حضرت داود ﵇
خدای ﷻ له داود ﵇ سره عهد کوي
وروسته له هغه چې داود ﵇ په خپل نوي قصر کې مېشت شو، ناتان پيغمبر يې ځان ته راوغوښت او ورته ويې فرمايل: زه په داسې يوه شانداره قصر کې اوسېږم چې د سدر له لرګيو څخه جوړ دی، خو د عهد صندوق په يوه خېمه کې پروت دی.
ناتان ﵇ ورته وفرمايل: هرڅه چې مو زړه غواړي، ويې کړئ، ځکه خدای ﷻ له تاسې سره مل دی.
په هماغه شپه ﷲ ﷻ ناتان ﵇ ته وحې وکړه او ورته ويې فرمايل: ورشه! زما خدمتګار داود ته دغه پيغام ورسوه: زما کور به ته نه جوړوې. له هغې ورځې څخه چې بني اسراييل مې له مصره راوايستل تر ننه پورې، زما حضور په کوم پاخه کور کې نه دی اوسېدلی، بلکې په يوه خېمه کې پاتې شوی، چې له يوه ځايه به بل ځای ته انتقالېده. خو په هر ځای کې چې له بني اسراييلو سره وم، کله مې هم د بني اسراييلو مشرانو ته، چې د خپل منتخب قوم د لارښوونې لپاره مې مقرر کړي وو، نه دي ويلي چې ولې مو راته د سدر له لرګيو څخه کور نه دی جوړ کړی؟
نو داود ته ووايه چې د آسماني لښکرو رب ﷲ ﷻ فرمايي: کوم وخت چې تا په څړځای کې رمه څروله، ته مې غوره کړې چې زما د منتخب قوم بني اسراييلو مشري وکړې. ته چې هرځای تللی يې، زه درسره مل او ملګری وم. ستا ټول دښمنان مې ستا د سترګو په وړاندې مات کړي دي او د نړۍ د نامداره خلکو په څېر مې نوم او شان درکړی دی. خپل منتخب قوم بني اسراييلو ته مې داسې يو خوندي ځای برابر کړ او پکې مېشت مې کړل، چې هلته بيا ونه ځورول شي. په څه ډول چې د لنډ مهالو بني اسراييلي سالارانو له دورې راهيسي ظالمو خلکو له بني اسراييلو سره زور او زياتی کاوه، دغسې حالت به دوام نه کوي او زه به ستا ټول دښمنان درته تابع کړم. پر دې سربېره به ستا په خاندان کې د پاچاهۍ سلسله هم وساتم. کله چې دې د ژوند ورځې پوره شوې او له دې نړۍ څخه دې سترګې پټې کړې، نو له نسل څخه به دې يو زوی پاچا مقرر کړم او پاچاهي به يې ورقايمه کړم. زما د کور جوړول به د هغه په نصيب شي او تخت به يې تر تله ټينګ کړم. هغه به ما ته داسې نازولی وي لکه يو پلار ته چې خپل زوی وي. څرنګه چې مې له طالوت څخه خپل رحمت او محبت لرې کړ، خو برعکس به يې له هغه څخه لرې نه کړم. تر همېش به يې پر خپل منتخب قوم بني اسراييلو باندې پاچا کړم او تخت به يې تر تله قايم پاتې شي.
ناتان پيغمبر هم داود ﵇ ته ورغی او دغه وحې شوی پيغام يې ټکي په ټکي ورته بيان کړ.
د دې پيغام په اورېدو سره داود ﵇ د عهد د صندوق مخې ته ورغی. پر زنګنو کېناست او ﷲ ﷻ ته په دعا شو: يا ﷲ زما ربه! زما او زما د کورنۍ څه حيثيت و چې دغه مقام ته دې راورسولم؟ خو پر دې ښېګڼه دې بسنه ونه کړه او له خپل خدمتګار سره دې ژمنه کړې ده، چې نسل به دې تر همېش پر تخت ساتم. يا زما ربه! آيا له هر بني آدم سره داسې ښه چلند کوې؟
يا زما ربه! نور څه درته ووايم؟ ته خو مې په زړه خبر يې! دا ټول لوی لوی کارونه دې د خپل رضايت او عهد د پوره کولو لپاره تر سره کړي دي او خپل خدمتګار دې پرې خبر کړی دی. يا ﷲ زما ربه! ته څومره لوی يې! ستا په څېر بل ذات نشته! موږ ستا په څېر د کوم بل خدای په اړه نه دي اورېدلي! آيا د ځمکې پر سر ستا د متخب قوم بني اسراييلو په څېر کوم بل قوم شته؟ تا هېڅ کوم بل قوم له غلامۍ څخه نه دی خلاص کړی، چې خپل منتخب قوم يې وګرځوې. خپل منتخب قوم دې له مصره آزاد کړ. لويې معجزې دې راښکاره کړې او نور قومونه او د هغوی خدايان دې د دوی له مخې لرې کړل. په دې ټولو کارونو سره دې خپل نوم په نړۍ کې ځلانده کړ. يا ﷲ، تا بني اسراييل تر همېش پورې د خپل منتخب قوم په صفت غوره کړل او هغوی ته د خپل خدای ﷻ په صفت ومنلې.
يا خدايه، دا وعده چې له خپل خدمتګار او د ده له کورنۍ سره دې کړې ده، د همېش لپاره يې د کاڼي کرښه کړه. له دې سره به دې نېک نوم تل تر تله وستايل شي او خلک به وايي: د بني اسراييلو خدای د آسماني لښکرو رب ﷲ دی! او د دې تر څنګ به دې د خدمتګار داود کورنۍ ستا په حضور کې قايمه پاتې شي.
يا ﷲ! دا چې خبر دې کړم، چې زما په خاندان کې د پاچاهۍ سلسله ساتې، نو تا ته مې د دې دعا کولو جرات وکړ. يا ﷲ! ته رب يې. هر لفظ دې د اعتبار وړ دی او له ما سره دې د ښو وعده کړې ده. نو هيله کوم، زما کورنۍ ته برکتونه ورکړه، تر څو تر ابده ستا په حضور کې قايمه پاتې شي. ستا له وعدې سره سم به زما کورنۍ تل تر تله ستا له برکتونو څخه برخمنه وي.
لنډه دا چې داود ﵇ پر ټولو بني اسراييلو باندې پاچاهي کوله او د ټولو وګړو په حق کې يې عدالت او انصاف کاوه. د خپلې خور صرويې زوی يوآب يې د پوځ سرسالار مقرر کړ. يهوشافاط بن اخيلود يې شاهي تاريخ ليکونکی مقرر کړ. صادوق بن اخيتوب او ابياتار بن اخيملک لوی امامان وو. سرايا د دربار کاتب و. بنايا بن يهوياداع د پاچا د شخصي محافظينو مشر و او د داود ﵇ زامن سلاکاران وو.