حضرت داود ﵇
داود ﵇ د خدای ﷻ د کور جوړولو تياری نيسي
بيا داود ﵇ وفرمايل: پر همدغه ځای باندې به د ﷲ ﷻ کور جوړ کړو او مخې ته به يې د قربانۍ د وړاندې کولو ځای وي، تر څو بني اسراييل خپلې قربانۍ ادا کړي.
د خدای ﷻ د کور جوړولو لپاره داود ﵇ حکم وکړ چې په اسراييل کې دې ټول مېشت پردي خلک يروشلم ته راشي او له هغوی څخه يې کسان مامور کړل چې د خدای ﷻ د کور د جوړولو لپاره ډبرې وتوږي. د دروازو د مېخونو او قبضو لپاره يې زياته اندازه اوسپنه برابره کړه او دومره ډېر برونز يې برابر کړل، چې تر اندازې وتلي وو. د سدر ډېر لرګي يې هم برابر کړل، ځکه چې د صور او صيدون اوسېدونکو ورته په زيات شمېر سره راوړي وو.
داود ﵇ له ځان سره فکر وکړ چې دا کور خو د ﷲ ﷻ لپاره جوړېږي. نو بايد بيخي شانداره وي، تر څو په ټولو ملکونو کې د ﷲ ﷻ نوم او عظمت خپور شي. زما زوی سليمان اوس کم عمره او بې تجربې دی. په دې خاطر به زه د دې ودانۍ بندوبست پخپله وکړم.
په دې ډول داود ﵇ له خپل وفات څخه مخکې د دې ودانۍ د جوړولو لپاره خورا ډېر ساختماني مواد برابر کړل.