حضرت داود 

طالوت پاچا د داود  د نيولو هڅه کوي

داود ﵇ ته خبر ورسېد چې پر قعيله ښار باندې فيليستينيانو حمله کړې ده او له درمندځايونو څخه غلې دانې لوټوي. نو هغه ﵇ له ﷲ ﷻ څخه لارښوونه وغوښته، چې يا ﷲ! زه ورشم او پر دې فيليستينيانو حمله وکړم، که نه؟

ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: ورشه! پر فيليستينيانو حمله وروړه او د قعيلې اوسېدونکي يې له شر څخه خلاص کړه!

خو د داود ﵇ کسانو وويل: موږ دلته په خپله علاقه د يهودا ټبر په ځمکه کې لا په وېره کې يو. نو څنګه به قعيلې ته ولاړ شو او د فيليستينيانو له لښکر سره به مخامخ شو؟

داود ﵇ يو ځل بيا له خدای ﷻ څخه لارښوونه وغوښته. ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: قعيلې ته ورشه! زه به ستا لاس پر فيليستينيانو بر کړم!

داود ﵇ هم له خپلو کسانو سره قعيلې ته ولاړ. له فيليستينيانو سره يې جنګ وکړ او سخته مرګ ژوبله يې ورواړوله. مال او څاروي يې په غنيمت کې ترې ونيول او د قعيلې اوسېدونکو ته يې نجات ورکړ.

طالوت پاچا ته خبر ورسېد، چې داود ﵇ په قعيله کې دی. نو له ځان سره يې فکر وکړ چې ډېر ښه! داود اوس په داسې يوه ښار کې ځان بند کړی دی، چې له څلورو خواوو دروازې او دېوالونه دي! خدای ﷻ اوس هغه زما په لاس کې راکړی دی!

نو طالوت پاچا خپل ټول لښکر راجمع کړ، چې قعيلې ته ورشي، داود ﵇ او کسان يې محاصره کړي. خو داود ﵇ د طالوت په ناوړه دسيسه خبر شو. نو امام ابياتار ته يې وفرمايل: د امامت خاصه جامه راواخله، تر څو الهي اراده معلومه کړو.

کله چې امام راورسېد، داود ﵇ ﷲ ﷻ ته په دعا شو او ويې فرمايل: يا ﷲ، د بني اسراييلو ربه! اورېدلي مې دي چې زما په خاطر طالوت پاچا قعيلې ته د ورانولو په هدف راځي. آيا دا خبر سم دی؟ يا ﷲ، د بني اسراييلو ربه! زه له تا څخه غوښتنه کوم چې خپل خدمتګار ته ځواب راکړه.

ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: هو، دا خبر سم دی.

بيا داود ﵇ بله پوښتنه وکړه: آيا د قعيلې مشران به له ما سره خيانت وکړي؟ ما او زما کسان به د طالوت پاچا په لاس ورکړي؟

ﷲ ﷻ وفرمايل: بلې، وربه مو کړي.

نو داود ﵇ او کسان يې چې اوس يې شمېر تقريباً شپږ سوو ته رسېدلی و، له قعيلې څخه ولاړل او له يوه ځای څخه بل ځای ته تلل. طالوت پاچا ته خبر ورسېد چې داود ﵇ له قعيلې څخه ځان ايستلی دی. نو قعيلې ښار ته يې له تګ څخه ډډه وکړه.

داود ﵇ او کسانو يې د زيف په بيابان او غرنۍ سيمه کې په داسې مختلفو ځايونو کې اړول، چې په امنيتي لحاظ سم ځايونه وو. طالوت پاچا مدام ورپسې و، خو ﷲ ﷻ د طالوت له لاسونو څخه خوندي ساته.

يو وخت چې داود ﵇ د زيف په بيابان کې حورش نامي ځای ته راغلی و، خبر ورورسېد چې طالوت د ده د ژوند ختمولو لپاره د حورش په طرف راروان شوی دی. په دغه وخت کې يوناتان د داود ﵇ ليدو ته راغی. د هغه ﵇ همت يې ورلوړ کړ او دا ډاډګيرنه يې ورکړه، چې ﷲ ﷻ به دې وساتي. ويې ويل: ته مه وېرېږه! زما د پلار لاس به هېڅکله تا ته درونه رسېږي. ته به د بني اسراييلو پاچا شې او زه به دې ښی لاس يم. په دې خبره باندې زما پلار ښه پوهېږي.

دوی دواړو د خدای ﷻ په وړاندې يو له بل سره د دوستۍ عهد او تړون تازه کړ. له دې وروسته يوناتان بېرته کور ته ولاړ او داود ﵇ په حورش کې پاتې شو.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست