حضرت داود ﵇
داود ﵇ د خپلو جنګياليو سرشمېرنه کوي
داود ﵇ سرسالار يوآب او نورو سالارانو ته وفرمايل: په شمال کې له دان ښار څخه نيولې په جنوب کې تر بير شبع پورې د ټولو بني اسراييلو سرشمېرنه وکړئ. بيا راشئ او ما يې په نتيجه خبر کړئ، تر څو وپوهېږم چې څو جنګيالي کسان شته دي.
يوآب عرض وکړ: پاچا صاحب! ﷲ ﷻ دې د خپل منتخب قوم شمېر سل برابره زيات کړي! هغوی ټول زما د بادار خدمتګاران دي. بيا تاسې ولې دا سرشمېرنه غواړئ؟ په دې کار سره ولې د بني اسراييلو غاړې وربندوئ؟
خو داود ﵇ خپله اراده بدله نه کړه. نو يوآب د پاچا له حکم سره سم ولاړ او د اسراييل په ګوټ – ګوټ کې يې د ولس شمېر معلوم کړ. بيا بېرته يروشلم ته راغی. د سرشمېرنې نتيجه يې داود ﵇ ته وړاندې کړه او ويې ويل: جنابه، د اسراييل په شمالي ټبرونو کې يوولس لکه جنګ ته تيار کسان دي او د يهودا په ټبر کې څلور لکه او اويا زره جنګ ته تيار کسان دي. خو سرسالار يوآب چې د پاچا له حکمه يې ډېر بد وړي وو، د لاوي * او د بنيامين ټبرونه يې په شرشمېرنه کې نه وو شامل کړي.
خدای ﷻ له دې سرشمېرنې څخه ډېر ناراضه شو او بني اسراييل يې په دې سبب په سزا محکوم کړل. په دې وخت کې داود ﵇ خدای ﷻ ته دعا وکړه چې يا خدايه، ما چې دا سرشمېرنه تر سره کړه، دا مې لويه خطا وه. بيخي حماقت و. نو هيله کوم، د خپل بنده تېروتنه معاف کړه.
ﷲ ﷻ جاد نبي ته، چې د داود ﵇ په دربار کې به حاضر و، وفرمايل: ورشه او داود ته ووايه چې ﷲ ﷻ فرمايلي دي: ستا مخې ته مې درې سزاګانې ايښې دي. له دې درېيو څخه يوه غوره کړه، چې درباندې نازله يې کړم.
جاد ﵇ هم داود ﵇ ته ورغی او ورته ويې فرمايل: ﷲ ﷻ فرمايلي دي: له دې درېيو سزاګانو څخه يوه غوره کړه: درې کاله کاختي، درې مياشتې د خپلو دښمنانو توره او يا درې ورځې د ﷲ ﷻ توره، يعنې، ﷲ ﷻ به يوه ملايکه مقرره کړي چې د بني اسراييلو په ټوله ځمکه کې وبا ګډه کړي او ويراني وکړي.
اوس فکر وکړه او راته ووايه چې خپل رالېږونکي رب ته څه ځواب ورکړم.
داود ﵇ جاد ﵇ ته وفرمايل: پر زړه مې بوج بيخي زيات دی، خو تر دې چې د انسان ښکار شم، ښه دا ده چې د ﷲ ﷻ له خوا سزا ووينم، ځکه چې د ﷲ ﷻ رحمتونه بيخي لوی دي.
بيا ﷲ تعالی پر بني اسراييلو باندې يوه وژونکې ناروغي مسلطه کړه چې اويا زره کسان پکې مړه شول. بيا يې ملايکه يروشلم ته ولېږله تر څو ويران يې کړي، خو څنګه چې يروشلم ته ورسېده، د ﷲ ﷻ رحمت په جوش کې راغی او ملايکې ته يې وفرمايل چې بس دی! نور لاس درونيسه!
په دې وخت کې ملايکه د ارنان يبوسي نومې سړي پر درمندځای ولاړه وه.
داود ﵇ خپلې سترګې آسمان ته ونيولې. ګوري چې ملايکه په آسمان کې ولاړه ده او د لاس توره يې د يروشلم پر خوا وراوږده کړې ده. نو داود ﵇ او ورسره مشرانو د توبې په نښه زيږه کالي واغوستل او پړمخې پر ځمکه پرېوتل. داود ﵇ خدای ﷻ ته عرض وکړ چې يا ﷲ! د سرشمېرنې حکم ما ورکړی و. تقصير يوازې او يوازې زما دی. دغو خلکو څه ګناه کړې ده؟ يا ﷲ زما ربه! ما او زما کورنۍ ته سزا راکړه، خو دا ستا منتخب قوم له دې آفت څخه وساته!
ملايکې جاد نبي ته وفرمايل: داود ﵇ ته ووايه چې د ارنان يبوسي درمندځای ته ولاړ شي او هلته د ﷲ ﷻ د شکرانې لپاره د قربانۍ د وړاندې کولو ځای جوړ کړي.
داود ﵇ هم ياد درمندځای ته ولاړ تر څو د ﷲ ﷻ حکم پر ځای کړي.
دغه وخت ارنان له خپلو څلورو زامنو سره غنم غوبلول. کله چې يې سترګې پر ملايکې ولګېدې، له وېرې يې له څلورو واړو زامنو سره منډه کړه او ځانونه يې پټ کړل. څه شېبه وروسته داود ﵇ راورسېد. د هغه ﵇ په ليدو سره ارنان له درمندځای څخه راووت او د تعظيم لپاره يې سر پر ځمکه کېښود. داود ﵇ ورته وفرمايل: دا درمندځای په پوره قيمت راباندې خرڅ کړه، تر څو پرې د ﷲ ﷻ د شکرانې لپاره د قربانۍ د وړاندې کولو ځای جوړ کړم او زموږ د خلکو له سرونو څخه دا بلا لرې شي.
ارنان وويل: پاچا صاحب! وايې خلئ او هر څنګه چې مو خوښه وي، استفاده ځينې وکړئ. دا هر څه ستاسې په اختيار کې دي: غوايي د قربانۍ لپاره، د څپر لرګي د سوځولو لپاره او غنم د نذارنې لپاره.
داود ﵇ وفرمايل: هيڅکله نه! زه يې په پوره قيمت درڅخه اخلم. داسې نه شي کېدای چې دا ستا مال مفت واخلم، ځکه ﷲ ﷻ ته هغه څه په قربانۍ کې نه وړاندې کوم چې ما ته مفت تمام شوي دي.
نو داود ﵇ شپږ سوه د سرو زرو سکې ورکړې او درمندځای يې ځينې واخيست. هلته يې د ﷲ ﷻ د شکرانې لپاره د قربانۍ د وړاندې کولو ځای جوړ کړ او پر هغه باندې يې سوځېدلې قربانۍ او د سولې نذرانې وړاندې کړې. بيا يې الهي دربار ته دعا وکړه او ﷲ ﷻ په ځواب کې خپل رضايت ښکاره کړ. له آسمانه يې اور رانازل کړ چې قرباني يې وخوړله. بيا ﷲ ﷻ ملايکې ته امر وکړ چې خپله توره په تېکي کې واچوه.
* سرسالار يوآب ښايي د دې لپاره د لاوي ټبر سرشمېرنه نه وي کړي، چې هغوی د خيمة ﷲ په خدمت کې بوخت وو او له عسکرۍ څخه معاف وو.