼا يې تر باران وروسته پر شنو بوټو ځلېږي
بې شکه! زما نسل او کورنۍ د خدای ﷻ رضا حاصله کړې ده
نو خدای ﷻ له ما سره يو تلپاتې عهد او تړون کړی دی
چې شرايط يې ترتيب شوي او تغيير نه منونکي دي
خدای ﷻ به تل زما نجات او مرستې ته حاضر وي
او زما هره هيله به راته پوره کړي
پاتې شول، له خدای ﷻ څخه نه وېرېدونکي کسان
هغوی د اغزنو بوټو په څېر دي چې بايد له بېخه وايستل شي
مګر څوک يې په لاس نه باسي
بلکې د اوسپنې په سامان آلاتو يې وهي
او په بشپړه توګه يې سوځوي
داود بن يِسی ﵇ څلوېښت کاله پر بني اسراييلو پاچاهي کړې وه. لومړي اووه کاله يې حکومت په حبرون کې و او بيا درې دېرش کاله په يروشلم کې پر ټولو بني اسراييلو پاچا و. له اوږده ژوند وروسته، چې ډېره شمتني او شان او شوکت يې تر لاسه کړی و، په ډېر زاړه عمر کې وفات شو او پر ځای يې د هغه ﵇ زوی سليمان ﵇ د سلطنت چارې سمبالې کړې.