حضرت داود ﵇
داود ﵇ له خدای ﷻ څخه سليمان ﵇ ته توفيق غواړي
له دې وروسته داود ﵇ د ټولو راټول شوو خلکو په حضور کې د ﷲ ﷻ حمد او ثنا وويله: يا ﷲ، زموږ د ستر نيکه اسراييل ربه، ته له ازله تر ابده د صفت لايق يې! لويي، قدرت، جمال، بريا او جلال تا لره دی! د آسمانونو او ځمکې او د ټولو هغو شيانو چې د دواړو په منځ کې دي، پاچاهي يوازې ستا ده او پر هر څه غالب يې! شتمني او جلال ورکوونکی ته يې، ځکه چې ته پر هر څه حاکم يې. ستا په لاس کې زور او قدرت دی او ته يې چې انسان ته لويي او قوت ورکوې.
ای زموږ ربه، ستا شکر ادا کوو او ستا د نوم عظمت بيانوو. زه او زما ولس څوک يو چې د دې توان ولرو چې تا ته کوم شی درکړو؟ هر څه چې لرو، له تا څخه دي. يوازې هغه څه درته ډالۍ کوو، چې په اصل کې ستا مال دی. موږ خو د خپلو پلارونو او نيکونو په څېر پر دې ځمکه مسافر او مېلمانه يو. زموږ د ژوند ورځې د يو سيوري په څېر تېرېږي او تلپاتې نه دي. يا ﷲ زموږ ربه، دا ټول شيان چې موږ تا ته ډالۍ کړي دي، تر څو د پاک نوم د احترام لپاره دې يو کور جوړ کړو، له تا څخه راغلي او ستا خپل مال دی. يا خدايه، زه پوهېږم چې ته د انسان زړه ته ګورې او له چا څخه چې په صداقت عمل کوي، خوشحاله کېږې. ما په صادق زړه دا هر څه درته ډالۍ کړي دي او شاهد يم، چې دې خلکو هم په خوښۍ او رضايت سره خپلې ډالۍ درته وړاندې کړې دي. يا ﷲ زموږ د سترو نيکونو ابراهيم، اسحاق او يعقوب ﵇ ربه! همدا لېوالتيا د خپل متنخب قوم په زړونو کې قايمه او دايمه کړه او زړونه يې خپل ځان ته مايل کړه. زما د زوی سليمان په زړه کې ټينګ عزم او هوډ راپيدا کړه، تر څو ستا حکمونه، قوانين او قرمانونه عملي کړي او ستا د کور ودانول، چې دا ټول مواد مې ورته برابر کړي دي، تکميل او بشپړ کړي.
بيا داود ﵇ ټولو خلکو ته وفرمايل: د خپل رب ﷲ ﷻ حمد او ثنا ادا کړئ!
خلکو هم د خپلو پلرونو او نيکونو د رب ﷲ ﷻ حمد او ثنا ادا کړه او د پاچا په حضور کې ﷲ ﷻ ته په سجده پرېوتل.