حضرت داود ﵇
داود ﵇ يو ځل بيا د طالوت پاچا ژوند وربخښي
څه موده وروسته د زيف د بيابان يو څو اوسېدونکي د طالوت پاچا د ليدو په خاطر جبعې ته ورغلل او ورته ويې ويل: پاچا سلامت! داود د حخيلې په غونډۍ کې پټ دی، چې يشمون ته مخامخ پرته ده.
نو طالوت پاچا درې زره تکړه عسکر له ځان سره کړل او د زيف بيابان ته ورروان شول، تر څو داود ﵇ پيدا کړي. هلته يې د حخيلې د غونډۍ پر لارې خېمې ووهلې. کله چې داود ﵇ خبر شو طالوت په ده پسې بيابان ته راغلی دی، نو يې يو څو جاسوسانو ته دنده ورکړه، تر څو د طالوت پاچا دقيق ځای معلوم کړي.
د دغو معلوماتو پر بنسټ داود ﵇ د شپې په تياره کې لښکرګاه ته ورنږدې شو او ويې ليدل چې طالوت پاچا او د لښکر سرسالار ابنير ويده دي. طالوت پاچا د لښکرګاه په منځ کې پروت دی او نور عسکر د ده په شاوخوا کې پراته دي. ده ﵇ له اخيملک هيتي او له خپل خوريي ابيشای څخه، چې د يوآب ورور و، پوښتنه وکړه: له تاسې دوو څخه به کوم يو له ما سره د طالوت لښکرګاه ته داخل شي؟
ابيشای ورته وويل: زه درسره ورداخلېږم.
لنډه دا چې دغه شپه دوی دواړه لښکرګاه ته داخل شول. هلته ګوري، چې طالوت ويده پروت دی او د سر تر څنګ يې نېزه په ځمکه کې ښخه ده. سرسالار ابنير او نور عسکر يې په شاوخوا کې پراته دي.
ابيشای داود ﵇ ته وويل: جنابه! نن ﷲ ﷻ دښمن ستا په لاس درکړی دی. ته امر وکړه او زه به يې د نېزې په داسې يوه وار په ځمکه پسې ورښخ کړم، چې بل وار ته به هېڅ اړتيا نه وي!
داود ﵇ وفرمايل: نه! پر ده به لاس نه پورته کوې! که څوک د ﷲ ﷻ په ټاکل شوي باندې لاس پورته کړي، نو ﷲ ﷻ به يې بې سزا پرېنږدي. په حی او قيوم خدای ﷻ قسم، چې خدای ﷻ به يې پخپله بندوبست وکړي، چې طالوت پاچا په خپل مرګ مړ کړي او يا يې په جنګ کې مړ کړي. خو خدای ﷻ دې نه کوي چې زه يې په ټاکل شوي باندې لاس پورته کړم! راځه چې د طالوت د سر تر څنګ دغه نېزه او د اوبو منګی راواخلو. بيا به ولاړ شو!
نو داود ﵇ د پاچا نېزه او د اوبو منګی راواخيستل او له ابيشای سره له لښکرګاه څخه ووت. ﷲ ﷻ طالوت پاچا او د هغه کسان په درانه خوب ويده کړي وو. نو ځکه، يوه هم دوی نه وو ليدلي او نه وو پرې راويښ شوي.
داود ﵇ د مخامخ غونډۍ سر ته وخوت، چې د طالوت له لښکرګاه څخه ښه فاصله لرې وه. د طالوت عسکرو او ابنير ته يې ورناره کړه: ای ابنيره! زما د نارې ځواب راکړه!
ابنير پوښتنه وکړه: ته څوک يې؟
داود ﵇ ورته وفرمايل: ابنيره، که ته دومره نر يې او که په بني اسراييلو کې ستا په شان بل تکړه عسکر نشته، نو ولې دې د خپل بادار ساتنه ونه کړه؟ نن شپه يو کس لښکرګاه ته په دې خاطر درننوتی و چې پاچا مړ کړي. دا دې ښه ونه کړل! د ﷲ ﷻ په ذات قسم! ته او ستا عسکر د مرګ وړ ياست، ځکه چې تاسې د خپل بادار يعنې د ﷲ ﷻ لخوا د ټاکل شوي ساتنه ونه کړه. وګوره! د پاچا هغه نېزه او د اوبو منګی څه شوي دي، چې د هغه سر ته پراته وو؟
په دغه وخت کې طالوت پاچا د داود ﵇ غږ وپېژاند او ورناره يې کړه: داوده زويه! دا ستا غږ و؟
داود ﵇ وويل: هو، پاچا صاحب، زه يم. ای زما باداره! تاسې ولې د خپل خدمتګار په تلاش کې راوتلي ياست؟ ما څه ګناه کړې ده؟ جرم مې څه دی؟ ای پاچا صاحب! هيله کوم، چې زما خبره واورئ! که ﷲ ﷻ تاسې ته زما د سزا راکولو حکم درکړی وي، نو تيار يم چې د خپلې ګناه د جبرانېدو لپاره فديه ورکړم. خو که دا د انسانانو لخوا کومه دسيسه وي، نو پر هغوی دې د خدای ﷻ لعنت وي! هغوی زه له وعده کړل شوې ځمکې څخه جلا وطنه کړی يم او راته ويلي يې دي چې ولاړ شه او د پرديو د خدايانو عبادت وکړه! هيله کوم! زما وينه مه پرېږدئ چې په پردۍ ځمکه کې تويه شي، چېرې چې د خدای ﷻ د سپېڅلي حضور سيوری نه دی غوړېدلی. تاسې د بني اسراييلو پاچا په ما پسې ولې راوتلی ياست؟ حال دا چې زه د يوې ورږې غوندې حيثيت لرم. ولې داسې زما په تلاش کې ياست، لکه ښکاري چې په غرونو کې د مړز ښکار کوي؟
طالوت پاچا ورته وويل: داوده زويه، له ما څخه خطا وشوه. اوس کور ته راستون شه. زه به تا ته ضرر نه رسوم، ځکه چې نن دې زما د ژوند درناوی وکړ او مرګ دې راباندې پېرزو نه کړ. يقيناً ما بې عقلي وکړه. ډېر سخت ګمراه شوی وم.
داود ﵇ وفرمايل: پاچا صاحب! دا ده ستاسې نېزه! خپل يو عسکر مو راولېږئ چې وايې خلي. ﷲ ﷻ انسان ته د ښېګڼو او وفادارۍ په بدل کې اجر ورکوي. نو که څه هم ﷲ ﷻ نن دا موقع راکړې وه چې ستاسې ژوند واخلم، خو زه راضي نه وم چې د ﷲ ﷻ پر ټاکل شوي باندې لاس پورته کړم. څرنګه چې ستاسې ژوند زما په نظر کې د درناوي وړ و، زما ژوند دې د خدای ﷻ په نظر کې همداسې د درناوي وړ شي او خدای ﷻ دې مې له هر مصيبت او سختۍ څخه وژغوري!
طالوت پاچا وويل: داوده زويه، خدای ﷻ دې برکت درکړي! ته به ډېر لوی لوی کارونه تر سره کړې او په هر کار کې به بريالی شې!
بيا داود ﵇ په خپله لاره ولاړ او طالوت پاچا بېرته کور ته ستون شو.