حضرت داود 

په داود پسې طالوت پاچا د زيف بيابان ته ورځي

په دغه وخت کې د زيف ځينې اوسېدونکي په جبعه ښار کې طالوت پاچا ته ورغلل او ورته ويې ويل: پاچا سلامت! داود د حورش په پټنځايونو کې ځان پټ کړی دی. اوس د يشمون سيمې په جنوب کې د حخيله په غونډۍ کې دی. پاچا صاحب! هر وخت چې غواړئ، راتلای شئ. موږ به يې ونيسو او ستاسې لاس ته به يې دروسپارو.

طالوت پاچا ورته وويل: خدای ﷻ دې تاسې ته برکتونه درکړي، چې پر ما باندې مو پام کړی دی. اوس بېرته ورشئ او ځای يې ښه معلوم کړئ. دا هم معلوم کړئ چې له چا سره يې ليده کاته شوي دي. زه ښه خبر يم چې هغه ډېر چالاک او بېداره دی. کله چې مو د هغه ټول پټنځايونه معلوم کړل، نو ما ته بېرته راشئ. بيا به زه درسره ولاړ شم. که هغه د يهودا ټبر په ځمکه کې هرچېرې وي، نو ټوله سيمه به غلبېل کړم تر څو پيدا يې کړم!

دغه کسان هم بېرته زيف ته ستانه شول. په دغه وخت کې داود ﵇ او کسان يې د يشمون په جنوب کې د معون کلي په پورې بيابان کې وو. طالوت له خپلو عسکرو سره له جبعې څخه د داود ﵇ په تلاش کې راووت. دغه خبر چې داود ﵇ ته ورسېد، نو د يوې ډبرينې غونډۍ تر شا پټ شو، داسې چې طالوت او لښکر يې د غونډۍ پر يوه طرف وو او داود ﵇ او کسان يې د غونډۍ پر هغه بل طرف وو.

په دغه وخت کې داود ﵇ داسې دعا وکړه:

يا خدايه، په خپل عظمت او ځواک ما ته نجات راکړه
په خپل قدرت سره د مدعيانو له تورونو څخه زما ساتنه وکړه

يا خدايه! زما دعا واوره
زما غوښتنې ته ځواب راکړه

ځکه چې پردي خلک زما پر ضد راپورته شوي دي
ظالمانو زما مرګ پسې رااخيستې ده
د هغوی په زړونو کې د خدایﷻ وېره نشته

بې شکه چې ﷲﷻ زما مل او مرستندوی دی
او ما په خپل امان کې ساتي

زما دښمنان دې په خپل شر اخته شي
يا ﷲ! له خپلې هغې وعدې سره سم چې زما د ساتنې په اړه دې کړې ده
هغوی نېست و نابود کړه

بيا به په خپله خوښه او خوشحالۍ تا ته قرباني کوم
شکر به ادا کوم، چې يا ﷲ، ته عظيم او ځواکمن يې!
ځکه چې ته ښه ذات يې

خدایﷻ زه له هر مصيبت څخه ژغورلی يم
او د دښمنانو ماتې یې راباندې لیدلې ده

له دې وروسته طالوت خپل لښکر په دوو ډلو ووېشه، تر څو د غونډۍ پر دواړو خواوو تېر شي او داود ﵇ ونيسي. خو په دغه وخت کې يو قاصد راغی او طالوت پاچا ته يې وويل: پاچا صاحب! ژر کوئ! فيليستينيانو زموږ پر ځمکه حمله کړې ده!

نو طالوت د داود ﵇ تعقيب سمدستي پرېښود او بېرته ولاړ چې له فيليستينيانو سره وجنګېږي. له هغه وخته راهيسي دغه غونډۍ د ژغورنې د غونډۍ په نوم مشهوره شوې ده. تر دې وروسته داود ﵇ د ګِدي نامې چينې ته ورغی. هلته يې په يوه خوندي پټنځي کې واړول.

<< مخکې | وروسته >> 

 فهرست