حضرت داود 

د داود  زوی ابشالوم خپل ناسکه ورور امنون وژني

د داود ﵇ زوی ابشالوم يوه سکه خور درلوده چې تامار نومېده. هغه ډېره ښايسته پېغله وه. د داود ﵇ مشر زوی امنون، چې د دواړو ناسکه ورور و، پر تامار باندې سخت مين شو. امنون ډېر ورته بې تابه شو، ځکه هغې ته لا تر اوسه چا لاس نه و وروړی او دی نه و توانېدلی چې له هغې سره يوازې واوسي. له دې کبله هغه ناجوړه شو.

امنون د يوناداب په نوم يو ملګری درلود چې د داود ﵇ د ورور شمعا زوی و او ډېر چالاک و. يوه ورځ يوناداب امنون ته وويل: ای د پاچا زويه! دا کوم غم دی چې ورځ په ورځ پکې کړېږې؟ ما ته يې ووايه.

امنون وويل: ما پر خپلې ناسکه خور تامار باندې زړه بايللی دی، خو چاره يې نشته.

يوناداب وويل: ته داسې وکړه چې ځان په ناروغۍ واچوه او پر خپل چپرکټ وغځېږه. کله چې دې پلار پوښتنې ته راشي، نو ورته ووايه چې ای پلاره! تامار راولېږه چې په خپل لاس ډوډۍ راته پخه کړي او بيا يې په خپل لاس راباندې وخوري. له دې سره به زه سمدم جوړ شم.

امنون د خپل ملګري مشوره عملي کړه. په خپل ځای کې وغځېد او ځان يې په ناروغۍ واچاوه. کله چې داود ﵇ ورته راغی، ده ورته وويل: پلار جانه، خور مې تامار راولېږه چې دلته زما په مخ کې زما د خوښې خواړه راپاخه کړي او بيا يې په خپل لاس راباندې وخوري.

داود ﵇ د امنون غوښتنه ومنله او تامار يې د هغه کور ته ورولېږله چې ورشه، امنون ته ډوډۍ پخه کړه.

تامار راغله. ګوري چې امنون پر کټ پروت دی. يو څه اوړه يې راواخيستل، لانده يې کړل او ډوډۍ يې ورته پخه کړه. خو کله چې يې پخه شوې ډوډۍ ورته کېښودله، ده له خوړلو څخه ډډه وکړه او نوکرانو ته يې امر وکړ چې دباندې ووزئ!

نوکران هم ووتل. بيا امنون تامار ته وويل: ډوډۍ زما خونې ته راوړه او په خپل لاس يې راباندې وخوره.

تامار هم ډوډۍ ورته راوړه، خو څنګه چې يې لاس د امنون خولې ته ورنږدې کړ، ده ټينګه ونيوله او ورته ويې ويل: خورې، راځه، له ما سره پرېوزه!

هغې وويل: نه وروره! بې عزته کوه مې مه! په بني اسراييلو کې داسې پليت کار حرام دی. نو دغه پليت کار مه کوه! که رسوا شوو، نو زما له لمنې څخه به د بې عزتۍ داغ هېڅکله نه پاکېږي او ته به هم په ټول اسراييل کې د يوه پليت انسان په نوم مشهور شې. هيله کوم، که له ما سره واده کول غواړې، له پاچا څخه مې دروغواړه. هغه به انکار نه کوي. *

خو امنون د هغې خبرو ته هېڅ غوږ ونه نيو. ترې زورور و او په زوره يې پرې تېری وکړ.

تر دې عمل وروسته له تامار سره د امنون مينه په کرکې بدله شوه. دا کرکه يې تر مخکينۍ مينې قوي وه. هغې ته يې وويل: ځه! له دغه ځايه ورکه شه!

هغې وويل: اوس مې له ځانه مه شړه! دا ظلم له هغه عمل څخه لا بدتر دی چې له ما سره دې وکړ.

خو امنون هېڅ غوږ ورته ونه نيو. خپل نوکر ته يې ورناره کړه چې راشه! دغه نجلۍ زما له مخې دباندې وباسه او دروازه ورپسې قلف کړه.

نوکر هم دباندې وايستله او دروازه يې پسې قلف کړه. د تامار پر تن يوه ښايسته چپنه وه، چې د پاچا ټولو پېغلو لوڼو به همدارنګه چپنه اغوستله. هغې له ډېره غمه خپله چپنه څېرې کړه او ايرې يې پر سر باد کړې. سر يې په لاسونو کې ونيو او په ژړا له هغه ځايه ولاړه.

د هغې سکه ورور ابشالوم له دې پېښې څخه خبر شو، نو يې ځينې وپوښتل چې دا آوازه رښتيا ده، چې ستا ورور امنون له تا سره دا سپک عمل کړی دی؟ ای زما خورې، اوس د دې پېښې په اړه چا ته څه مه وايه، ځکه امنون که هر څه نه وي زموږ ورور دی. ته يې په هکله زړه مه اچوه.

لنډه دا چې تامار در په در او خاورې پر سر د خپل ورور ابشالوم په کور کې کېنستله.

کله چې د دې پېښې خبر داود پاچا ته ورسېد، نو ډېر په قهر شو. د ابشالوم په زړه کې له امنون سره نفرت پيدا شو، ځکه هغه يې خور بې عزته کړې وه. نو له هغه سره يې يوه خبره هم نه کوله.

دوه کاله تېر شول. ابشالوم په بعل حاصور کلي کې، چې افرايم کلي ته نږدې و، د خپلو پسونه وړۍ پرې کولې. پر دې موقع يې تصميم ونيو، چې د پاچا ټولو زامنو ته، يعنې د ده خپلو وروڼو ته مېلمستيا وکړي. نو داود پاچا ته ورغی او عرض يې وکړ: پلار جانه! اوس زما د پسونو د وړيو پرې کولو وخت رارسېدلی دی. هيله کوم، تاسې او ستاسې درباريان تشريف راوړئ او د دې په وياړ په مېلمستيا کې ګډون وکړئ.

داود پاچا وفرمايل: نه زويه، که موږ ټول درشو، درباندې بار به شو.

ابشالوم ډېر ټينګار ورته وکړ، خو پاچا نه راضي کېده. يوازې دعا يې ورته وکړه. ابشالوم وويل: ښه نو، که تاسې نه راځئ، نو زما ورور امنون ته اجازه ورکړئ چې راسره ولاړ شي.

داود ﵇ وفرمايل: ولې امنون؟

ابشالوم ډېر شله شو، تر څو بالاخره داود ﵇ اجازه ورکړه چې د ده ﵇ خپل ټول زامن، د امنون په ګډون، مېلمستيا ته ولاړ شي.

له دې وروسته ابشالوم يو شاهانه مېلمستيا جوړه کړه. خپلو کسانو ته يې وويل: امنون تر نظر لاندې ساتئ! کله چې نشه شو‌‌، زه به اشاره درته وکړم. بيا تاسې وار پرې وکړئ او مړ يې کړئ! هېڅ مه وېرېږئ! ځکه چې دا کار زما په امر سره کېږي. همت مو لوړ کړئ او دا کار په لوی زړه سره تر سره کړئ!

دغو کسانو هم د ابشالوم امر پر ځای کړ او امنون يې مړ کړ. د پاچا نورو زامنو چې دا پېښه وليدله، هر يو پر خپله – خپله کچره سپور شو او په تېښته شول. ابشالوم هم له دې ځايه وتښتېد.

د پاچا زامن چې لا قصر ته نه وو رسېدلي، داود ﵇ ته خبر راغی چې ابشالوم ستاسې ټول زامن وژلي دي. يو يې هم ژوندی نه دی پرې ايښی.

د دې خبر په اورېدو سره داود پاچا له ډېر غمه خپل ګرېوان څيرې کړ او پر ځمکه پرېووت. د ده ﵇ درباريانو هم خپل ګرېوانونه څيرې کړل. په دغه وخت کې د ده ﵇ د ورور شمعا زوی يوناداب وويل: پاچا صاحب! تاسې دې خبرې ته غوږ مه ږدئ، چې ټول زامن مو وژل شوي دي. يوازې امنون وژل شوی دی، ځکه چې ابشالوم له هغې ورځې څخه چې امنون يې خور تامار بې عزته کړه، نو له ځان سره يې د هغه د وژلو هوډ وکړ. پاچا صاحب، هيله کوم چې دا خبره زړه ته مه اچوئ. ستاسې زامن ټول نه دي مړه شوي. يوازې امنون مړ شوی دی.

په دغه وخت کې يوه محافظ وليدل چې د غره له لارې ډېر کسان راروان دي. نو پاچا ته په منډه ورغی او ورته ويې ويل: د غره له لارې ډېر خلک راروان دي. يوناداب وويل: پاچا صاحب، وګورئ! لکه څنګه چې مې وويل، هغه دي ستاسې زامن راروان دي.

کله چې يوناداب دغه خبره خلاصه کړه، د پاچا زامن دربار ته راورسېدل او په چيغو – چيغو يې ژړل. دې حال ته په کتو سره داود پاچا او درباريانو هم په سخته ژړا پيل وکړ.

بلخوا ابشالوم فراري شو او د جشور پاچا تلمای بن عميهود ته چې د مور لخوا يې نيکه و، پنا وروړه. هلته يې درې کاله تېر کړل. په دغه جريان کې داود پاچا د خپل زوی لپاره ماتم او وير کاوه.

د وخت په تېرېدو سره داود ﵇ د امنون د مرګ غم هېر کړ او زړه يې غوښتل چې ابشالوم وويني.
 
* په موسوي شريعت کې که سکه و که ناسکه، د ورور له خور سره واده کول جايز نه وو. په غالب ګمان تامار دغه خبره ځکه وکړه، چې په هماغه موقع د امنون له شر څخه خپل عزت وژغوري.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست