حضرت داود ﵇
داود ﵇ خپل زوی سليمان ﵇ خپل ځای ناستی ټاکي
کله چې داود ﵇ ډېر زوړ او د ژوند ورځې يې کمې پاتې شوې، نو خپل زوی سليمان ﵇ يې انتخاب کړ، تر څو له ده ﵇ وروسته پر بني اسراييلو پاچاهي وکړي.
داود ﵇ د بني اسراييلو ټول مطرح کسان يروشلم ته راوغوښتل، چې په دې جمله کې د ټبرونو مشران، د پوځي ډلو سالاران، د شاهي مالونو او څارويو مسوولين، درباريان او غښتلي جنګيالي شامل وو. پر دې موقع، داود ﵇ د ټولو مخې ته ودرېد او ويې فرمايل: ای زما وروڼو او زما رعيته! هيله مې دا وه چې د عهد د صندوق او زموږ د خدای ﷻ د حضور لپاره يو کور جوړ کړم او د دې لپاره مې چمتووالی هم نيولی و، خو خدای ﷻ راته وفرمايل: ته به زما لپاره کور نه جوړوې، ځکه چې د جنګ سړی يې او ډېرې وينې دې توی کړې دي. د بني اسراييلو رب ﷲ ﷻ زما د پلار د کورنۍ له ټولو غړو څخه زه ټاکلی يم، تر څو زه او زما نسل د تل لپاره پر بني اسراييلو باندې سلطنت وکړو. له ټولو ټبرونو څخه يې د يهودا ټبر انتخاب کړ او د يهودا له ټبر څخه يې زما د پلار کورنۍ او بيا يې زما د پلار له زامنو څخه زه غوره او سلطان کړم. ﷲ ﷻ ما ته ډېر زامن راکړي دي او له هغو ټولو څخه يې سليمان ټاکلی دی، چې زما د تخت وارث شي او پر بني اسراييلو باندې پاچاهي وکړي. خدای ﷻ راته وفرمايل: زما کور به ستا زوی سليمان جوړوي. هغه به ما ته داسې نازولی وي، لکه يو پلار ته چې خپل زوی وي. که له دې وروسته زما د حکمونو او لارښوونو پر اطاعت ټينګ پاتې شي، لکه تر اوسه چې پرې ټينګ دی، نو سلطنت به يې تل تر تله قايم او دايم کړم.
ای خلکو! د خدای ﷻ او د ﷲ ﷻ د منتخب قوم بني اسراييلو په وړاندې تاسې ته وايم چې د خپل رب ﷲ ﷻ ټول حکمونه تر سره کړئ، تر څو دا ښه ځمکه همېشه ستاسې په ولکه کې پاتې شي او نسل په نسل يو دايمي ميراث وګرځي.
له دې وروسته داود ﵇ سليمان مخاطب کړ او ورته ويې فرمايل: ای سليمانه، زما زويه! د خپل پلار خدای ﷻ وپېژنه، د زړه له تله او په پوره اخلاص سره يې عبادت وکړه. ﷲ ﷻ د ټولو زړونو ته ګوري او په هر خيال او فکر يې ښه خبر دی. که په خدای ﷻ پسې تلاش وکړې، نو وبه يې مومې. خو که دې مخ ترې واړاوه، نو خدای ﷻ به هم له تا څخه د همېش لپاره مخ واړوي. ګوره، ﷲ ﷻ ته ټاکلی يې چې سپېڅلی کور ورته جوړ کړې. نو له همت څخه کار واخله او دا کار تر سره کړه.
له دې وروسته داود ﵇ سليمان ﵇ ته د بيت المقدس د مختلفو داخلي برخو نقشه ورکړه، چې عبارت وه له: د ننوتلو دالان، تحويلخانې، د خزانو خونې، د لوړ او ښکته منزلونو کوټې او د سپېڅلو سپېڅلې خونه، چېرې چې د عهد د صندوق په وړاندې د ګناهونو کفاره ورکول کېده. همدارنګه يې د بيروني برخو نقشه هم ورکړه چې عبارت وه له: انګړونه، بيروني کوټې او د قيمتي سامانونو او نذرانه شوو ډاليو لپاره ذخيره خانې. له دې وروسته داود ﵇ د امامانو او د هغوی د مرستيالانو تنظيم او د مسووليتونو وېش وروښود او د عبادت د ټولو لوښو او وسايلو استعمال او د هغو د جوړولو لپاره د سرو او يا سپينو زرو لازم وزن ورته بيان کړ.
د ټولو جزياتو تر بيانولو وروسته داود ﵇ سليمان ﵇ ته يو ځل بيا وفرمايل: غښتلی او همتناک اوسه او کار شروع کړه. ډار او وېره له ځانه لرې کړه، ځکه زما رب ﷲ ﷻ له تا سره مل او ملګری دی. خدای ﷻ به دې يوازې نه پرېږدي، بلکې د دې توانايي به درکړي، چې د سپېڅلي کور د جوړولو کار سر ته ورسوې. امامان او د هغوی مرستيالان د خدای ﷻ د کور د خدمت لپاره آماده دي او ماهر صنعتګران او کسبکاران به په ودانيزو کارونو کې په لېوالتيا درسره مرسته وکړي. ولس او مشران به ټول ستا حکم ته تابع وي.
