حضرت داود 

داود  فيليستيني پهلوان جالوت ته ماتې ورکوي

د فيليستينيانو لښکر ځان د جنګ لپاره تيار کړ او په افس دميم نومي ځای کې يې واړول، چې د يهودا ټبر د ځمکې د سوکوه او عزيقه ښارونو تر منځ پروت و. طالوت د بني اسراييلو لښکر د فيليستينيانو د مقابلې لپاره د ايلاه درې ته راوايست. د فيليستينيانو لښکر د درې په يوه سر کې پر يوې غوڼدۍ باندې او د بني اسراييلو لښکر په هغه بل سر کې پر بله غونډۍ باندې ځای نيولی و.

د فيليستينيانو په لښکر کې يو جګ پهلوان و چې جالوت نومېد. هغه د جات له ښار څخه و. قد يې تقريباً ديارلس لوېشتې و. د مسو خولۍ يې پر سر وه. تن يې په زغره پټ و، چې وزن يې تقريباً نهه منه و او پښې يې هم په زغره پټې وې. يوه مسي توره به يې تر ملا تړلې وه او په لاس کې به يې يوه نېزه وه، چې تر عادي نېزو يې دوه برابره ډبل لاستی درلود او د اوسپنې سر يې تقريباً يو من و. يو بل سړی موظف و چې د جالوت سپر به يې ورسره ووړ.

جالوت د جنګ ميدان ته راووت او پر بني اسراييلو يې غږ وکړ چې تاسې ولې د جنګ لپاره راغلي ياست؟ زه د فيليستينيانو پهلوان يم او تاسې مازې د طالوت مزدوران ياست. له خپل منځ څخه مو يو کس وټاکئ، چې له ما سره تن په تن وجنګېږي. که يې مات کړم، نو موږ فيليستينيان به ستاسې غلامان کېږو. خو که هغه مې مات کړ، نو تاسې به زموږ غلامان کېږئ. اوس که غيرت لرئ، نو خپل يو کس مو ميدان ته راولېږئ چې سره معلومه يې کړو.

طالوت او د بني اسراييلو ټول لښکر چې د جالوت خبرې واورېدلې، زړونه يې تر تلو ولوېدل او ډېر په وېره کې شول. د څلوېښتو ورځو په جريان کې به جالوت پهلوان هر سهار او ماښام د جنګ ميدان ته راووت او سيال به يې غوښت.

حضرت داود ﵇ د يِسی زوی و، چې د يهودا له ټبر، د افراته له خېل څخه و او ټاټوبی يې بيت لحم و. په دې وخت کې يِسی ډېر زوړ شوی و. هغه اته زامن درلودل، چې درې مشران زامن يې اِلياب، ابيناداب او شمعا مخکې د طالوت په لښکر کې شامل شوي وو، تر څو له فيليستينيانو سره وجنګېږي. داود ﵇ تر ټولو وروڼو کشر و. هغه ﵇ به کله د طالوت په دربار کې و، کله به يې په بيت لحم کې د خپل پلار رمه پووله.

په دغو ورځو کې يِسی خپل کشر زوی داود ﵇ ته وويل: زويه! دا نېنې او لس دانې ډوډۍ واخله او ژر يې خپلو وروڼو ته وروړه. دغه لس کلچې پنير هم درسره يوسه او د دوی سالار ته يې ورکړه. د خپلو وروڼو حال واخله او بېرته يې ما ته راوړه.

په دغه وخت کې د داود ﵇ وروڼه د طالوت پاچا او د بني اسراييلو له لښکر سره د ايلاه په دره کې وو، تر څو له فيليستينيانو سره وجنګېږي.

سبا سهار وختي داود ﵇ راپاڅېد، رمه يې يو بل شپون ته وسپارله او د پلار له امر سره سم يې د خپلو وروڼو پر خوا حرکت وکړ. کله چې د بني اسراييلو لښکرګاه ته ورسېد، سرتېري جنګ ته په روانېدو وو او په ډېرې جذبې سره يې نارې او چيغې وهلې. لږ وروسته د بني اسراييلو لښکر د فيليستينيانو په مقابل کې صفونه جوړ کړل.

داود ﵇ خپل سامان له يوه ساتونکي سره پرېښود او د لښکر پر خوا يې خپلو وروڼو ته ورمنډه کړه، چې احوال يې واخلي. دوی چې خبرې سره کولې، جالوت پهلوان د فيليستينيانو له منځه ميدان ته راووت. د بني اسراييلو لښکر ته يې بيا له معمول سره سمې هماغه خبرې وکړې او داود ﵇ هم دغه خبرې واورېدې.

بني اسراييلي سرتېريو چې جالوت پهلوان وليد، خورا ووېرېدل او ترې شا ته شول. يو بل ته يې سره وويل: آيا تاسې دغه جګ پهلوان وليد؟ هره ورځ ميدان ته راوزي او بني اسراييل په سپکه لهجه خپلې مقابلې ته وربولي. پاچا ويلي دي چې که هغه هر چا مړ کړ، نو يو غټ انعام به ورته ورکړي. خپله لور به هم په نکاح ورکړي او ټوله کورنۍ به يې د ماليې له ورکړې څخه معاف شي.

داود ﵇ له شاوخوا ولاړو کسانو څخه پوښتنه وکړه، چې که څوک دغه فيليستيني ووژني او بني اسراييل يې له پېغورونو څخه خلاص کړي، نو پاچا به څه انعام ورکوي؟ دغه نجس فيليستيني ځان ته څه ويلي دي چې د حی او قيوم خدای ﷻ د ځواکونو په مقابل کې درېدلی دی!

دوی هماغه معلومات ورکړل لکه نورو سرتېريو چې په خپلو کې سره ويلي وو.

د داود ﵇ مشر ورور اِلياب د ده دا ټولې خبرې واورېدې. نو قهر ورغی او خوله يې پرې راخلاصه کړه چې دلته ولې راغلی يې؟ رمه دې په دښته کې چا ته پرې ايښې ده؟ زه دې په غرور او تور زړه خبر يم! تا د جنګ د ليدو شوق درلود. نو ځکه دلته راغلې.

داود ﵇ وويل: ما څه غلط کار کړی دی؟ له دوی څخه مې مازې يوه پوښتنه وکړه.

بيا له خپل ورور څخه ولاړ او نورو ته ورغی. له هغوی څخه يې هم لکه د مخکې په څېر پوښتنې پيل کړې او هغوی هماغه ډول ځواب ورکړ. د داود ﵇ د پوښتنو کولو خبر طالوت پاچا ته ورسېد. نو پاچا هغه ﵇ ځان ته وروغوښت.

داود ﵇ د پاچا طالوت مخې ته حاضر شو او ورته ويې ويل: د دې فيليستيني په سبب بايد څوک همت له لاسه ورنه کړي. ستا دا غلام به يې مقابلې ته ورووزي.

طالوت پاچا وويل: ساده کېږه مه! ته خو يو تنکی ځوان يې او دا پهلوان له ځوانۍ څخه جنګي تجربه لري. ته يې د مقابلې وړ نه يې. که ورووتلې، نو مات به شې.

خو داود ﵇ په ټينګار سره ورته فرمايل: زه د خپل پلار رمه پيايم. کله چې زمری يا ايږ راشي او پر يوه پسه حمله وکړي، په ډانګ يې وهم او پسه يې له خولې څخه خلاصوم. که په دغه جريان کې حيوان پر ما حمله وکړي، نو تر زنې يې نيسم او په وهلو – وهلو يې مړ کوم. که ما زمريان او ايږان وژلي دي، نو دغه نجس فيليستينی به هم ووژنم، ځکه چې هغه د حی او قيوم خدای ﷻ د ځواکونو پر ضد درېدلی دی! ﷲ ﷻ زه د زمريانو او ايږانو له منګولو څخه خلاص کړم، نو له دغه فيليستيني څخه به مې هم خلاص کړي.

طالوت پاچا ورسره ومنله او ورته ويې ويل: ورشه! ﷲ ﷻ دې درسره مل وي.

بيا يې داود ﵇ ته خپله د مسو جنګي خولۍ او زغره ورکړه چې وايې غوندي. داود ﵇ زغره واغوستله او توره يې تر ملا وتړله. داسې شيان يې مخکې نه وو اغوستي، نو کله چې يې څو ګامونه واخيستل، طالوت پاچا ته يې وويل: په دغه زغره کې زه نه شم ګرځېدلای. ورسره عادت نه يم.

نو داود ﵇ زغره وکښله. بيا يوې ويالې ته ولاړ. د ويالې له تله يې پنځه ښويې – ښويې ډبرې راوايستلې او خپلې کڅوړې ته يې واچولې. بيا د شپونتوب له خپل ډانګ او مچلوغزې سره د جنګ ميدان ته ورووت چې له فيليستيني پهلوان سره وجنګېږې.

جالوت پهلوان د داود ﵇ پر خوا ميدان ته په دې ډول راووت، چې سپر وړونکی يې مخې ته روان و. داود ﵇ ته چې يې وکتل، يو سور او سپين او ښايسته هلک په نظر ورغی. نو ورپورې ويې خندل او ورباندې وغړومبېد او ويې ويل: آيا زه درته سپی ښکارم چې له ډانګ سره مې مقابلې ته راغلی يې؟

بيا يې خپل خدايان مخاطب کړل او داود ﵇ ته يې ښېراوې وکړې. پر داود ﵇ يې ناره وکړه: راشه چې د هوا د مرغانو او د وحشي حيواناتو خوراک دې کړم!

داود ﵇ په ځواب کې وفرمايل: ته زما مقابلې ته له تورې او نېزې سره راغلی يې، خو زه د آسماني لښکرو د رب ﷲ ﷻ په نوم راغلی يم، چې د بني اسراييلو د ځواکونو خدای دی، د چا چې تا توهين کړی دی. نو ﷲ ﷻ به نن زما لاس پر تا باندې بر کړي. وبه دې وژنم او سر به دې له تنه بېل کړم. بيا به د فيليستيني فوځ مړي مرغانو او وحشي حيواناتو ته وغورځوم او ټوله نړۍ به وپوهېږي چې د بني اسراييلو خدای ساری نه لري. ټول حاضر خلک به پوه شي چې په ژغورلو کې ﷲ ﷻ تورې او نېزې ته محتاج نه دی! نن ميدان د ﷲ ﷻ دی! نو خدای ﷻ دی چې موږ به پر تاسې بريالي کړي!

جالوت له ده سره د جنګ کولو لپاره رامخکې شو. داود ﵇ هم مقابلې ته ورمنډه کړه. له خپلې کڅوړې څخه يې يوه ډبره راوايستله. مچلوغزې ته يې ورواچوله او پر جالوت يې وروار کړه. ډبره د جالوت پر تندي ولګېده او ډېره ژوره پکې ولاړه. له دې سره جالوت پړمخې راپرېووت.

په دې ډول داود ﵇ وتوانيد چې بې له تورې په يوه مچلوغزه او يوه ډبره فيليستينی پهلوان راچپه کړي. بيا يې جالوت ته ورمنډه کړه او د هغه توره يې له تېکي څخه راوايستله او سر يې ورپرې کړ.

کله چې فيليستينيانو خپل پهلوان مړ وليد، نو په تېښته کې شول. د بني اسراييلو لښکر د برياليتوب نارې ووهلې او په فيليستينيانو پسې شول. د جات او عقرون ښارونو تر دروازې پورې ورپسې وو، چې په نتيجه کې يې له شعريم څخه نيولې تر جات او عقرون پورې د فيليستينيانو مړي او زخميان پراته وو. بيا د بني اسراييلو لښکر د فيليستينيانو لښکرګاه ته ستون شو او لوټ يې کړه. داود ﵇ د جالوت پهلوان سر يروشلم ته يووړ، خو زغره او وسلې يې په خپله خېمه کې له ځان سره کېښودې.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست