حضرت داود 

داود  د يهودا پر ټبر پاچا کېږي

يو څه موده وروسته داود ﵇ خدای ﷻ ته عرض وکړ: يا ﷲ! د يهودا د ټبر ځمکې کوم ښار ته کډه وکړم او که نه؟

ﷲ ﷻ وفرمايل: ولاړ شه.

بيا داود ﵇ وپوښتل: کوم ښار ته ولاړ شم؟

ﷲ ﷻ وفرمايل: حبرون ته.

نو داود ﵇ له خپلو دوو ښځو اخينوعم او ابيجايل سره حبرون ته تشريف يووړ. د ده ﵇ کسان هم له خپلو کورنيو سره راغلل او د حبرون په شاوخوا کلو کې يې استوګنه اختيار کړه. بيا د يهودا د ټبر کسان راټول شول او داود ﵇ يې خپل پاچا وټاکه. تر دې وروسته يې داود ﵇ ته وويل چې د طالوت د ښخولو چارې د يابيش جلعاد اوسېدونکو تر سره کړې دي.

نو داود ﵇ يو څو قاصدان يابيش جلعاد ته له دې پيغام سره ورولېږل: دا چې د خپل مالک طالوت د ښخولو چارې مو تر سره کړې او خپله وفاداري مو وښودله، نو خدای ﷻ دې درباندې خپل برکتونه ووروي! ﷲ ﷻ دې له تاسې سره ښېګڼه وکړي او زه به هم له تاسې سره د نېکۍ په بدله کې نېکي وکړم. ستاسې مالک طالوت خو اوس مړ دی، مګر زړور اوسئ او له همت څخه کار واخلئ! د يهودا د ټبر خلکو له ما سره بيعت کړی دی او خپل پاچا يې ټاکلی يم.

بلخوا د طالوت پاچا د پوځ سرسالار ابنير د طالوت زوی اشبعل د محنايم ښار ته بوت او هلته يې د اسراييل پر شمالي سيمو، يعنې جلعاد، يزرعيل، آشور او د بني افرايم او بني بنيامين په ځمکو کې پاچا اعلان کړ. اشبعل څلوېښت کلن و، چې خپله پاچاهي يې پيل کړه، په داسې حال کې چې د بني يهودا ټبر د داود ﵇ پاچاهۍ ته غاړه ايښې وه.

تر ډېرې مودې پورې د داود ﵇ او د طالوت د پلويانو تر منځ جګړې روانې وې. د وخت په تېرېدو سره داود ﵇ غښتلی کېده، خو د طالوت پلويان کمزوري کېدل.

په حبرون کې د استوګنې په دوران کې د داود ﵇ شپږ زامن پيدا شول:

لومړی زوی يې امنون له بي بي اخينوعم څخه
دويم زوی يې کيلاب له بي بي ابيجايل څخه
درېيم زوی يې ابشالوم د جشور د پاچا تلمای له لور بي بي معکې څخه
څلورم زوی يې ادونيا له بي بي حَجيت څخه
پينځم زوی يې شِفَطيا له بي بي ابيطال څخه
او شپږم زوي يې يِترَعام له بي بي عِجلې څخه.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست