حضرت داود 

طالوت پاچا د داود له محبوبيت سره حسادت کوي

لښکر د جنګ له ميدانه بېرته راروان شو. په لاره کې له پرتو کلو څخه ښځې د طالوت په استقبال کې راووتلې او په ډېرې خوشحالۍ سره تاوېدلې، درياګانې او نورې د ساز آلې يې وهلې او په سندرو کې يې دا ويل: طالوت په زرهاوو وژلي دي، خو داود په لسهاوو زره وژلي!

طالوت چې دا واورېده، نو ډېر قهر ورغی او له ځان سره يې وويل: دوی وايي چې داود په لسهاوو زره وژلي او ما په زرهاوو وژلي. نو بيا څه پاتې دي، مګر دا چې زما پر ځای داود خپل پاچا کړي!

نو له هغې ورځې وروسته طالوت داود ﵇ ته د کينې او حسادت په نظر کتل.

سبا ته يې په الهي امر ځورونکي پېري يو ځل بيا په کور کې پر طالوت پاچا حمله وکړه، چې له امله يې په جذبه کې نامفهومې خبرې کولې. داود ﵇ له معمول سره سم راغی او چنګ يې ورته وغږاوه. خو دغه ورځ د طالوت په لاس کې يوه نېزه وه. په ذهن کې يې دا فکر راغی چې زه به داود په دغه نېزه په دېوال پسې ورښخ کړم. نو نېزه يې د داود ﵇ پر خوا وروار کړه، خو داود ﵇ له دې ګوزار څخه ځان بچ کړ. دا کار دوه واره تکرار شو.

د طالوت په زړه کې له داود ﵇ څخه وېره پيدا شوه، ځکه پوه شو چې ﷲ ﷻ د داود ﵇ ملګری شوی دی او اوس يې له ما څخه ملګرتيا شکولې ده. نو يې داود ﵇ له ځانه ګوښه کړ او پر يوه زر کسيز ټولي باندې يې سالار مقرر کړ. ﷲ ﷻ له داود ﵇ سره مل او ملګری و او په هر کار کې يې برياليتوب ورپه برخه کاوه. طالوت چې د ده ﵇ کاميابۍ وليدلې، لا ځينې په وېره کې شو. داود ﵇ د بني اسراييلو په ټوله ځمکه کې، هم په شمال کې او هم په جنوب د يهودا ټبر په ځمکه کې محبوبيت پيدا کړ.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست