حضرت داود 

سليمان  پاچا کېږي

په سبا ټولو حاضرينو زر سخوندره، زر مږان او زر وري حلال کړل او د سوځېدلو قربانيو په توګه يې د څښاک له نذرانو سره ﷲ ﷻ ته وړاندې کړل. دغه وخت يې ډېرې نورې قربانۍ هم وکړې، چې د ټولو بني اسراييلو لپاره کافي خوراک برابر شو. هغه ورځ يې په ډېرې خوشحالۍ سره د قربانګاه په وړاندې خوراک او څښاک وکړ. د داود ﵇ پر ځای يې سليمان ﵇ خپل پاچا مقرر کړ او صادوق يې لوی امام مقرر کړ. په دې موخه يې د دواړو پر تنديو تيل توی کړل.

په دې ډول سليمان ﵇ د خپل پلار داود ﵇ پر ځای پر تخت کېناست او د ﷲ ﷻ پر منتخب قوم بني اسراييلو باندې يې واکمني پيل کړه. په هر کار کې کاميابه و او ټولو بني اسراييلو يې حکم مانه. مشرانو، غښتلو جنګياليو او د داود ﵇ نورو زامنو ټولو له سليمان ﵇ سره بيعت وکړ. ﷲ ﷻ سليمان ﵇ د ټولو بني اسراييلو په نظر سرلوړی کړ او داسې شان او شوکت يې ورکړ، چې له هغه ﵇ څخه مخکې هېڅ اسراييلي پاچا نه و حاصل کړی.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست