حضرت داود ﵇
خلک خدای ﷻ ته قربانۍ وړاندې کوي
کله چې بني اسراييلو د عهد صندوق يروشلم ته راووړ، نو په هغه خېمه کې يې ځای پر ځای کړ چې داود ﵇ ورته درولې وه. پر دغه موقع باندې بني اسراييلو ﷲ ﷻ ته سوځېدلې قربانۍ او د سولې نذرانې وړاندې کړې. تر دې وروسته داود ﵇ ټولو بني اسراييلو ته له الهي دربار څخه خير او برکت وغوښت او هر نر او ښځې ته يې يوه – يوه ډوډۍ، يوه – يوه د خرما چکۍ او يوه – يوه د مميزو چکۍ ووېشله.
تر دې وروسته يې له لاوي ټبر څخه څو کسان د عهد د صندوق د خدمت لپاره مقرر کړل، چې د بني اسراييلو رب ﷲ ﷻ ته ذکر، شکر او حمد و ثنا ووايي. د دغې ډلې د مشرتوب لپاره يې يو کس وټاکه چې آساف نومېد.
په هغه ورځ داود ﵇ آساف او د ډلې نورو خدمتګارانو ته د ﷲ ﷻ د شکر ادا کولو حکم ورکړ:
د ﷲ ﷻ شکر وکړئ او لويي يې بيان کړئ!
له کارنامو يې د نړۍ قومونه خبر کړئ!
حمدونه ورته زمزمه کړئ!
لوی – لوی کارونه يې ياد کړئ!
په پاک نوم يې فخر وکړئ!
ای خدای غوښتونکو! خپل زړونه خوشحاله کړئ!
خدای ﷻ ته رجوع وکړئ، چې قوت پيدا کړئ.
تل د الهي ديدار په هڅه کې واوسئ!
د خدای ﷻ عملي شوې نښې او معجزې په ياد راوړئ!
همدارنګه صادر شوي فرمانونه يې!
ای د خدای ﷻ د بنده اسراييل نسله!
ای د يعقوب اولادې او د خدای ﷻ غوره شوو خلکو!
ﷲ ﷻ زموږ رب دی.
فرمانروايي يې په ټوله ځمکه کې چلېږي.
د خدای ﷻ عهد او تړون په ياد وساتئ!
تر زر پښته يې په ياد ولرئ!
هماغه عهد او تړون چې له ابراهيم ﵇ سره يې وکړ
او هماغه قول او قسم چې له اسحاق ﵇ سره يې وکړ.
له يعقوب ﵇ سره يې د حکم په توګه تصديق کړ
او بني اسراييلو ته يې د تلپاتې عهد په توګه قايم کړ.
ويې فرمايل: «زه تاسې ته د کنعان ځمکه درکوم
چې د ميراث په توګه مو خپل ملکيت وګرځي.»
هغه وخت ستاسې د قوم شمېر لږ و
او په کنعان کې پردی او مهاجر و
قوم په قوم اوسېد
او ملک په ملک ګرځېد
خو خدای ﷻ اجازه ورنه کړه چې څوک دې پرې ظلم وکړي
او د هغوی په خاطر يې پاچاهانو ته اخطارونه ورکړل:
«زما پر غوره شوو باندې د ظلم لاس پورته نه کړئ!
او زما پيغمبرانو ته ضرر ونه رسوئ!»
ای د ځمکې ټولو خلکو! ﷲ ﷻ ته حمدونه زمزمه کړئ!
هره ورځ اعلان وکړئ چې موږ ته نجات راکوونکی ﷲ ﷻ دی.
د قومونو تر منځ يې لويي او عظمت بيان کړئ!
په ټولو ولسونو کې يې معجزې يادې کړئ!
ځکه لوی ﷲ ﷻ د خورا ډېر حمد او ثنا وړ دی.
له نورو معبودانو څخه څه وېره؟ د وېرې وړ يوازې خدای ﷻ دی!
د نورو قومونو معبودان باطل بتان دي،
په داسې حال کې چې ﷲ ﷻ د آسمانونو خالق دی!
د خدای ﷻ په ذات کې جمال او جلال نغښتی دی.
د خدای ﷻ په کور کې قدرت او خوشحالۍ شته.
ای د نړۍ قومونو او ټبرونو!
ﷲ ﷻ ته د لويۍ او قدرت نسبت ورکړئ!
د ﷲ ﷻ د نوم په عظمت اعتراف وکړئ!
له نذرانو سره يې په حضور کې حاضر شئ!
او په پاک حضور کې يې سجده وکړئ.
ای د ځمکې خلکو، د خدای ﷻ له هيبته ولړزېږئ!
د خدای ﷻ په امر نړۍ مضبوطه او له ځايه نه خوځېدونکې ده.
آسمانونه دې ښادي وکړي!
ځمکه دې خوشحالي وکړي!
او په قومونو کې دې وويل شي،
چې مالک او پاچا ﷲ ﷻ دی!
سمندر او په هغه کې ټول مخلوقات دې د خدای ﷻ په صفت کې شور جوړ کړي!
پټي او پکې ټول شيان دې له خوشحالۍ وغوړېږي!
د ځنګله ونې دې د خوښۍ نارې وکړي!
ځکه ﷲ ﷻ به پر ځمکه باندې قضاوت او حاکميت قايم کړي.
د ﷲ ﷻ شکر وباسئ، ځکه خدای ﷻ ډېر ښه ذات دی!
محبت او صداقت يې تل تر تله پايي!
وواياست: ای نجات ورکوونکيه ربه! موږ ته نجات راکړې!
له پرديو قومونو څخه مو خلاص او په يو ځای کې مو سره راټول کړې!
تر څو دې د پاک نوم ستاينه وکړو
او په فخر سره دې صفت او ثنا وکړو.
د بني اسراييلو رب ﷲ ﷻ ته دې حمد وي،
چې له ازله تر ابده لازوال ذات دی!
بيا ټولو حاضرينو آمين ووايه او د خدای سبحانه و تعالی حمد يې ادا کړ.
لنډه دا چې داود ﵇ آساف او هغه نور د لاوي ټبر کسان مقرر کړل، چې په منظمه توګه د عهد د صندوق په وړاندې ورځنی خدمت وکړي. په جبعون کلي کې داود ﵇ امام صادوق او نور امامان مقرر کړل چې د خېمة ﷲ خدمت وکړي. دوی هلته سهار او ماښام د هغو شرعي احکامو په مطابق چې ﷲ ﷻ دوی په اطاعت مامور کړي وو، پر قربانګاه باندې سوځېدلې قربانۍ وړاندې کولې. تر دې وروسته ټول بني اسراييل خپلو کورونو ته ستانه شول او داود ﵇ هم کور ته ولاړ تر څو خپلې کورنۍ ته د خير او برکت دعا وکړي.