حضرت شموييل ﵇

د طالوت د نافرمانۍ له کبله خدای  د ده پاچاهي ردوي

کله چې طالوت د بني اسراييلو د پاچاهۍ واګې په لاس کې ونيوې، له خپلو ټولو شاوخوا دښمنانو سره وجنګېد، چې هغوی عبارت له موآبيانو، عمونيانو، اِدوميانو، د صوبه پاچايانو او فيليستينيانو څخه و او په هره جګړه کې بريالی کېده. د طالوت د پاچاهۍ په ټول دوران کې د بني اسراييلو او فيليستينيانو تر منځ ډېرې سختې جګړې کېدلې. نو له دې خاطره کله چې به طالوت کوم غښتلی او زړور سړی وليد، په خپل فوځ کې به يې شامل کړ.

يوه ورځ شموييل ﵇ طالوت ته وفرمايل: ﷲ تعالی زه رالېږلی وم چې تا د بني اسراييلو د پاچاهۍ لپاره مقرر کړم. نو اوس د خدای ﷻ پيغام واوره! د آسماني لښکرو رب ﷲ ﷻ فرمايي: کله چې بني اسراييل له مصر څخه راووتل، عماليقيان د مقابلې لپاره د قافلې مخې ته ودرېدل. اوس به له دوی څخه بدله واخلم. ورشه! پر عماليقيانو بريد وکړه او ټول يې له منځه يوسه. هېڅ رحم مه پرې کوه! ټول سړي، ښځې، کوچنيان، تي رودونکي ماشومان، غوايان، پسونه، اوښان او خره يې ووژنه.

طالوت هم لښکر په طلايم نومې ځای کې راټول کړ. په دې لښکر کې د بني اسرييلو له شمالي ټبرونو څخه دوه سوه زره پلي عسکر وو او لس زره د يهودا له ټبر څخه وو. طالوت له خپل فوځ سره د عماليقيانو ښار ته نږدې شو او په يوه خوړ کې يې کمين ونيو. بيا د طالوت په حکم بني اسراييلو پر عماليقيانو حمله وکړه. له حويله نامي ځای څخه يې تر شور پورې، چې د مصر په ختيځ کې پروت دی، جنګ وکړ. په دې جګړه کې يې ټول عماليقيان په تورو ووژل، خو د هغوی پاچا اجاج يې ژوندی ونيو. پر دې سربېره چې اجاج پاچا يې ونه واژه، نور ښه – ښه پسونه، وزې، غواګانې، غوايان، خوسکي او وري يې هم ژوندي پرېښودل او هېڅ راضي نه وو، چې ويې وژني. يوازې هغه شيان يې له منځه يووړل چې ډنګر او بې ارزښته وو.

په دغه وخت کې ﷲ ﷻ شموييل ﵇ ته وحې وکړه: ما طالوت پاچا مقرر کړی دی، مګر افسوس! اوس يې ما ته شا ګرځولې ده او زما حکم يې نه دی عملي کړی.

د دې خبرې په اورېدو سره شموييل ﵇ سخت په غم او غصه کې شو او ټوله شپه يې ﷲ ﷻ ته په زاريو تېره کړه.

سهار وختي شموييل ﵇ راپاڅېد چې له طالوت سره وګوري. يو چا ورته وويل چې تر بريا وروسته کرمل ښار ته ولاړ. هلته يې د دې بريا په وياړ ځان ته د يادګار څلی جوړ کړ. بيا بېرته جلجال ته ولاړ.

شموييل ﵇ هم ورغی. طالوت ورته وويل: خدای دې ونازوه! د ﷲ ﷻ امر مې پر ځای کړی دی.

شموييل ﵇ ورته وويل: نو دا د پسونو او وزو امبا – امبا او د غوايانو رمباړي څه دي چې زه يې اورم؟

طالوت وويل: عسکرو د عماليقيانو ښه ښه پسونه، وزې، غواوې او غوايان ژوندي پرېښودل، تر څو چې ستا د رب ﷲ ﷻ لپاره يې قرباني کړي. نور ټول مو له منځه وړي دي.

شموييل ﵇ طالوت ته وفرمايل: غلی شه! اوس به زه هغه خبرې درته وکړم چې ﷲ ﷻ تېره شپه راته فرمايلې دي.

طالوت ورته وويل: سمه ده. وواياست.

شموييل ﵇ وفرمايل: که څه هم تا خپل ځان کم ګاڼه، خو ﷲ ﷻ ته وټاکلې چې د بني اسراييلو د ټبرونو مشر او پاچا واوسې. بيا يې په دې دنده مامور کړې چې ورشه او له خرابکاره عماليقيانو سره تر هغې جګړه وکړه، چې ټول تباه شي! نو ولې دې د ﷲ ﷻ فرمان پر ځای نه کړ؟ ولې دې په وږسترګۍ سره د عماليقيانو مالونه لوټ او غنيمت کړل؟ دا کار د ﷲ ﷻ په نظر ډېر بد او خبيث دی!

طالوت په ځواب کې وويل: جنابه! د ﷲ تعالی له امره مې اطاعت کړی! په کومه دنده چې ﷲ ﷻ مامور کړی وم، هغه مې تر سره کړه. عماليقيان مې ووژل، خو د هغوی پاچا اجاج مې اسير راووست. بيا عسکرو ښه – ښه پسونه، وزې، غوايان او غواوې ژوندۍ راوستلې تر څو په جلجال کې يې ستا رب ﷲ ﷻ ته قرباني کړي.

شموييل ﵇ وفرمايل: آيا ﷲ تعالی له دې قربانيو څخه ډېر راضي کېږي، که له دې چې تاسې يې حکم پر ځای کړئ؟ ګوره! فرمانبرداري تر قربانيو او د الهي امر منل د مږانو د وازګې تر نذرانه کولو غوره دي. د ﷲ ﷻ په نظر نافرماني له کوډګرۍ سره او خپل سري له بت پرستۍ سره برابره ګناه ده! څرنګه چې تا د ﷲ ﷻ حکم رد کړی دی، خدای ﷻ همداسې ستا پاچاهي رد کړې ده!

بيا طالوت شموييل ﵇ ته وويل: زه خپله ګناه منم چې د ﷲ ﷻ له امره او ستا له خبرو مې سرغړونه کړې ده. زه له خلکو څخه ووېرېدلم او د دوی خبره مې ومنله. هيله کوم، ګناه مې راوبخښه او بېرته راسره ولاړ شه چې د ﷲ تعالی عبادت ادا کړای شم!

شموييل ﵇ وفرمايل: نه! زه له تا سره نه ځم! ځکه د ﷲ ﷻ فرمان دې رد کړی او په ځواب کې ﷲ تعالی ته رد کړی يې چې پر بني اسراييلو پاچا پاتې شې!

بيا شموييل ﵇ له طالوت څخه مخ واړاوه تر څو ولاړ شي. په دغه وخت کې طالوت د ده ﵇ د چپنې پيڅه ونيوله، چې راستون يې کړي. له دې سره يې پيڅه وشکېدله. شموييل ﵇ ورته وفرمايل: نن ﷲ تعالی د بني اسراييلو پاچاهي له تا څخه په دې ډول شکولې او اخيستې ده او ستا داسې يوه قومي ته يې ورکړې ده چې تر تا غوره دی! په ياد لره چې د بني اسراييلو ذوالجلال رب د انسان په څېر نه دی چې دروغ دې ووايي او يا دې له خپلې ارادې څخه پښېمانه شي.

بيا هم طالوت شموييل ﵇ ته زارۍ وکړې او ويې ويل: زه خپله ګناه منم! اوس له ما سره بېرته ولاړ شه تر څو ستا د رب ﷲ ﷻ عبادت ادا کړای شم! که نه، د بني اسراييلي مشرانو او عامو وګړو په وړاندې به زما عزت کم شي.

شموييل ﵇ يې غوښتنه قبوله کړه او ورسره ولاړ. هلته طالوت د ﷲ ﷻ عبادت ادا کړ. بيا شموييل ﵇ وفرمايل: د عماليقيانو پاچا اجاج راولئ!

اجاج چې راوستل شو، زړه يې له اميده ډک و چې که دوی زه وژلای، مخکې به يې وژلی وای. خو شموييل ﵇ ورته وفرمايل: ستا تورې ډېرې ميندې بورې کړې دي. اوس به ستا مور هم بوره شي!

بيا شموييل ﵇ په جلجال کې د ﷲ ﷻ په حضور کې اجاج په توره ټوټې – ټوټې کړ. تر دې وروسته شموييل ﵇ بېرته خپل ښار راما ته ستون شو او طالوت خپل ښار جبعې ته ولاړ. شموييل ﵇ بيا د خپل ژوند تر پايه پورې هېڅکله له طالوت سره ليدنه ونه کړه او د هغه په اړه ډېر غمجن و.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست